ديکتاتوري؛ د حسينې بدرنګ انجام!
په بنګله دېش کې د استبداد واکمني ړنګه شوه او دا بدرنګه حسينه بهر ته په تېښه بريالۍ شوه. واقعيت دا دی چې د ظلم کاسه تل نسکوره وي، هغه له خپل ګوند پرته نور ټول په يوه ليکه حساب کړي وو او له ټولو سره يې د بربريت او ديکتاتورۍ له دريڅې شخړې کولې، هغه نه يوازې د بنګله دېش اسلامي حرکت بلکه د خالده ضيا په مشرۍ د بنګله دېش ملتپاله ګوند سخت وځپلو او په دې وروستيو کې يې د اسلامي تحريک د بندولو وروستی تصميم هم نيولی و.
حسينې ولسي تنوع عملاً وژلې وه، زغم او تسامح يې غرغره کړی و، او د بنګله دېش ملي هويت يې يوازې د خپلې کورنۍ او ګوند په شعارونو کې راټول کړی و، حسينې د ټول ملک بدرنګۍ راټولې کړې وې او پر ډیري ې خپله ناسته وه، هغه له ټول ملت سره شخه شولانګه کوله او له ملت او د ملت له تنوع سره ټکر دغسې ړنګوونکی انجام لري.
کله چې استبداد حاکم شي نو بيا مرحله په مرحله ملي غوسه د وطن او ملت په ريښو کې همداسې په خاموشۍ غځونې کوي او کله چې قهر لويو شيريانونو ته غځېږي نو په طغيان بدلېږي، د ملي طغيان مخه بيا په زور او جبر نه نيول کېږي.
د حسينې بدرنګ انجام د هغې نه بلکه د يوې زورورې ديکتاتورۍ پرځېدلی انجام دی.