مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې بریټانیوي روزونکي اشلي ویسټووډ له خپلې دندې استعفا کړې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین طلوعنیوز ته وایي، اشلي ویسټووډ افغانستان کې د بانکي ننګونو، د بودیجې نشتوالي او د نوموړي د څو میاشتو حقوقو د نه ورکړې له امله له خپلې دندې لاس په سر شوی دی. اشلي ویسټووډ د افغان لوبډلې له روزنې تر استعفا وروسته سم د لاسه د هانکانګ د فوټبال له لوبډلې سره قرارداد کړی دی.
✒️: د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د "ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز" د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه نن (پنجشنبه د وږي اتمه) ازبیکستان ته سفر وکړ.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې د"ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز" نن د ملا عبدالغني برادر، د ازبیکستان لومړي وزیر، د اذربایجان د مرستیال لومړي وزیر او د قزاقستان او قرغیزستان د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.
✒️: د هوا پیژندنې ادارې سبا او بل سبا په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کنړ، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوگر، وردگ، بامیان، دایکندي، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، اروزگان او کندهار ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.
✒️: د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو د کموالي له امله شکايت کوي.
دوی وایي، روغتونونه ورڅخه لرې دي او د اړتيا پرمهال د ناروغانو په انتقال کې له ستونزو سره مخ کېږي.
دوی غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې د ستونزې حل لپاره ورته روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات 328 روزه اسرائیل به غزه به 40 هزار و 602 نفر رسید.
✒️: وزارت امور خارجه چین: (حملات اسرائیل در کرانه باختری) چین با اقداماتی که تنشها را تشدید میکند مخالف است و هرگونه حمله علیه غیرنظامیان را محکوم میکند.
✒️: د امریکا دفاع وزارت وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ګڼو وسله والو ډلو ځالې جوړې کړې دي او دوی همدارنګه د داعش ډلې ګواښ له پامه نشي غورځولی.
د پنټاګون وياند پت رایډر خبري کنفرانس کې وويل، د امريکا لپاره له ترورېزم سره په مبارزه کې دا موضوع د محور په توګه مهمه ده. نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «طالبان اوسمهال پر افغانستان کمزورې واکمني کوي او په دې توګه هلته د واکمنې ادارې په توګه، په ښکاره ډول د داعش له ډلې سره توپیر لري، خو هلته نورې ډېرې ترهګرې ډلې هم شته چې همدا اوس په افغانستان کې مېشتې دي، نو موږ به د دې پراخې سیمې څارنې ته دوام ورکړو.»
✒️: اسلام اباد کې «د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز» پخپل وروستي راپور کې ويلي، د تېر کال په پرتله سږ کال پاکستان کې د ترهګریزو بريدونو له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې ده. د راپور جزييات وايي، تېره جولای مياشت کې ۷۹ بريدونه شوي، چې ۱۰۸ کسان پکې وژل شوي او له ۷۰ زيات ژوبل شوي دي. همدا يوه ورځ وړاندې بلوچستان کې، بلوڅ بېلتون غوښتونکو په څلورويشت ساعتونو کې د ۱۳۰ پاکستاني عسکرو د وژلو ادعا وکړه، چې په دې سره دغه ګراف ښايي ۹۰ سلنې ته لوړ شي او دغه تلفات د دې راپور برخه نه ده.
✒️: د راپورونو له مخې، د جاپان په سویل ختیځ کې توپان، شدېدو بارانونو او د ځمکې ښویېدنې له امله ۳ کسان مړه او ۴۰ نور ژوبل شوي.
راپورونه زیاتوي، توپان د شاوخوا نیم میلیون خلکو برښنا پرې کړې او زرګونه کورنۍ یې د بې ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړي.
✒️: د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي.
محسن نقوي د یوناما د مرستیال انډریکا رټواټه په مشرۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره کتنه کې دغه راز ویلي، هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او زیاتوي چې پاکستان په دغه برخه کې هر ډول همکاري کوي.
انډریکا رټواټه د افغان کډوالو او دوحې غونډو په برخه کې د پاکستان رول ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې ملګري ملتونه له افغان چارواکو سره د کډوالو ستنېدو په اړه په ګډه کار کوي.
✒️: د غزې په خان یونس کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي دي.
ځایي خلکو رویټرز ته ویلي، اسراییلي ځواکونه له ټانکونو سره تېره ورځ (چهارشنبه د وږي اوومه) په ناڅاپي توګه د خان یونس مرکز ته ننوتلي او له خلکو یې غوښتي چې د دغه ښار له ختیځه و وځي.