No-IMG

شهید داکترعبدالشکور

پوهنمل عبدالصبور غفورزی

 

 شهید داکتر عبدالشکور د حاجي محمد یوسف زوې په ۱۳۲۸ هـ ش کال د لغمان ولایت مهترلام ښار د کوټای طور په کلي کې دنیا ته سترګې پرانستې وې، کورنۍ يې متدینه او دینداره وه، پالنه یې کاملا په اسلامي اصولو سره تر سره شوه، د ایمان او اسلام اساسي اصول او ارکان یې له ابتدا څخه په ذهن کې کښینول شول او له عملي اسلامي ژوند او اخلاقو سره اشنا شو ، د الله تعالی له خوا د ورکړل شوي لوړ استعداد او ذکاوت په وجه به په مکتب کې هر کال اول  نمره و، په ۱۳۴۸ هـ ش کال د روښان له لیسې څخه فارغ شو او په ۱۳۴۹ هـ  ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب په پوهنځي کې شامل شو، په همدې کال د اسلامي نهضت له تحریک سره اشنا او یو ځای شو، د مشرقي په سطحه د ځوانانو په جذب ، د فکرونو په تنویر او دمبارزې د صفونو په تنظیم کې خورا نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړې، سره لدې چې د طب پوهنځې محصل وو مګر اکثر وخت به  د دعوت په کارونو مصروف و او خورا ډیرې مالي او ځاني قربانۍ یې د دعوت په لاره کې وزغملې، بالاخره په ۱۳۵۳ هـ ش کال د جوزا په میاشت کې د داود مستبد رژیم له خوا د کابل ښار د اسلامي نهضت پورې اړوند دفتر کې ونیول شو، د دهمزنګ زندان تورو کوټو ته واچول شو، چې پدې سره د اسلامي نهضت یو فعال غړی له فعالیت څخه پاتې شو، مګر په زندان کې یې د قرآنکریم او احادیثو حفظ او پوهې ته مخه کړه او تر ډیره پورې برلاسی شو، لدې سره سره د نهضت کارونو ته یې تر خپل توان پورې رسیدګي کوله ، په ۱۳۵۷ هـ ش کال د پلچرخي زندان ته منتقل کړای شو او د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جوزا په اتم تاریخ د اسلامي نهضت له ۱۱۳ نورو مخکښو ملګرو سره یوځای د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

_________________

روح دې ښاد وي او لار یې بې لارویو مه شه.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟