فقه د اخلاقو په بیه!
دا څو ورځې د ملا دین محمد ودیوګانې ډېرې ښکته او پورته کیږي. که رښتیا ووایم زه یې په اورېدو شرمېږم. لکه په دین کې چې د سره بل بحث نه وي، یوازې همدا چټیاټ دي چې ښکته او پورته کیږي. په همدې اړوند دا څو کرښې لیکم.
د اسلام په تاریخ کې ناڅاپه داسې یوه دوره راغله چې د فقهې علم پر اخلاقو، تزکیې، کلام او فلسفې غلبه ومونده، عالم به هغه ته ویل کېدل چې په فقه به ښه پوهېدو او پرهېزګاره به هم هغه و چې خپل کړه وړه به یې د فقهې د معیارونو سره برابر و. تر ټولو ناوړه څه چې له دې سره رواج شول هغه دا ګمان و چې فقه د انسانانو د کړو وړو اړوند ټولو پوښتنو ته ځواب ورکوي! له همدې وجې د فقهې او فتاواو کتابونه ټول له دې مباحثو ډک دي چې بولې به څه ډول کوې! استنجا به څه ډول کوې. یو ځلې د پوهنتون دوره کې په حنفي فقه کې د فرضیاتو په هکله بحث وشو، استاد ویل چې په یو ځای کې حتی دا یې لیکلي و چې که د یو چا تناسلي آله په تندي کې وي نو د هغې سره به څه کوو! موږ ټولو وخندل، دې کې زموږ په ټولکي کې یو مفتي صېب و، افغانستان کې ښه مشهور وکیل مدافع هم و، هغه کلک نښتی و چې پدې مه خاندئ، کراچۍ کې دغسې یو کس پیدا شوی و چې آله یې په تندي کې وه، دا افتخار دی چې زموږ فقهې دا وړاندوینه کړې!
زما ټولګیوال به لیکنه لولي، که درواغ وي، غږ دې وکړي.
همدې فقه ځپلي حالت ته په کتو، امام غزالی احیاء علوم دین کتاب ولیکلو. دا کتاب ټول په اخلاقو او تزکیه نفس باندې لیکل شوی. ځکه د دین او انبیاو د راتګ یو دلیل دا و چې « لیزکیکم و یعلمکم الکتاب..» تر څو تاسې تزکیه کړي او کتاب دروښیي. علما وایي چې تزکیه مهمه ده ځکه یې اول ذکر کړې. بیا امام غزالي دې کتاب ته ځکه د «احیاء علوم دین» نوم ورکړی و چې په هغه عصر کې هم خلکو ته دا ګمان پیدا شوی و چې دین یعنې فقه! غزالي د کتاب له عنوان سره دا پیغام ورکولو چې نه، دین یعنې اخلاق، دین یعنې د نفس تزکیه! د نفس تزکیه پدې نه راځي چې لمانځه کې دې ټول فکر دې ته وي چې کوم ځای کې د فقهې له خط کشۍ څخه و نه وځې. بلکه دې ته مو باید پام وي چې په کوم حضور لمونځ کوې. څومره خشوع او خضوع په لمانځه کې لرې، څومره خدای ته د نږدېوالي، خوف او رجا تجربه درته کیږي. امام غزالي د احیاء علوم دین په مقدمه او متن کې څو څو ځلې بیا د فقه څپنې دې ستونزې ته اشاره کوي. اوس که پوښتنه وکړم چې زموږ څو ملایانو «احیاء علوم دین» لوستی یا یې تدریس کړی یا یې خپلو شاګردانو ته د هغې د مطالعې توصیه کړې، نا امېده به شی!
نن کټ مټ همدا وضعیت دی، مدرسه کې یوازې فقه تدریس کیږي، هغه هم په داسې غیر اخلاقي انداز تدریس کیږي چې د تقوا په ځای په ط العلم کې سپین سترګي پیدا کوي.