د انسانانو الله سره رابطه وي، دا رابطه مخفي او قلبي وي
ځينو خلکو رابطه ختمه کړې وي او دومره يې هيره کړې وي چې د قلبي رابطې کيفيت ترې هير وي، حتی تصور يې هم نشي کولی.
خو د مومن انسان رابطه په مختلفو کيفياتو کې وي، کله خوشحاله کله خفه کله نادم کله اميد او کله دوه متضاد حالتونه رامنځته شي .
ځينې وخت يو مومن په يوه ګناه کې حصار شي او بيا الله ته سوال کوي چې يا الله ما له دې ګناه نه وباسه تر څو ستا اطاعت وکړای شم .
دا يو ډېر ستر کشمکش وي چې اول مومن د ګناه انحصار ماتوي او د الله قربت ترلاسه کوي او که اول الله مرسته کوي او انسان پرې ځان د ګناه له انحصاره ځان وباسي .
په دسې وختونو کې الله پاک په دوه طريقو مرسته کوي، اوله دا چې يو مصيبت کې دې مبتلا کړي تر څو جبرا دا انحصار درباندي مات او ځان ته دې متوجه کړي .
دويم دا چې د ګناه کولو موقع درته سخته کړي .
په دې دواړو حالتونو کې د مومن لږې مبارزې او همت ته خبره پاتې شي .