
زېری؛ سره له ګڼشمېر ناخوالو او محدودیتونو، قدرمن حکمتيار صاحب په تېرو درې میاشتو کې شل بېلابېل عنوانه کتابونه ليکلي
زېری
قدرمن معزز مشر د افغان ملت د تېرې نيمې پېړۍ په سیاسي تاریخ کې تل د یو نوښتګر، متحرک او اغېزمن شخصیت په توګه راڅرګند شوی. نوموړی که څومره هم د حالاتو په پېچ او خم سرګردانه شوی خو خپل ثبات او حوصله يې نهده بايللې او آرام نهدی ناست شوی، بلکې راتلونکي نسل ته يې د خپل ښېرازه فکر خواږه د ښو علمي او تحقيقي کتابونو په بڼه ډالۍ کړي، او دا څه موږ ته رازده کوي چې ستر انسانان که څه هم په خورا ستونزمنو حالاتو کې وي، بيا هم د خپلو وړتیاوو او إرادو په څرګندولو کې خاصه دلچسپي لري، چې نوموړی هم له دې قاعدې مستثنیٰ نهدی.
سره له ګڼشمېر ناخوالو او محدودیتونو، ښاغلي حکمتيار په تېرو درې میاشتو کې شل بېلابېل عنوانه کتابونه ولیکل، چې دا واقعاً یو ستر شاهکار او ستره کارنامه ده. ياد کتابونه نهیوازې د هغه د علمي او فکري زحمت محصول دی، بلکې دا ګواهي هم له ځان سره لري، چې ستر انسانان حتّٰی د بلها شمېر سیاسي محرومیتونو په شتون کې هم خپل رسالت له پامه نهغورځوي او مخته يې وړي.
د نوموړي دا وړ نايابه او بېبېلګې علمي، سياسي او فرهنګي هڅې، نهیوازې د هغه د سیاسي او فکري مبارزې او تاریخ غوښنه برخه جوړوي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د يوې اغېزمنې او مثبتې فکري مبارزې غوره بېلګه او تګلاره ثابتېدای شي، چې څنګه په نامناسبو شرائطو کې خپل سپېڅلي اهداف تعقيب او له ظالمانه او تپل شویو محرومیتونو سره اغېزمنه مقابله وکړي.
د پورتنۍ مقدمې پر اېښودلو سره ټولو داخلمېشتو او بهرمېشتو ورونو ته زېری ورکوو، چې ډېر ژر به د قدرمن مشر نوي چاپ شوي کتابونه ستاسو تر لاسونو در ورسېږي. هغه ورونه چې په بهر کې اوسي، هغوی به يې إن شاءالله ژر تر ژره د همدې زېری له خپرېدو سره هممهاله په سافټ بڼه ترلاسه کړي.