No-IMG

په نړۍ کي سيکولر حکومتونه شته، او تش په نامه جعلي اسلامي حکومتونه

له اسلامي حکومت څخه سيکولرستان کرکه کوي، او هم ترې د اسلامي حکومت جاهل، لارورکي او دروغجن مدعيان او مبارزين.

سيکولرستان د اخلاقي او شخصي آزاديو د محدودولو له وېرې له اسلامي حکومت کرکه کوي. که توان يې ورسيږي، دين به په جامعه کي کاملاً له منځه يوسي. او کله يې چي وسعه ونه رسيږي، بيا نو يو څه حکومتي مظاهر د مذهب مشابه وګرځوي، مګر د حکومتدارۍ، قوانينو او سياسي او اقتصادي کردار برخه يې د يوه غير مذهبي حکومت په توګه مخته ځي. نن ورځ د نړۍ د مسلمانو ملکونو حکومتونه تش په نامه اسلامي دولتونه دي، چي اسلاميت يې د يوه فريب ورکونکي نقاب په څېر کارولى.

 د اسلامي حکومت دروغجن، لارورکي، او جاهل مدعيان بيا له سوچه اسلامي حکومت ځکه وېره لري چي د دوى کاروبار، مشروعيت، انحصار، او مذهبي لوبه بيا له منځه ځي. مجبور وي چي د خپلې سياسي، ټولنيزې او اقتصادي بقاﺀ لپاره تش په نامه جعلي مذهبي حکومت پر خلکو تحميل او وتپي.

غرب له يوه سوچه اسلامي حکومت وېره لري، نه د اسلاميت په دروغجن او فريب ورکونکي نقاب پوښلې جعلي، سيکولر منهجه، انحصار طلبه او ګمراه حکومتداري څخه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک