هر خاموش انسان له ځواب ویلو ناتوانه نه وي
دا ادب نه دی چې د خلکو احساسات وپاروئ او په دليل کې ووایاست:
زما په زړه کې چې څه دي، هماغه مې په خوله دي.
آرام... آرام
ځکه چې د زړه د خبرو د بيانولو او د بېاحترامۍ ترمنځ لوی توپیر شته دی.
په دې بايد ټول پوه اوسو چې:
هر خاموش انسان له ځواب ویلو ناتوانه نه وي.
ځینې خاموشي د دې لپاره کوي چې ثواب وګټي.
ځینې ځکه غلي پاتې کېږي چې پوهیږي خبرې کول ګټه نه لري.
ځینې د غصې په وخت کې د دې لپاره خاموشي غوره کوي، ترڅو بل څوک ونه ځوروي.
هر څوک چې خاموشه وي، داسې نه ده چې د ځواب ویلو توان نه لري، بلکې د ډېرو خلکو ښه تربيت د هغوی مجبوريت وګرځي.
ژباړه
چوپتيا
له_بلې_زاويې