No-IMG

دا د اروپايي هيواد اتريش يا اسټريا پخواني ريس جمهور thomas klestil دي

هغه د 1992 څخه تر 2004 پوري د يو طاقتور هيواد ولسمشر وو

په دري اطاقو لرونکي يو فليټ کي د ولسمشرۍ مخکي ، د ولسمشرۍ پر مهال او له ولسمشري ورسته په مجموعی ډول څلويښت کاله استوګن وو...

هغه په خپل عمري سوانحو کي ليکلي ، د ولسمشرۍ څخه مخکي مو د همسایه ګانو او بلډنګ نورو استوګنو سره ډير ښه تعلقات او راشه درشه درلوده ليکن له ولسمشري پر مهال مي محسوس کړه چې همسایه ګان او بلډنګ اوسيدونکي زموږ څخه خفه ښکاري ، مونږ سره څوک,, هيلو هاي,, يعنې سلام کولو لپاره هم تيار نه ول ، زما ميرمن هر کور ته ولاړه چې د لامل پوښتنه وکړي چې ولي خلک خفه دي؟  معلومه شوه چې سهار او ماسپښين پر مهال چې کله حکومتي موټر دفتر او کور ته زما د وړلو او راوړلو لپاره راځي يو څه عادي شور کاوه چې دغه شو يوه اندازه د ځينو د استراحت مزاحمت کاوه او ځينو ويښو هم دا د موټر معمولي شور نه خوخاوه..

له دغي ورځي ورسته ما خپل دفتر ته وویل زما سورلۍ ګاډي به نور نه راځي او دولس کاله زه به شهري ميټرو بس کي دفتر تللم او راتلم ، د بس سټاف په ليفټ کي به مي هره ورځ له خلکو سره ملاقات کاوه ، او ما د خپل ملت سره د ملاقات څخه ډير خوند اخيست .

دغه ډول حکمرانانو له امله اتريش نن د نړي 12 سرمایه داره ترينو هيوادونو کي شميرل کيږي ..

له بده مرغه زموږ چې هرڅوک تير څو نظامونو راهيسي تر ننه حتي د وزيرانو او ريسانو د ګاډو خپل خپل قطارونه وي ، چوکونه او لاري ورته بنديږي ، چې هر څوک قدرت ته ورسيږي لا مياشت تيره نه وي چې پاخه کورونه واخلي ، دري څلور ودونه وکړي ، تجارتونو او بلډنګونو مالک شي..

بس فرق دومره دي چا ته چې مونږ  کافر وايو هغه د خپل هيوادوال حتي په خوب او ويښه مزاحمت نه کوي ليکن مونږ بيا که طبعيت مو خراب شي په خپلو هيوادوالو يي خيژوو.. (بلا استثناء)

ورونو: حقيقت چې څومره هم تريخ وي بايد ويي منو...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک