
مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین پر اېکس لیکلي چې د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له چارسمبالي، رابرټ ډېکسن سره یې کتلي دي.
ښاغلي شاهین زیاته کړې چې په دغه کتنه کې یې د روان وضعیت، له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل او ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزي کابل کې د چین د سفیر له مرستیال، باو ژو هوی سره کتلي دي. په دغه کتنه کې ښاغلي ستانکزي د چین له مرستو او همکارۍ مننه کړې او د دوه اړخیز اړیکو پر دوام او پراختیا یې ټينګار کړی دی.
اخوا ښاغلي ژو هوی بیا په افغانستان کې د پانګونې په موخه د چینايي پانګوالو د هڅونې ترڅنګ ټینګار کړی چې په نړۍوال سټیج به له اسلامي امارته ملاتړ ته دوام ورکړي.
✒️: د ملګرو ملتونو امنيت شورا له ادرسه په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د امنيت شورا دوو دايمي غړو د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون په اړه رد رايه ورکړې او د طالبانو دغه قانون يې د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.
ټاکل شوې وه، امنيت شوره د اګست پر ۲۱ يا د زمري مياشتې پر ۳۱ د طالبانو د امر بالمعروف قانون غندلو په اړه يوه اعلاميه خپره کړي، خو د يادې شورا د غړو د اختلاف له وجې د اعلاميې خپرېدل ځنډول شوي دي: «د امنيت شورا دوو دايمي غړو يې مخالفت کړی دی.»
اعلاميه کې د دغو دوو مخالفو غړو هېوادونو نومونه نه دي ذکر شوي، خو پکې ويل شوي، چې روسيې او چين د دغه پرېکړه ليک د خپرولو مخالفت کړی او د امر بالمعروف قانون يې د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.
✒️: فارن پالیسی گزارش داد که حضور گروه القاعده در افغانستان به دلیل عدم مقابله امارت اسلامی با گروههای تروریستی افزایش یافته است.
این نشریه به نقل از مسئولان اصطلاح جبهه مقاومت ملی افغانستان، نوشت که القاعده در سال ۲۰۲۴ بیش از ۹ اردوگاه جدید «تروریستی» در افغانستان تاسیس کرده است.
✒️: رئیس کمیسیون حقوق بشر مجلس ترکیه: نقض حقوق اویغورها ادامه دارد.
دریا یانیک، رئیس کمیسیون حقوق بشر مجلس ترکیه در گفتگو با خبرنگار آنادولو با اشاره به افزایش اسلام هراسی در سطح جهان، گفت که نقض شدید حقوق اویغورها همچنان ادامه دارد.
✒️: شمار قربانیان حملات اسرائیل به غزه به 40 هزار و 819 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 33 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 67 تن دیگر نیز زخمی شدند.
✒️: راپورونه کاږي چې فلیپین کې سېلابونو او ځمکې ښویېدنې ۱۴ کسان مړه او سلګونه کورنۍ یې زیانمنې کړې دي. راپورونه زیاتوي چې دغه پېښه په کاسي ګورن ښار کې رامنځته شوې ده.
✒️: ازبيکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تاشکند به د روانې سپټمبر میاشتې له ۳مې تر ۶مې د دوو مهمو غونډو کوربه وي.
د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې "د شانګهای همکاریو سازمان د غړو او ناظرینو د لسمې نړۍوالې علمي او عملي غونډې" او "له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو سازمان دویمې غونډې" موخه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د نظر تبادله ده. په دغه غونډه کې به له افراطیت سره د مبارزې او د غړو هېوادونو امنیت ته له نویو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د یوې واحدې مفکورې او تګلارې پر رامنځته کولو او د نړۍوالو همکاریو پر ښه والي هم خبرې وشي.
✒️: د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، حماس غورځنګ اعلان کړی چې له جون میاشتې راهیسې یې اراده ده چې که اسراييلي ځواکونه په غزه کې د دوی پوستو ته نږدې شي، له یرغمل شویو سره به د نوې سټراټيژۍ لمخې چلند وکړي.
د دغه راپور لمخې، دغه خبرداری وروسته له هغې ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې په رفح ښار کې د شپږو اسراييلي یرغمل شویو جسدونه وموندل شول.
✒️: رویټرز خبري اژانس د کرملین ماڼۍ له قوله ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منګولیا ته سفر کړی دی.
د راپور لمخې، پوتین داسې مهال منګولیا ته سفر کوي چې د اوکراین حکومت او د جرمونو نړۍوالو محکمې د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده.
✒️: د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، ۱۲ وینزویلایي رسنۍ د خبریالانو له نیول کېدو او پر هغوی د فشارونو له زیاتېدو وروسته د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړ شوي ویاندویان او خبریالان کاروي.
راپور کې راغلي چې د دغه کار موخه د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو امنیت ساتنه ده.