د امريکايي اشغال د پای او خپلواکۍ په مناسبت
آزادې ترلاسه کول يو کرزماتيک عمل دی، کومو قومونو چې آزادي ترلاسه کړې خپل ځانګړی حيثيت او وقار لري، د نړيوالو له لورې خودمختاره او مستقل مزاجه بلل کيږي.
په تاريخ کې هر استعمارګر د خپلو کوربنو مخالفینو په خلاف دلائېلو تراشلو کوښښ کړی چې ترڅو خپل استعمار ته قانوني او اخلاقي جواز ورکړي، خو د تاريخ دا تاريخ دی چې د ازادۍ په مسله کې د انصاف قضاوت کوي، تراوسه په زرګونو قومونو او اشخاصو د آزادۍ لپاره مبارزه کړې او اکثره مبارزين د خپلې زمانې بدنام کړل شوې طبقه وه، ځکه چې د ذهنيت سازي ټول امکانات د اشغالګرو سره وو؛ خو کله چې مبارزينو آزادي ترلاسه کړې او زمانه تيره شوې د دواړو جهتونو دلايل تر خلکو پورې په توازن سره رسيدلي، بيا خلک پوهه شوي چې د اشغالګرو دليل د خپلو مفاداتو لپاره خود ساخته، مغرضانه او د عوامو په ذهن کې جبرا اچول شوی او د آزادۍ دليل د نړۍ تر ټولو قوي دليل وو .
په تير تاريخ کې هر اشغالګر بل هيواد ته د آبادۍ په بهانه تللی، فرانسويانو به ويل چې موږ د افريقا مهذب civilized کولو لپاره افريقا مستعمره کوو، برطانيې به ويل چې موږ د هندوستان د ابادۍ لپاره مستعمره کوو د rudyard kipling مشهوره نظم the white man's burden د امپرياليزم لپاره جواز جوړ کړل شوی وو، بيلجيم د کانګو مستعمره کولو په وخت هم په ياد دليل بسنه وکړه هغوئ به ويل Travail et Progrès - L'union fait la force يعنې کار او پرمختګ - يووالی قوت پيدا کوي، شوروي هم په افغانستان د خپل اشغال لپاره همدا دلايل ويل او په آخره کې امريکا د افغانستان د اشغال کولو لپاره Nation building يا GWOT دليل وکارو، همدا لامل دی چې اروپايانو اشغالګرو په ټوله نړۍ کې د امپرياليزم او اشغال پر ځای د استعمار يا colonialism اصطلاح مروجه کړې وه .
امريکا 7243 ورځې په افغانستان کې پاتې شوه، په دې موده کې د افغانستان هيڅ حياتي مسله نه ده حل شوې، همدا لامل دی چې د امريکا د وتلو نه بعد افغانستان په ټولو حياتي مسايلو کې نيمګړی وو، د وتلو پر مهال يې ۹۰٪ عوام د فقر او ناخواندګۍ لاندې پرېښود .
هيڅ دسې سرمايه نشته چې افغانستان پرې خود کفاء حساب شي، يو معدنيات دي چې هغه هم الله تعالی افغانستان ته ورکړي او امريکا ورته لاسونه موښل، د امريکا د حضور د دوه (۲) ورځو مصرف د افغانستان د بجلي مسله د ټول عمر لپاره حل کولی شوه، امريکايانو د ګيان خيلو يوه يوه ستنه ليدلی شوه، د سالاو او د ګلارام په غرونو کې تر هغه کوچيانو پورې ځان ور رسولی شو چې مسلحو مبارزينو ته يې يوه مړۍ ډوډۍ او لس افغانۍ چنده ورکړې وه خو د کابل په زړه کې يې د ميلياردونو ډالرو غبن او فساد باندې ځان غلی کړی وو، د ډالرو ترڅنګ د وطن معدنياتو او ماليو باندې چور ګډ وو، د ډالرو درياب وو؛ له يوې خوا راننوته له بلې خوا وتلو، کوم خلک چې د درياب په غاړه وو هغوئ ځان خړوب او له درياب سره ووتل، څوک چې ترې لرې وو هغوئ وس د وچ درياب غاړې ته ناست دي .
يو کارمند، جنرال، وزير، رئيس او والي دا جرأت ونکړ چې د دې خيانتونو او فساد پر ضد غږ پورته کړي يا هم يو کتاب وليکي، هر يو په مساوي ډول يوازې د اداري فساد اصطلاح کاروله، نورو ټولو د عادت له مخې غوږونه مړه اچول، هر غل، قاتل، غصب ګر او رشوت خور د خپلو جرمونو جواز لپاره په همدې دليل بسنه کوله چې ( جنګ د ټولو مرضونو مور ده ) ځينې عوامو هم ورسره ټولو جرايمو ته جواز ورکوو، حال دا چې جنګ مشکلات زيږوي خو جرايمو ته جواز ورکول د مجرمانه ذهنيت نښه وي .
په دې حال وطندوستان هم خاموشه وو خو چې کله يې منصب له لاسه ووته ؛ وس د وطن خاورې بويي کوي او مرغانو پسې يې ويرونه کوي.
په کوم دليل چې د نړۍ ۱۹۶ هيوادونه اشغالو شوي په هماغه دليل افغانستان هم اشغال شوی وو، په کوم دليل چې د امريکا په خلاف مبارزه شوې په هماغه دليل ۱۹۶ هيوادونو کې د اشغالګرو په خلاف مبارزه شوې، خپله امريکا په لسګونو کاله د برطانوي او فرانسوي استعمار په خلاف مسلحه مبارزه کړې، نن په ۱۹۶ هيوادونو کې د ازادۍ اتلان ستايل کيږي، په امريکا کې چارج واشنګټن، ويتنام کې "هو چي مين"، کيوبا کې کاسټرو او چيګوارا، هند کې بهګوت سنګ او سوباش چندر بوس، په کانګو کې پيټروس لومومبا، په صوماليه کې حسن عدن وداديد او په الجزایر کې محمدبوضيف، مراد ديدوچ د يادونې وړ دي .
له شک پرته چې ازادي په تاوان ګټل کيږي، موږ هم تاوان وکړ، يادو ټولو هيوادونو ازادي په تاوان ترلاسه کړې خو ښه نکته دا ده چې دې ټولو قومونو د اشغال يعني ابدي تاوان پر ځای موقت تاوان ته ترجيح ورکړه او ابدي ګټه يې غوره کړه .
په دې ټولو هيوادونو کې چې کله اشغال ختم شوی، د ازادۍ لپاره کارکونکي مبارزينو د ډلې شکل ختم کړی او په خپلو عوامو کې بيرته منحل شوي، اوايلو کې خلکو ته تعجب خو وروسته ياد حالت سره عادي شول، هغه خلک چې د اشغال دوستان وو؛ اشغالګرو کوښښ کوو چې په اوله کې يې په خلکو کې منحل او عادي کړي خو د اشغال نه بعد که همدا خلک په خپلو نظرياتو ودريږي په مرور د زمان يې د خپلو عوامو سره واټن پيدا کيږي، ځکه چې د ازادۍ دليل ورځ تر بلې رابرسيره کيږي قوت اخلي او د اشغال دلائل خپل اصل ضعف ښکاره کوي.
وس ځينې ځوانانو لپاره د امريکا په خلاف د مبارزه کونکو اتلولي منل ستونزمن دي، ځکه چې د دوئ اتلولي منل خپل رواني حالت او جوړو شويو نظرياتو سره جنګ کول دي خو تاريخ خپله دا معضله حل کوي، ياد ځوانان سپين ږيري کيږي او مړه کيږي خو د امريکا نه ازادي ترلاسه کولو دليل نور هم قوت اخلي .
تاريخ د فاتحينو کمزورتيا او مفتوحو ښېګڼې پټوي، که نن موږ د فاتحينو پر خلاف هر څومره کنځاوې او دلائل اوايو، چالاکي، بازار تيزي او لفاظي وکړو، مقالې، شعرونه، سندرې، افسانې او ناولونه وليکو، خو دا عبس دي ، بلکه يوازې د خپلې موقتې آنا پرستۍ او ايګو سړول دي، په همدې ترتيب د ټولې نړۍ فاتحينو يا د ازادۍ مبارزينو په خلاف دلايل کم رنګه دي، ځکه چې د ميدان مغلوبه جنګونه په ديوان نشي ګټل کيدای .
نن د نړۍ ټول ليکوالان او مؤرخين په دې متفق دي چې افغانستان د امپراتوريو هديره ده، که موږ هر څومره د دې جملې په خلاف دلايل اوايو خو نړۍ او تاريخ زموږ دليل سره وفا نه کوي، په همدې ترتيب که نن موږ هر څومره اوايو چې امريکا په معاهده وتلې يا يې جنګ نه دی بايللی، دا خبره خو د ذهني روغتيا او صحت لپاره ښه ده خو تاريخ يې راسره د حقيقت په توګه نه مني، ځکه چې که نن موږ سره تاريخ دا دلايل ومني؛ بيا تاريخ مجبوره دی چې له ټولو هيوادونو سره يې ومني او په ټوله نړۍ کې به د ازادۍ تصور ختم شي .
موږ سره دوه لارې دي ( همدا دوه لارې د نړۍ ټولو هغو قومونو مخې ته ورغلې وې چې خپل ملک نه يې اشغال ختم کړی وو)
- په خپلو ناکامه نظرياتو ودريږو او آنا پرستۍ کې مړه شو، يا د خپلې انا پرستي لامله يو بل جنګ ته لاره هواره کړو، کله پرديو ته سترګې ونيسو او کله د خپلو پښې وهو.
- يا دا چې فقط خپله آناپرستي ايګو پريږدو، د يوې اودږې جګړې نه بعد خاموشه دمه وکړو، رواني حالت او اقتصاد ښه کيدو ته پرېږدو، ګټونکي هم ورو ورو خپل وګڼو، لکه څرنګه چې هغوئ په عوامو کې منحل شول همداسې ټول منحل پاتې شو، د نظام د اصلاح لپاره کار وکړو، په اصلاح کولو ستړي نشو او نه د اصلاحاتو لپاره د مخربو اوزارو څخه کار واخلو، بلکه د اصلاح لپاره تر اخره خپل ځان او زيار ولګوو .
ګټونکو مبارزينو ته پکار ده چې په لوئ لاس خپل ځان يوازې نکړي، د عيش او عشرت پر ځای د عوامو درد او تکليفونه درک کړي، ځان پخپله ډله نکړي او نه ځانته مخالفه جبهه جوړه کړي، بلکه د احسان، ترحم او فراخ دلي معامله وکړي، پيغور او تندې رويې نه بايد ځان وساتل شي او ټول عوام په اتفاق اتحاد او د وطن ابادئ ته متوجه کړي، کاميابي په دې کې ده چې بلا امتيازه دي خلک د استعدادونو او ايماندارۍ پر اساس حکومت کې رفته رفته ځای پر ځای کړل شي، د کاميابه حکومتونو يو راز دا دی چې نه ځان له عوامو رابيل کړي او نه له عوامو څخه نورې ټوټې بيليدلو ته پرېږدي .
الله دې دا وطن په امن، اتفاق، اتحاد او اباد لري .
اسد_۲۴