د مظلوم فلسطين قضيه کي؛ ذليل د اسلامي نړي حاکمان او په ځانګړی ډول عربي نړي مشران دي
ويل کيږی چې دري کسان سره يو ځاي کي راټول شول!
لمړي وویل: زه ډير بي انسانيته ،پست، لعنتی او ذليل انسان يم
دوهم وویل: زه له تا هم زيات بي انسانيته ، لعنتی ،ذليل او پست انسان يم
دريم يي وويل: زه له تاسو دواړو زيات بي انسانيته ، پست ، ذليل او لعنتی يم
دري واړو په خپل منځ کی وویل: څرنګه ثابته کړو چې مونږ بي انسانيته ، پست او ذليل يوو.
لمړي وویل: زه ثابتوم چې څرنګه بي انسانيته ، لعنتی او ذليل يم ، هغه لاړه يوه ضعيفه او مفلوجه ښځه او ماشوم يي په لغته ووهل تر څو هغوي وغورځيدل بيا يي تر هغي وهل چې دواړه په وينو شول او بي هوشه شول او بيا راغي او وویل: تاسو وليدل چې زه څومره بي انسانيته او ذليله يم..
دوهم وویل: زه له تا ډير ذليل او لعنتی يم هغه لاړه په هغه ښځه او ماشوم يي اوبه واچولې چې په هوش راشي چې کله په هوش راغلل په زخمونو يي ورته مالګې وشيندلې او بيا بيا يي تر هغي ووهل چې دوباره بي هوشه شول او بيا يي وويل: ومو ليدل ما تاسو ته ويل چې له تا زيات بي انسانيته او ذليل يم ..
دريم وویل: زه له تاسو دواړو زيات بي انسانيته ، ذليله ، لعنتی او پست یم ځکه چې دا ښځه زما مور او ماشوم مي اولاد دي.
هغه ضعيفه ښځه او ماشوم فلسطنيان دي
لمړي ذليل ، لعنتی ،پست او بي انسانيته صهيونيست اسراييل دي
دوهم پست، ذليل ، لعنتی او بي انسانيته امريکا ده
دريم لعنتی ، پست ، ذليل او بي انسانيته د اسلامي نړي حاکمان او په ځانګړی ډول عربي نړي مشران دي