
د کوفې تاریخ بیا تکرار شو
ابوالعبد خو د خپلو نازولو بچیانو او ملگرو سره یو ځای سو؛ بریالی سو؛ پر کړې وعده ئې وفا وکړه؛ تاریخ به ئې تل د مخلصو اتلانو په نوم یادوي...
خو نامرده کوفیان به څه کوي؟!
دوی (ایران) به یو ځل بیا د تېر په څېر امریکا، ملگري ملتونه او اروپایي اتحاديه خبروي؛ تر هغه وروسته به د خبیث قوم پر ضد یو زر دانې زاړه میزائلونه ور شاټوي چي نیم به ئې عربان په هوا کي خنساء کوي او نیم ئې آئرن ډوم دفاعي سیسټم. یو دوه به ئې د گوتو په شمېر درختي په نښه کړي.
بیا به ځیگر ټکوي چي دا وو د معذور "ولایت فقیه" انتقام.
د ترکيې د اپوزیسیون مشر پروفیسر احمد داؤد اوغلو وايي:
"د ایران ولسمشر ته د مبارکۍ لپاره راغلي مېلمه ساتنه نه کول د دوی ډېره ستره نا اهلي ده؛ په تهران کي سید علي خامنه اي خوندي دئ خو اسماعیل هنیه په شهادت رسول کېږي. همدا هغه کړنه وه چي کوفیانو ترسره کړېـوه."