No-IMG

عبدالمنعم صالح چي په شیخ محمد احمد الراشد مشهور وو

انا لله وانا اليه راجعون

اسلام هیڅکله د استعمار مصنوعي کرښو ته ارزښت نه ورکوي؛ نه مسلمان په دغو کرښو کي محدود پاته کېدلی سي؛ شهید سید قطب رحمه الله فرمایي چي څوک د استعمار پر کرښو ایمان ساتي هغوی دي د اسلام خبره نه کوي. اخوان المسلمین د همغه اسلام پر لور دعوت کوي او په دې لړ کي ئې تر کوچنیو جعرافیو تل تجاوز کړی دئ.

عبدالمنعم صالح چي په شیخ محمد احمد الراشد مشهور وو او په همدې نوم ئې د اسلام ادبیات غني کول؛ له فاني نړۍ څخه سترگي پټي کړې. انا لله وانا الیه راجعون

نوموړی ۸۶-کاله وړاندي د عراق په بغداد کي زېږېدلی وو؛ خو د عراق جغرافیې د هغه ستر شخصیت یوازي تر ځانه محدود نکړی سو؛ نوموړی د عراق د اخوان المسلمین څانگي له مشرانو څخه وو. فعلاً په مالیزیا کي مېشت وو او هملته وفات سو.

دې عظیم نړئوال داعي په لسگونو کتابونه تألیف کړي وو؛ د معاصر تاریخ په برخه کي ئې ډېر جالب او مستند استدلال کاوی؛ ما ئې یو کتاب د مصر د وروستۍ کودتا په تړاؤ د "الردة عن الحریة" تر مطالعې وروسته "له آزادۍ تېښته" په عنوان وژباړی او نوی مستقبل خپرندویي ټولني چاپ کړ؛ په دې کتاب کي نوموړی د کودتا پر نوعیت او څرنگوالي، د عربي هېوادونو، اسرائیل، امریکا او نورو پر ملگرتیا جالب او مستدلل بحث کړی دئ؛ همداسي ئې په دې کرکجنه لوبه کي د ایران منفي نقش هم نه دئ نظر اندازه کړی. د دې تر څنگ ئې د الأزهر شریف مشر شیخ احمد هم ښه سم نقد کړی دئ؛ د هغه تېروتنو ته ئې په پوره وضاحت سره اشاره کړېده؛ او د کودتا او معاصر فرعون پر ملاتړ او ډارن سکوت ئې هغه غندلی دئ.

حق پرست داعي د خپل رب حضور ته ولاړی؛ موږ په پسې یو... إنا لله وانا إليه راجعون، اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف، و أدخله الجنة مع الأبرار.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک