د « پنجده » اشغال
پنجده د ستراتيژیک اهميت او ښکلا له کبله پاموړ او خورا شنه سیمه ده ، د غزنويانو په دور کې پنجده د نن پغمان او اريوب په څېر تکه شنه سيمه وه ، تر هغه دور وروسته هم ياد سيمه همداسې ښکلې پاتې وه ، سلطان مسعود غزنوي له ترکانو سره په جګړه کې تر ماتې وروسته په همدې سيمه کې تم شو ، ددې معنا داده چې دې سيمې ستراتېژیک اهميت هم لاره . دا سيمه له ترکمنستان سره په پوله پرته او مرغاب ته نيږدې موقعيت لري .
139 کاله وړاندې چې پر دې سيمه د روسانو لخوا د يرغل تابيا کېدله ؛ امير عبدالرحمن خان په راولپنډۍ کې له انګرېز حاکم
( لرد فرین) سره ناست ؤ ، له هغه يې دا ډاډ هم واخيست چې پر پنجده باندې د روسانو د يرغل په صورت کې به انګرېزان له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ وي !!
دنومړي دې ډول کاذب اطمئنان عبدالرحمن خان اغفال کړ ؛ ځکه خو يې هوري سربازانو ته سپارښتنه وکړه چې د انګرېزانو له هدايت پرته د روسانو خلاف نظامي غبرګون ونه ښيي !!
د 1303 سپوږميز کال په سخت ژمي کې روسانو افغان ځواکونو ته خبرداری ور کړ چې پنجده روسانو ته خوشې کړي ؛ هغه مهال قوماندان غوث الدین لوګری له يو زر نفرو سره په پنجده کې خزه وو ، نوموړي له انګرېزانو سره د مخکنيو پرېکړو له مخې اړيکه ونيوله او د هغوی له پرتو ځواکونو يې مرسته و غوښتله ؛ خو انګرېزانو يې نه يوازې لاس نيوی ونه کړ لاچې وسله يې هم ورنه کړه !! بالآخره تر درې مياشتې خونړۍ جګړې وروسته د جمادي الثاني په 14 مه نېټه ، د پنځه سوه افغانانو تر سر ښندنې وروسته ، پنجده د روسانو په ناپاکو لاسونو اشغال شوه ، او تر ننه يې بيا هيچا هم پاڼه وانړوله !!
په 1358 هجري لمريز کال روسانو په همدغسې نيت يو ځل بيا پر افغانستان حمله وکړه ، د روسانو اعلی قوماندان الکساندر مايوروف کاږي چې ؛ « د روسانو نيت دا ؤ چې افغانستان د شوروي اتحاد په 16 جمهوريت بدل کړي » !! که مجاهدينو مقاومت نه وای کړی ؛ نو اوس به زموږ د هېواد برخليک د پنجده په څېر ؤ او روسي واکمنانو به پرې راج چلاؤ .
لاندې انځور دهمغه قوماندان غوث الدین خان دی ، چې د پنجده په جګړه کې له پنځه سوه افغانانو سره شهيد کړی شو .