No-IMG

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اتباع به څنګه کوو؟

پرون مې په لیکنه کې لنډ غوندې ویلي و چې د نبي علیه السلام ځینې کردارونه محض انساني افعال و. هغه په یوه ځانګړې ټولنه کې د تاریخ په یوه ځانګړې موده کې اوسېدو، هغه په ټوله معنا د خپلې زمانې پیداوار و. هغه د خپلې زمانې جامې اغوستې، د هغه زمانې په فرهنګي چاپېریال کې رالوی شوی و، د هغه زمانې مروج مهارتونو باندې پوهېدو او د هماغه زمانې د ارزښتونو پر اساس یې په خپله ټولنه کې د امین لقب ګټلی و.

کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړه وړه وګورو، د هغه ځینې تصرفات د عربي ټولنې د یو وګړي په توګه دي، ځینې کړه وړه یې د قوم د یو مخور په شان دي، ځینې افعال یې د یو ستر رهبر د لارښونو په شان دي، ځینې کردارونه یې د خاوند، پلار او نیکه په توګه دي. او بالاخره یو ستره برخه د هغه د ژوند، هغه د ده د نبوت سره تړلي کړه وړه دي چې د هغې په ترڅ کې به هغه د دین پیغام خلکو ته رسولو.

ځکه خو داسې ډېر پېښ شوي چې صحابه کرامو به له نبي علیه السلام څخه پوښتنه کوله چې دا خبره د وحی پر اساس کوې که د خپلې تجربې پر اساس؟ که هغه به وحی وه دوی به نور په کې څه نه ویل، که هغه به د انساني تجربې پر اساس وه، دوی به بیا خپل نظر او مشوره ورکوه.

د عمر رصی الله عنه په وخت کې عراق فتح شو، داصحابو ځینې مشران، لکه حضرت سعد ابن ابی وقاص او حضرت بلال رضی الله عنهم حضرت عمر ته راغلل چې عراق په مونږ باندې وویشه. هغه وېل ولې یې درووېشم؟ هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله یهودیان له خیبره وشړل، د خیبر ځمکې یې په اصحابو ووېشې. عمر رضی الله عنه چې د فقاهت لویه هستي وه ورته یې وویل چې زه یې نه وشم! که نبي علیه السلام هم ژوندی وی نه یې دروېشلې. د خیبر کوچنۍ ځمکه وه، زه چې عراق په تاسې ووېشم د عراقیانو نسل نسل به ستاسې غلامان وي، زه دا نکوم! هماغه و چې حتی دا ګنګوسې جوړې شوې چې عمر رضی الله عنه خو د سنتو خلاف دی! ځکه دغسې نورې پېښې هم د هغه څخه نقل شوې. خو هغه پوهېدو چې د خیبر وېش د یو قائد جایزه خپلو عسکرو ته وه، دا د وحی دستور نه و چې هر ځای دې نیولو هغه په خپلو کسانو وېشه!

اوس کیسه دا ده چې که د نبي علیه السلام اتباع کوو، د سنتو په پېژندنه کې د عمر رضی الله عنه په شان درایت باید پیدا کړو چې دا تفکیک وشو کولی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم فعل د کوم حکمت له وجې ترسره کړی و. موږ یوازې د هغه افعالو په ترسره کولو مامور یو کوم چې ده منحیث د نبي او رسول ترسره کړي. هغه کړه وړه چې ده منحیث د یو تاریخي انسان، رهبر، خاوند... ترسره کړي، که چېرې موږ یې د ثواب په نیت ترسره کوو، فضیلت لري خو مامور ورباندې نه یو. لکه د همدې عمر رضی الله عنه زوی، عبدالله بن عمر رضی الله عنه، هغه پدې اتباع کې دومره افراط کولو چې مدینه کې یوه ونه وه، چې کله به نبي علیه السلام یې تر لاندې تېرېدو، خپل سر به یې ټیټ نیولو، وروسته کلونو کې هغه ونه ووهل شوه، هېڅ نه وه، خو ابن عمر به چې کله له هغې ځایه تېرېدو، د نبي علیه السلام سره د مینې له وجې به یې خپل سر ټیټولو، خو پدې هر څوک پوهیږي چې دا کار یوازې د مینې له وجې هغه کولو نه د رسول الله د اتباع لپاره! البته دې کیسو کې پلار او زوی اختلافونه هم درلودل له هغې به تېر شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک