No-IMG

د جهاد په سنګرونو کى د حکمتيار صاحب برخورد د هغو جنرالانو او عسکرو سره...

يوسف

 

محترم حکمتيار پداسي وخت کي

چى د دوه لکه مسلح مجاهدينو

امير اوپه 80 فيصده خاوره د حزب اسلامي موجوديت وو.

د جنرال شهنواز تڼى د وخت وزير دفاع او د هغه ملګري جنرالان حزب اسلامي ته تسليم شوى وو

خو د حزب اسلامي امير د هغوى سره په ورين تندى، مينه، احترام او د درانه ميلمانه په څير احترام او عزت سره برخورد کوي ـ

بلکه د يوعادى تسليم شوى عسکر سره هم د شفقت او مهربانى برخورد وو ـ

داسي رفتار زمونږ د خوږ پيغمبر ص د هداياتو يوه برخه ده ـ

 

د هغه وخت امنيت:

 

د باجوړ، کنړ تر بدخشان

د سپينې شګى پکتيا تر قندوز

د واڼى وزيرستان تر فارياب

د سپين بولدک تر بادغيس

سره لدې چى جګړه وه توطيې وى،

خو شپه او ورځ په لارو کي امنيت،

په زرګونو مجاهدين او مهاجرين په دښتو او غرونو کي مطمين سفر کاوه

د چا يوه روپى غلا نه کيده،

د چا بې عزتي نه کيده،

 

په زرګونو عرب او عجم مجاهدين ميلمانه به بې غمه او مطمين ګرځيدل، د شوروى يرغلګرو عسکرواو استخباراتو په ميلونو روپى مصرفول تر څو دا ميلمانه بنديان اونيسي

خوپه هغه وخت کي د مجاهدينو واقعي امنيت ډير مضبوط وو ـ

 

يو ځل ما سره د اروپا تللى د ترکى ميلمانه چى ډيرى روپى مو بوجى کى راسره وى د سپين بولدک څخه د ارغنداب په لور محترم الحاج سرکاتب صاحب د حزب اسلامي ولاىيتى جهادي امير ته ور روان وو لاره کي هيڅ مشکل نه ووـ

اولس او ويښ مجاهدين خپل حقيقي امير المجاهدين کي دا صفتونه بايد وګورى:

-د جهاد په سنګر کي د مجاهدينو ترڅنګ،

-په سياسي ميدان کى د خپل حريف، رقيب، مخالف هيوادوال سره حتى دښمن ته خبرو او بحث ته جرات او حاضر وي

-په علمى اوفرهنګى ميدان کى حداقل دقلم خاوند وي

-په اجتماعى غونډو اومجالسو کي د عام اولس سره ناسته ولاړه ولري

د جمعى مونځ خطبه او امامتى خپله ادا کړى شي،

زمونږ خوږ او مدبر پيغمبر ص خپل د امت مشرانو ته همدا هدايت د قيادت صفات؛ په ميراث پري ايښى دي٠

رسول الله ص به د يهودو، نصارى، منافقينو دښمنانو سره په جرات، اوچت اخلاق، تحمل په احترام او اکرام خبرې اومعامله کوله ـ

دا عمل؛ ((مخ پټ،غيب، عدم حضور، ناڅرګند، نامعلوم، د مخالف دوست او دښمن سره خبرې نه کول، د عام اولس ملاقات پټ))

نه درسول الله ص وو

نه د خلفاى راشده

او نه هم د امام ابوحنيفه رح وو

اونه هم د اوسنى زمانى رئيس جمهوران

الله تعالى دى په افغان کړيدلى اولس

دا امتحان هم په خير تير کړىـ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک