حکمتيار: د شهيد اسمعيل هنيه د شهادت په مناسبت ټول مظلوم او يتيم اسلامي امت ته تسليت وايم
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د شهيد اسمعيل هنيه د شهادت په مناسبت
... وَبَشِّرِ ٱلصَّـٰبِرِينَ١٥٥ ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَٰبَتۡهُم مُّصِيبَةٞ قَالُوٓاْ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيۡهِ رَٰجِعُونَ١٥٦ البقرة
د حماس د دروند مجاهد مشر شهيد اسمعيل هنيه د شهادت په مناسبت؛ د ده شهيد پالي كورنۍ، د حماس مجاهد گوند، د فلسطين مؤمن او مقاوم ولس او ټول مظلوم او يتيم اسلامي امت ته تسليت وايم؛ الله تعالى دي هغه د احد او بدر د شهيدانو په صف كي حشر كړي او د ده سپېڅلي او لوړ آرمانونه دي په دنيا او آخرت كي تر سره كړي. يقيناً چي د دې عظيم مجاهد شخصيت شهادت؛ اسلامي امت ته نه جبرانېدونكې ضائعه ده؛ الله تعالى دي په خپل عميم فضل سره؛ د ده تش ځاى د ده په څېر مثالي شخصيتونو ډك كړي؛ باور مو دا دئ چي د اسلام سپك، ذليل او جبون دښمنان نه شي كولى په داسي غلچكيو بريدونو او د مروت او شرافت خلاف وحشيانه ترورونو سره د فلسطينيانو كلك هوډ او عزم متزلزل او خپلي سپېرې موخي تر لاسه كړي؛ تر كله چي دا زمكه او آسمان وي؛ پر بيت المقدس به د اسلام بيرغ رپېږي. كه نن اسلامي امت د ځينو ذليلو او منافقو حكامو له كبله ونه شي توانېدى له خپلي لومړۍ قبلې دفاع وكړي نو سبا له مكې او مدينې هم دفاع نه شي كولى. د حماس سر لوړو، مېړنيو او باهمت غازيانو ثابته كړه چي د اسرائيل او د هغه غربي حاميانو شيطاني عزائمو شنډولو؛ كافي وړتيا او شهامت لري؛ لكه چي الله تعالى د شوروي د زوال لپاره افغانان غوره كړل؛ همداسي ئې د فلسطين غازيان د امريكا او د هغې د كرايي جنگياليو (اسرائيل) د زوال لپاره غوره كړي. موږ د امريكا او ناټو ماته په خپلو سترگو وليدله؛ إن شاء الله په فلسطين كي به هم د دوى د همداسي ماتي شاهد وو.
نن د اسلامي امت دردناك وضعيت داسي دئ چي د يوويشتمي پېړۍ ټول جنگونه د امريكا له لوري او له افغانستان پيل شول؛ عراق، سوريې، ليبيا، سودان، يمن، صوماليا، ميانمار.... ته انتقال شول، غزه ئې وروستى ډگر شو؛ په هر يوه كي په لسگونو او سلگونو زره مسلمانان وژل شوي؛ د همدغو تپل شوو جنگونو له كبله؛ تر 25 مليون زيات مسلمانان بهر ته مهاجر شوي؛ پرون په نورو جنگ ځپلو هېوادونو كي او نن په غزه كي هيڅوك او هيڅ ځاى د غربي يرغلگرو له بريدونو، بمونو او راكټونو خوندي نه دي؛ نه جومات، مدرسه او ښوونځى خوندي دئ، نه روغتون، ماركيټ او د مهاجرينو پنډغالي؛ په تېرو نژدې لسو مياشتو كي هره ورځ په سلگونو فلسطينيان په خپلو وينو كي رغړېدلي؛ اكثر قربانيان مېرمني او ماشومان دي؛ پر مظلومي او بې دفاع غزې داسي وحشيانه جنگ تپل شوى چي په بشري تاريخ كي ئې مثال نه شو موندلى؛ امريكا د همدې خونړي جنگ جنايتكار سر قومندان؛ نتنياهو ته بلنه وركوي؛ اوسنى او مخكينى جمهور رئيسان ئې خپل حضور ته مني او پر شا ئې ټپوي، د امريكا کنگره كي د استازو په وړاندي د خطاب او له ښكرورو درواغو ډكي وينا مجال ورته برابروي؛ كه څه هم يوازي 50 استازو د هغه استقبال وكړ او د هغه شرمناكي كچه وينا ته ئې لاسونه وپړكول او نورو د هغه د خبرو له اورېدو ډډه وكړه؛ او دا ښيي چي سپينه ماڼۍ د امريكا د ولس د ارادې خلاف د دې جنگ تمويل، تجهيز او دوام پر غاړه اخيستى؛ دا جنگ د امريكا جنگ دئ نه د تل ابيب او نتنياهو؛ بلي خوا ته غزه له زمكي، فضاء او بحر محاصره ده؛ فلسطينيان په دې جنگ كي يوازي پرېښودل شوي؛ ځيني عربي هېوادونه د دې پر ځاى چي د فلسطيني مجاهدينو ملاتړ وكړي؛ د امريكا په امر د صهيونستانو پټه او څرگنده مرسته كوي؛ ځيني ئې دومره ذليل شوي چي د نتنياهو د بريا هيله او دعاء كوي؛ خپلو ولسونو ته ئې دا اجازه هم ورنه كړه چي د غزې په حمايت كي غونډي او تظاهرات وكړي؛ حتى د جوماتونو خطيبان او امامان ئې وگواښل چي د غزې له حمايت او هغوى ته د بريا له دعاء هم ډډه وكړي!! دا په داسي حال كي چي د نړۍ په گوټ گوټ كي، د غربي هېوادو پلازمينو او حتى د سپيني ماڼۍ مخي ته په مليونونو خلك؛ په خاصه توگه ځوان نسل ئې د فلسطين په حمايت كي او د تل ابيب او د هغه د غربي حاميانو د جناياتو د غندني په موخه واټونو ته راووتل؛ تظاهرات ئې دومره ستر او پرتمين چي په تاريخ كي ئې مثال نه شو موندلى.
د امت دروند شهيد هنيه؛ د ايران په پلازمېني تهران كي په يوه غلچكي راكټي بريد كي شهيد شو؛ امريكا د دې ستر جنايت په ارتباط فقط دومره وويل چي اسرائيلي چارواكو دوى نه وو خبر كړي!! خو حقيقت دا دئ چي دا جنگ د امريكا په وسلو، پيسو او عملي مشاركت او مرسته روان دئ؛ مهندسي او مديريت ئې د امريكا له لوري دئ. راكټ به د مخكي په څېر د ايران پولي ته نژدې له الوتكي توغول شوى وي او د هدف په استقامت توجيه او رسېدا به ئې د سپوږمكۍ له لاري تر سره شوي وي. دا هر څه يوازي د امريكا په فعال مشاركت تر سره كېدى شي.
اسرائيل كه په تهران كي دا كار كولى شي نو په نورو هېوادو؛ په ځانگړې توگه عربي هېوادو كي تر دې ستر ستر كارونه په آسانۍ كولى شي. د دغو هېوادو د واكمنو له ذلت ډك موقف اساسي وجه همدا خوف او وېره ده.
په اسلامي امت كي يوازي د تركيې جمهور رئيس؛ دا شهامت وښود چي ووايي: "ښايي تركيه به دې ته اړه شي چي له فلسطين د دفاع په موخه سيمي ته ننوځي". او كه دا كار وشي نو په دې كي هيڅ شك نه شته چي د صهيونيزم له شر به ټوله نړۍ د تل لپاره وژغورل شي.
د غزې مجاهدينو او اسلامي امت ته د قرآن دا وينا وريادوم
لَا تَحۡزَنۡ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَنَاۖ
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
حكمتيار