
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
نړۍ وال شرکتونه د خپلو توليداتو او صادراتو په مرسته ستا د هېواد بازار اشغالوي.
د طبيعي منابعو د استخراج نړۍ وال شرکتونه د هېوادونو منابع په وړيا بيه لوټوي او د استخراج معاوضه هم د هېوادونو مفسدو چارواکو او خاينو تجارانو ته په واک کي ورکوي.
نړۍ والې پياوړې کرنسۍ ستا د هېواد د پيسو ارزښت له منځه وړي.
ستا د هېواد وارداتي تجاران د هېواد بازار له بهرنيو توکو در ډکوي.
نړۍ والې رسنۍ ستا د هېواد د وګړو نظريات او رأيې تشکيلوي.
ژورنالستان يې د جاسوسانو په څېر معلومات راټولوي او روابط جوړوي.
انټرنټ د فکري اشغال يوه بهترينه وسيله ده. غربي فلمونه، سندرې، ډرامې، سپورټي لوبې، ګيمونه، نه صرف د تجارتي توکو په توګه بلکې دا هر څه د افکارو د مغشوشولو او د فکري او کلتوري يرغل برخې دي. فلمي او موسيقۍ ستوري، مشهور ژورنالستان او تحليلګران وغيره د عامو ذهنيتونو د تسخيرولو آلې دي.
بهرني سفارتونه د ارتباط او نمايندګۍ پر ځاى د جاسوسۍ شبکې وي. په يوه هېواد کي د راتلونکي لپاره خپل همنظره همکاران په ګوته کوي.
سيکولرستان، په فوځ کي نفوذي اشخاص، غربي فکر او ګټو سره روان سياسي او مدني تحريکونه، داخلي رسنۍ، تحليلګران، د بېلابېلو بنسټونو کليدي اشخاص، دا ټول په ګوته کوي، ارتباط ورسره پالي، د خپلو ګټو لپاره يې تمويلوي او بيا کاروي، بهرنۍ پروژې د همدوى په لاس کي ورکوي، ترڅو يې وفاﺀ او تعهد ترلاسه او په اقتصادي لحاظ پياوړي او په ټولنه کي تأثير ګزاره کړي.
د بهرنيو دولتونو او نړۍ والو بانکونو قرضونه پخپل ذات کي د اشغال ذرايع او د دولتونو د را لاندي کولو وسايل دي. فاسد او کمزوري دولتونه د پيشرفت په طمع د سترو پروژو د قرضونو په ډنډ کي غرق کړي چي بيا ترې خلاصون نشي موندلى.
او کله کله بيا په ځينو پروژو کي کمزوري دولتونه او حاکمې ډلې ښکېلې کړي، د مزدورانو په څېر ترې کار اخلي، لکه له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه چي له پاکستاني فوځ په څو ملياردو ډالرو کار اخلي او له ط. ډلې د 40 مليوني اونيزو کڅوړو په نامه چي خپل کار ترسره کوي، مګر دا کڅوړې بې نتيجې ندي، دا ټولې د زهرو پيچکاريانې دي چي د کمزورو هېوادونو په دوامداره اشغال کي له غرب سره مرسته کوي.a