
مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمیسیون غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې او د یوه خپلواک هېواد په توګه له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړیکو په اړه بحث وشو.
✒️: د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې روزا اوتونبایوا د کندهار د والي له مرستیال سره کتلي دي. سرچینې لیکلي، په دغه کتنه کې د یوناما مشرې د کندهار له ولایتي مسوولینو سره د نشه یې توکو د بدیلو کښتونو په ګډون پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي. د کندهار ولایتي مسوولینو د یوناما له مشرې څخه د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.
✒️: د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او کابل له دوحې سره په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی. ارګ لیکلي، ښاغلي کبیر دغه څرګندونې په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردف القاشوطي سره په کتنه کې کړي او د افغانستان په اړه یې د قطري چارواکو په همکارۍ په دوحه کې د راتلونکې غونډې ستاینه هم کړې ده.
په دغه کتنه کې په کابل کې د قطر سفارت سلاکار څرګنده کړه چې قطر هڅه کوي د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي او په بانکي برخه کې د افغان ځوانانو د ظرفیت د لوړولو په موخه لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
✒️: هېواد ته د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې راستنېدل!
د فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر د کابل په هوايي ډګر کې د طلوعنیوز خبریال ته ویلي چې، د فوټبال د ۱۷ کلنو د ملي لوبډلې راتلونکی پروګرام، د اسیايي اېاېفسي (AFC) کپ سیالیو کې ګډون دی چې، په کمبودیا کې ترسره کېږي.
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه بورډ د غوراوي کمېټې د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ په موخه چې، په هندوستان کې به ترسره شي، ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړی دی. په دغه نوملړ کې حشمتالله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام عليخېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمتالله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمسالرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.
✒️: د مرکزي بانک سرپرست د قطر سفارت له مستشار سره په کتنه کې ویلي چې، د افغانستان بانک د نړۍ د ټولو هېوادونو له مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو او مناسبو اړیکو غوښتونکی دی. نور احمد اغا او مردف القاشوطي د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا، پر ډیجیټلایزېشن یا د برېښنایي بانکوالۍ پر پراختیا او پر ظرفیت لوړونې خبرې اترې کړې دي. د دغه بانک د خبرپاڼې پر بنسټ، مردف القاشوطي په دغې کتنه کې له مرکزي بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
✒️: د کابل سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې شاوخوا يوه مياشت کېږي چې په دغه ولسوالۍ کې د شپې مهال وسله والي غلاوې زياتې شوي دي. د سروبي اوسېدونکي وايي چې د شپې مهال وسله وال غله کورونو ته ننوځي چې له پيسو او قيمتي توکو نيولې تر غواګانو، وزو، اوړو او غلو دانو پورې هر څه له ځان سره وړي.
✒️: وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل صهيونيست به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 33 فلسطینی کشته و 66 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
بر اساس این بیانیه، شمار قربانیان حملات 325 روزه اسرائیل به نوار غزه به 40 هزار و 435 نفر و شمار مجروحان نیز به 93 هزار و 534 نفر افزایش یافته است.
نیروهای اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 2 قتل عام انجام دادند.
✒️: راپورونه کاږي چې حزب الله پر اسراییلو د سلګونه توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
بلخوا؛ اسراییلو ویلي چې ۱۰۰ جنګي الوتکو یې پر لبنان بریدونه کړي څو د حزب الله بریدونو ته ځواب ورکړي.
راپورونو کې راغلي چې دغو بریدونو کې لبنان کې درېیو تنو ژوند بایللی، خو اسراییلو کې مرګ ژوبله نه لري.
✒️: د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې؛ دمکرن لویه لاره کې د ایراني د زیارت کوونکو یو بس کندې ته لوېدلی چې له کبله یې ۱۱ تنه مړه او ۳۸ نور ژوبل دي.
راپورونو کې راغلي چې پېښه د موټر چلوونکي بې پامۍ او تېز سرعت له کبله رامنځته شوې ده.
✒️: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر خپله اېکسپاڼه کاږلي چې د یاد سازمان له متخصصینو سره به په ګډه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون ارزونه پیل کړي.
بېنېټ دا څرګندونې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون ته په غبرګون کې کړې دي.
✒️: د امریکا، قطر او مصر ترمنځ د غزې لپاره د اوربند او برمته وګړو د ازادېدو مذاکرات د اسراییلو له لوري د نویو شرطونو د وړاندیز له کبله کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
ورته مهال اسراییلي ځواکونو غزه کې زرګونه کورنۍ اړې کړې څو خپلې سیمې پرېږدي.
✒️: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې د غبرگو وسله والو بریدونو په نتیجه کې له ۶۰ ډیر کسان وژل شوي.
د راپورونو له مخې د پنجاب - بلوچستان پر لاره وسله والو کسانو له موټرو خلک ښکته کړي او د دوی له شناخت کارتونو تر لیدلو وروسته یې شاوخوا ۲۵ تنه وژلي او لسگونو موټرو ته یې اور اچولی.
همداراز په بلوچستان کې د ایران - پاکستان پر ریل پټلۍ د چاودنې له امله ۶ تنه وژل شوي او پدې ریل پټلۍ تک راتگ متوقف شوی دی.
بلخوا بیا په گوادر، پسني، قلات او یو شمیر نورو سیمو کې هم وسله والو پر پاکستاني سرتیرو او پولیسو بریدونه کړي دي.
د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د پنجاب - بلوچستان په لاره یې هغه پاکستاني پوځیان وژلي چې ملکي کالیو کې یې سفر کاوه.
✒️: آصف علی درانی نماینده ویژه پاکستان برای افغانستان در ایکس گفته است که با اندریکا راتواته معاون یوناما در پیوند به مسایل افغانستان، بهویژه اوضاع بشری و ارایه کمکهای بینالمللی، گفتوگو کرده است.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییل د غزې تړانګې په مرکز کې د دیر البلح سیمې د تخلیې امر ورکړی دی.
دا حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د اسراییل وروستیو تخلیو د فلسطینیانو، ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو سختې نیوکې راپارولې دي.
✒️: د خوړو نړۍوال پرګروام وايي، په افغانستان کې تر مېلیون زیاتې مېندې او ماشومان د دغه پروګرام د بودیجې د کموالي له امله له مرستې بې برخې شوې دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، افغان ښځې تر نورو زیاتې د بودیجې د کمښت له امله زیانمنېږي.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په بنګله دېش کې د سېلابونو له امله ۲۰ تنه مړه دي.
د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د موسمي ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې ۵ اعشاریه ۲ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي هم دي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو نوي وزیر عباس عراقچي ویلي، په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه د ایران ځواب به "کره او سم سنجول شوی" وي.
عراقچي پر اېکس لیکلي، تهران په سیمه کې د کړکېچ زیاتولو په لټه کې نه دی.
✒️: رویټرز خبري اژانس وايي دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي چې اسراييلي ځواکونو اعلان وکړ چې د یوه لوی برید د شنډولو په موخه یې د لبنان فضا ته ۱۰۰ جېټ الوتکې استولې دي.
راپور زیاته کړې چې دغه سرحدي بریدونه په تېرې لس میاشتنۍ جګړه کې تر ټولو لویې نښتې ګڼل شوې دي.