No-IMG

آیا د امر بالمعروف پر قانون نیوکه په اسلام نیوکه ده؟

په وروستیو کې چې د امر بالمعروف قانون د فرمان په وسیله نافذ شو، د ط د ویاند له قوله وویل شول چې که څوک پدې قانون نیوکه وکړي، دا داسې ده لکه په اسلام یې چې نیوکه کړې وي.

لومړی؛ دا چې د دې قانون اکثریت مواد، د اسلامي فقهې اختلافي موارد دي. حنفي فقه په آسانۍ، تعقل او ټولنیزه تجربه درېدلې ده، دا فقه او مذهب تر بل هر مذهبه د نوې نړۍ سره د تعامل ډېره وړتیا لري خو له بده مرغه پدې قانون کې په ټولو اختلافي مواردو کې سخت دریځ ته ترجیح ورکړل شوې چې دا نه یوازې د حنفي فقهې له طبیعت سره ټکر لري بلکه د نبي علیه السلام د تګلارې سره هم ټکر لري. عائشه رضی الله عنها فرمایي چې نبي علیه السلام به د دوه چارو تر مینځ هغه ته ترجیح ورکوله چې هغه به آسانه و، خو نن سبا پالیسي دا ده چې هغه څه ته ترجیح ورکول کیږي چې هغه سخت وي ځکه چې د دوی په تعبیر د فتنې زمانه ده باید احتیاط وشي! ما د اصولو څومره کتابونه چې کتلي د احتیاطو کوم باب مې پکې پیدا نکړ. که کیسه د سد ذرائعو شي بیا به خپله ملا دومره ملامت شي چې کلي کې به نور ځای نلري.

دویم؛ دا چې موږ د شریعت بې شمېرې تفسیرونه لرو. دا ټول تفسیرونه بشري دي. له کومې ورځې چې نبي علیه السلام وفات شوی، له هغې راهیسې چې شریعت تفسیر شوی تر ننه پورې دا ټول تفاسیر د غیر معصوم بشر له خوا شوي، هېڅ یو د دې مفسرینو د الله له لوري د تائید کوم سند ندی راوړی چې زما تفسیر سم دی که نه دی. ټول بشري تفاسیر د خطا او ثواب امکانیت لري. که څوک پدې مختلف فیه تفاسیرو کې د یوه څخه انکار وکړي او بل ومني، دا هېڅ ډول مخالفت د شریعت ندی، هېڅ ډول ګناه پرې مرتبه نده بلکه د شریعت سره مخالفت دا دی چې ته خپله رایه، خپل تفسیر سره له دې چې پوهېږې چې د عامه مصلحت او حکمت سره مخالفه ده، په زوره په خلکو ومنې بیا ووایې چې د امیر څخه په مباحاتو کې اطاعت واجب دی!

  زه وایم چې امیر د مملکت او دین د مصلحت خلاف روان وي او پرېکړې یې عامه دیانت ته د ګټې په ځای زیان ورسوي، نړۍ کې اسلام ته د میلان پر ځای په خلکو که له اسلامه د کرکې باعث وګرځي او د اسلامي دعوت په لاره کې د ناوړه نمونې په توګه هر چېرې مثال کې راوړل شي، د هغسې امیر څخه د اطاعت پر ځای احتجاج کول په خلکو واجب ګرځي.

هر با وجدان ملا باید دې یوه سوال ته ځواب ورکړي چې د دې قانون له تنفیذ سره به د خلکو تر مینځ دیانت ته میلان ډېر شي که به له دین څخه د تنفر باعث وګرځي؟ زه دغومره وایم چې اوس مساجدو کې د ځوانانو هغه جوش ختم شوی کوم چې د جمهوریت په وخت کې د ټولو امنیتي تهدیدونو سره سره و.

 دا سوال له ځانه سره ځواب کړئ که مو وجدان درته وویل چې دا د اسلام په خیر دی، پلی یې کړئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک