No-IMG

اسماعیل؛اسلامي ادبیات د قربانۍ په دې مثالي نوم غني شویدي!

 

د اسماعیل علیه السلام قرباني چي چاړې ته ئې په ورین تندي غاړه کښېښوده؛ اسماعیل هنیه د همغه په اقتداء په دې لار کي د خپلي کورنۍ نږدې یو درځن خپلوان له لاسه ورکړل؛ دی زموږ د زمانې حسین وو؛ د اسلامي نړۍ کوفیانو یوازي پرېښودی؛ تر ده وړاندي په لبنان کي د صالح العاروري پېښه هم موږ ولیده چی د لبنان پر زېړ بیرغي تنظیم تاوان سوه؛ دا همغه څه دي چي د دې پېـر کوفیان ئې له حسینیانو سره کوي.

د دغسي اتلانو په اړه قرآن فرمایي:

مِّنَ الْمُؤْمِنِيْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا مَا عَاهَدُوا اللّـٰهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْـهُـمْ مَّنْ قَضٰى نَحْبَهٝ وَمِنْـهُـمْ مَّنْ يَّنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوْا تَبْدِيْلًا. الاحزاب: ۲۳

ژباړه: له مؤمنانو څخه ځيني داسي شخصيتونه سته چي له الله سره ئې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي. هغوی پخپله کړنلاره کي هيڅ تبديلي را نه وستله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک