او د ازادۍ هغه دنګ قامت راونړېد!
لنډ تأثر
زوی يې د خپلې کورنۍ شهيدو نازولو ته ليکلي؛
زما نازولو خپل پلار ته ښه راغلاست ووايئ، غوره ښه راغلاست... جيمي خپل نيکه ته ستړي مه شي وکړه... فردوس اعلی ښکلی کړئ زما نازولو!
نن چې دفتر ته لاړم، مبايلونه مې پر مېز کېښودل، له همکارانو سره په خبرو وم چې، يوه همکار مو ناڅاپي وويل چې د ازادۍ منار راپرېوت، او دې سره زه نېغ ودرېدم، په ولاړه مې ملا ماته شوه، زمکې ځای نه راکولو، ځان مې ګوښې کړ او بيا مې د مجلس په خونه کې په ځانله ځان ډوبې ډوبې سلګۍ وکړې، نو چې په لرې افغان وطن کې دا حال دی، د ازادۍ د اتل پر کورنۍ او د اسلامي حرکت پر دې مبارز صف به څه تېرېږي...
همدا پرون مې چې نوموړی د پزشکيان د معرفۍ په مراسمو کې کتلو نو په زړه کې مې تېر شول چې هغه په دې هېواد کې مصؤن نه دی، همداسې مې ژور فکر کولو او انګېرل مې چې هسې نه نوموړی دلته شهيد شي... په ايرن کې د صه-يو-نېسم استخباراتي زېلۍ دومره غځېدلې چې له جاسوسانو سره د صفر تحمل سره سره هغوی هلته پياوړی شتون لري، او په بېلابېلو وختونو کې يې هلته ډېر نخبه وګړي په نښه کړي دي.
د قربانيو قيادي تسلسل!
واقعيت دا دی چې اسلامي حرکت د روانې پېړۍ داسې تجربه ده چې په خپلو وينو خړوبېږي، د مصر له حسن البنا د فلسطين تر دې اتله دا اوږده لاره د دې خړوب ډېرې شاهدۍ لري او واقعيت دا دې چې اسلامي حرکت په نورو بچيانو خپلې موخې نه دې پاللي، قيادتونو تر پيروانو مخکې خپل ځانونه خطر ته ورکړي او دوی د مبارزې او شهادتونو په بهير کې خپله سرلارې دي، د فلسطين اسلامي حرکت بيا د دې قربانيو تر ټولو ډېر روښانه مشال دی، په دې حرکت کې له شهيد شيخ تر دې دمه څومره قيادتونه د اشغالګرو د تېري خوراک شوي، د وروستي اتل دردناک شهادت بيا هم اخري نه دي، بلکه دوی په هر پړاو کې له لوړ قيادت نه نيولې تر ټولو پوړيو خپل قيادتونه د شهادتونو،غمونو، دردونو او صبر کړاوونو ته نيولي دي.
کله چې د ازادۍ د اتل کورنۍ مجموعي شهيدان تر شپېتو اوړي نو انسان د دې پاک حرکت د داعيې ژمنتوب، اخلاص او پر وعدو وفا ته حيرانېږي. د اسلامي حرکت مشران په هره سخته کې مخکې وي او کله چې پيروان ګوري قيادت تر دوی مخکې د دښمن ګوزار ته ولاړ دی نو دوی بيا پر خپلې داعيې ټينګ درېږي او دا درېدنه ملي موجونه زېږوي، د ازادۍ د همدې ثبات او مقاومت ښکاره دليل همدا کوچنۍ غزه ده، چرته چې د همدې اتل مبارز صف د فلسطين په هر څپک کې پر اشغالګر دښمن غلچکي بريدونه کوي.
دا شهادتونه قيادتونه زېږوي!
د اسلامي حرکت دغه قرباني مشران کوم عادي وګړي نه دي، د ازادۍ دغه لوی مشر د غزې په اسلامي پوهنتون کې په عربي ادب کې لوړې زده کړې کړي دي. هغه په اسلامي پوهنتون کې د الکتلة الاسلامية مبارز غړی و، دا کتله د اخوان المسلمين محصلانو څانګه وه، چې په غزه کې يې د اشغال پر ضد مبارزه کوله، او وروسته ترې ح-ماس جوړ شو، له بده مرغه په همدې پوهنتون کې د فتح ګوند بله څانګه د دحلان په مشرۍ داسې وه چې د اشغال پر ځای يې د اسلامي حرکت پر دغه مبارزه څانګه د شا له خوا وارونه کول.
د ازادۍ دغه ستر مبارز د دريو کلونو لپاره اس-رائيلي اشغالګرو بندي کړ او بيا يې لبنان ته تبعيد کړ، په ۱۹۹۲ کې غزې ته راستون شو او تر لږې مودې وروسته د شهيد شيخ د دفتر رئيس وټاکل شو، دغه ژوندی شهيد د شيخ له مخلصو پيروانو و او نوموړي ته يې خورا ډېر باور او اخلاص درلود. د شيخ روزنه داسې وه چې په هغه فلج ځان يې تر شا داسې پوخ مقاومت پرېښود چې د رهبرۍ خلا اصلاً نه لري، شيخ شهيد شو او بيا د دې پاک حرکت مشران داسې ميداني شول چې هر يو يې په خپل ځان کې لکه د امت کثرت لري.
دا مشران ټول د مشرۍ او رهبرۍ ډېرې عالي کارېسماګانې لري، د غزې او فلسطين انقلابي ماحول لکه د عربي ماحول مړڅپند او غلام مشران او پاچاهان نه لري، غزه د شيخ تر شهادت وروسته د دريم ځل لپاره تر ټول لوړ مشر شهادت تجربه کوي، په دې منځ کې چې نور څومره قيادتونه دي دوی ټولو په خپل ژوند مبارزه کړې او په خپلو شهادتونو يې نو د فلسطين د ازادۍ قضيه ژوندۍ ساتلې ده، دا کومه کوچنۍ خبره نه ده، دا قربانۍ او دا شهادتونه درک کول غواړي او د درک لپاره که اسلامي نه وي نو يوازې انساني ذهنيت هم بسنه کوي، خو کله چې انساني سوچ د غربي لوړتيا غوښتنې په وړاندې مات شي نو بيا دا سوچ انساني او طبيعي نه پاتېږي، دې سوچ ته بيا غربزده سوچ ويل کېږي.
ازادي او غربزده ذهنيت!
په داسې يوه مرحله کې چې ذهنونه د غرب تمدني جال پوښلي دي او شته داسې غربزده نخبه ګان چې د خپلواکۍ جګړې ته قايل نه دي، دوی چې د غرب په وړاندې يې ګونډې وهلي او په بيټه ملا او مات شوي احساس د خپلواکۍ هره داعيه د ځانوژنې مترادف بولي د ازادۍ په معنی نه پوهېږي، دوی فقط ژوندي پاتېدل غواړي او د ژوند لپاره خپله لار نه لري.
دا غربزده ګان څه پوهېږي چې ازادي د مادي دنيا په قېمتونو نه تلل کېږي دا اروايي او معنوي حالت د غربي مخمور ذهنيت په مادي اخ شنانينا کې نه ترنم کېږي دا د غزې د بورې مور، يتيمې انجلۍ او په بسته کور کې د ايکي يوازې يوه پاتې شوي ژوندي فلسطيني په الله اکبر و لله الحمد کې زير و بم اخلي.
کوم وګړي چې د اشغال په وړاندې د فلسطيني ملت دا د قربانيو ډکه مبارزه فقط د ځان ښودل ګڼي او داسې ګڼي چې ګنې اسلامي حرکت بسته ملت د بلا خولې ته ورکړ، دا له تاريخه ناخبره غربزده ګان په دې نه دي خبر چې دې بلا په تېره بسته پېړۍ کې په خاموشۍ کې د فلسطين ټوله خاوره همداسې په خاموشۍ لاندې کړه، دا مهال چې په غزه کې کوم ملت پروت دی د دوی پلرنۍ سيمې ټولې په اشغال شوي فلسطين/اسرا-ئيل کې دي، نو زمکنی واقعيت دا دی چې دې بلا مزاحمت غوښتلو او دا مزاحمت اسلامپالي کوي، کوم ملتپالي چې هلته وو نو هغوی دا مهال د جوړجاړي په يوې منتنې معامله کې بند پاتې دي، هغوی نه په خپله ازادي لري او نه د نورو ازاديپالنه زغملی شي... اصلي خبره دا ده چې غربزده ګان ازادۍ ته قايل نه دي، دوی که يو بادار ونه مومي نو بل بادار لټول، غلامي د دوی نشه ده بايد ويې کړي.