No-IMG

ام المؤمنين بي بي خديجه رض

خلک ناست وو، نبي علیه السلام مبارک ودرېد خلک یې غلي کړل، دې وخت کې یوه زړه بوډۍ را روانه وه امسا یې په لاس کې وه  تکیه یې پرې لګوله، نږدې وه چې په ځمکه وغورځي.  نبي علیه السلام ور پورته شو، خپل څادر یې ورته وغوړاوه.

دا د مکې د فتحې ورځ وه.

 ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها فرمایي چې نبي علیه السلام به ورسره کله وژړل او کله به یې وخندل. نبي علیه السلام ام المؤمنین عایشې بي بي ته وفرمایل: اې عایشې!  دا بوډۍ د خدیجې رضی الله عنها ملګرې ده نوم یې حوله ده، چې کله به یې د خدیجې سره د ملګرتیا د وخت خبره را یاده کړه وبه یې خندل نو ما به هم وخندل او چې د خدیجې د مرګ خبره به یې را یاده کړه نو و به یې ژړل نو ما به هم ورسره وژړل.

بي بي عایشه رضي الله عنها په غصه شوه او رسول الله صل الله علیه وسلم ته یې وفرمایل چې خدیجه، خدیجه او خدیجه!

ستا له ذهن څخه نه وځي، تا ته له خدیجې بهتره بي بي الله ج درکړې (هدف یې ځان وو). نبي علیه السلام مبارک ورته وفرمایل: ای عایشې، داسې نه ده د خدیجې نه هیڅوک نشي بهتر کیدای، هغه وخت چې ټول خلک کفار وو خدیجې په ما ایمان راوړ، خلکو پریښودم خدیجې مې ملاتړ وکړ او د ضرورت په وخت کې یې خپل مال هم راکړ او....... دې وخت کې بي بي عایشه رضی الله عنها په خپلو خبرو پښیمانه شوه او ویې ویل: ای د الله ج رسوله ماته بخښنه وغواړه. نبي علیه السلام مبارک ورته وفرمایل چې تر هغې درته بخښنه نه غواړم تر څو دې خدیجې رضی الله عنها ته بخښنه نه وي غوښتي..

محمودالحسنات، جمعې خطبه.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک