No-IMG

د شهید (هنیه رح) په یاد - استاد فضل ولي ناگار

استاد فضل ولي ناگار

 

قدسیان یې د تقدیس زمزمې لولي په ترتیل

د وخت له ابرهه سره جنګیږي ابابیل

شفقه لږ را ټیټ شه، ورنه پور که رنګیني

دا دنګې منارې د اقصی نه مني تنزیل

په ټنډه د نړۍ رنګونه نقش شول د تکبیر

تاریخ د قربانۍ نه لري بل داسې تمثیل

د قدس د قاتلانو لمن وینځي په زمزم

لمبه شئ سپینو ستورو په افق مه کوئ ډیل

پګړۍ زموږ د پت شوله لا هسکه له پامیر

پرې سیوری وزرونه د رحمت د جبرائیل

یا شور د زولنو یا سپینې کرښې د تکبیر

سنت راته کنعان فرض دی د ستر احد تکمیل

یو خوب و د خلیل د شازلمي ذبیح د هوډ

تعبیر یې شو پوره په وینو سرو د اسمعیل

دا هسک د نړۍ بام چې شي چپه په هر قاتل

ناګاره غږوه داسې شپېلۍ د اسرافیل

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک