No-IMG

کابل - کندهار لویه لاره؛ د ټېکه دارانو وژونکي تلَـکي

تېره ورځ له کابله کندهار ته تلم؛ مازدیگر څلور بجې روان سوم او د شپې درې نیمي بجې کندهار ته ورسېدم؛ د لاري په خطرناکو ماتو سویو پُلـچکانو کي مي په خپلو سترگو درې موټران لوېدلي ولیدل؛ یو سور رنگی فلډر وو، بل بای فور او یو بل موټر چي شپه وه او سم مي ونه ليدی؛ تر دې وړاندي مي په کابل کي د گڼ شمېر ورته پېښو په اړه واورېدل... دا د بې پرواهۍ، غیرِ مسلکي توب او غفلت انتهاء ده... دلته د هغو لویو موټرانو یادونه نه کوم چي یا به پنچر سوي او یا به هم په خَـټو کي بند سوي ول؛ ځکه هغه بیا هم د توجیه وړ کېدلی سي.

که دا نیوکه وکړو چي ولي ټوله لار له منځه یووړل سوه او یوازي پر محدودو ساحو کار شروع دئ په داسي حال کي چي مَنـی او ورپسې ژمی او اوبه راورسېدلې؟! بیا به مسافر او موټران په ورځو ورځو په خاورو خټو کي بند پاته کېږي. ځیني به مو د دغو پوښتنو له امله حتماً د غيرِمسلکي توب او بې خبرۍ په عنوان ملامت کړي... ځیني خو اوس هم وایي دغو شرکتونو ته د ۷-اوو میاشتو وروستی مهلت ورکول سوی دئ. دا همغه ناقصې قصیدې دي چي هر مؤید ئې د خپل یار په دفاع کي زمزمه کوي...

پر دې نږدې ۵۰۰-کلومیتره اوږده لاره چي اوس تر کار لاندي ده؛ پر مکمله لار ما حتٰی یو شعار، بـېـنر، علامـتي لوحـه، نښه او یا نعره ونه لیدله؛ په داسي حال کي چي ورپسې کتلي مي هم دي... د کار ساحه یوازي هغه وخت پېژندلی سئ چي یا دوړي او مَټ بادېږي، یا کاریگرو ځانـته نږدې ساحه آبپاشي کړې وي، یا تور ډامبـر اچول کېږي او یا مو هم د تعمیراتي شرکت وسائل تر سترگو نسي!

د هر پُلچک په مخکي خاوره په داسي شکل ایښودل سوې چي موټر ډېر هوسا ورپورته کېدلی سي؛ موټروان چي له خامې څخه د موټر د ټیرونو د ساتلو په هدف نيمگړي جوړ څړک ته راپورته سي نو د کارگرو او محافظینو له وېري سرعت ډېر کړي؛ په همدې وجهه اکثر وخت موټروان پر دغو خاورو په ډېر سرعت سره ورپورته سي او آخوا د پلچک پر بله څنډه او یا هم هغه ته لاندي ور ولوېږي... د تعمیراتي شرکتونو دغه ابتکار ته د لارې موټروانان د تلَـکې اصطلاح کاروي.

زه د دغو شرکتونو وړتیـا او یا بچت پالیسي ته حیران یم!

یو بــېـنر، لوحه او یا زېـړه پلاسټیکي رسۍ به څومره قیمت ولري؟! لوحه به لا مصرف کوي خو یوه کوچنۍ پلاسټيکي پټۍ چي "توقیف" پر ترسیم سوی وي؛ غالباً تر پنځوس افغانۍ به لوړ قیمت ونه لري... د لاري ټول پلچکان که ۱۰۰۰-زر دانې وي چي دومره نه دي او دواړو خواوو ته ئې په لس/شل مترۍ کي داسي رسۍ ولگول سي؛ نو د دې ټول مصرف تر یو لک افغانۍ نه اوړي... تر دې خو زیات مصرف وروسته د همدغو خاورو پر لېري کولو راځي... دا قیمت که بیا پر دغو شرکتونو تقسیم سي نو څومره به وي؟! بیا دومره لا أُبالي د څه لپاره؟!

د دغو شرکتونو د څار لپاره کوم ترتیبات نیول سوي؟! آیا د تفتیش یا څار افسران یوازي د دوی د کار نوعیت څاري او که هغوی هم غافل دي؟! د دوی د ناقصي کارکردگۍ له امله په لسگونو انسانان ژوند له لاسه ورکوي او یا معذور کېږي... داسي څارونکی چي دغو کوچنیو ضروریاتو ته ئې پام نسته هغه به د څړک کیفیت څنگه ارزوي؟! د دوی د تشخیص او ارزوني معیار څه دئ؟! اوس ویلی سم چي یوازي د تعمیراتي شرکتونو په ارتباط نه بلکي د څارونکو افرادو پر صلاحیتونو به هم نیوکه بې ځایه نه وي!

دا همغه د سَچِن ټِـچکُولې څړک سو! په یوه فلم کي د یوه څړک ټېکه دار (سچن) خپل مزدور پر دې ووهي چي ولي معیاري څړک جوړوي؟! بیا د نصیحت په بڼه ورته وایي: په دې هېواد کي چي څومره ټېکه داران او بِــلډران سرمایه دار سوي دي هغوی ټولو خپل مکمل ژوند د یوه څړک پر جوړولو تېر کړی؛ هغوی هر ځل همدا یو څړک رغوي او چي بیا ژر خرابېږي نو دوی ئې بیا بیا رغوي... د کابل - کندهار د څړک د ټېکه دارانو حالت همغه ټېکه دار ته ورته دئ.

یقیناً موټروانان تېروتني کوي؛ اوصول نه مراعاتوي؛ د هغوی د تېروتنو له امله هم ځیني پېښي ترسره کېږي؛ څو ورځي وړاندي د همداسي یوه ناپوه موټروان پښه یوه جاهل د سزا په ډول په وهلو ټکولو ور ماته کړې وه. ځکه موټروان هغه څړک ته ورپورته سوی وو چي کار ئې لا هم بشپړ سوی نه وو؛ په دې هېواد کي خو هسي هم څوک قانون نه پېژني؛ نو ځکه ئې هملته د پښې ماتولو پرېکړه ورباندي کړې وه. په هر صورت دغه تعمیراتي شرکتونه باید هغه بنیادي اوصول مراعات کړي چي د تعمیراتو لپاره مهم دي؛ دوی باید د خلکو پوهول جاري وساتي؛ دلته یقیناً ناپوهي ډېره ده؛ خو په دې دوی برائت نسي تر لاسه کولی...

همداسي د څار مسؤلین!

تر ټولو ډېـر ملامت دوی گڼم؛ ځکه شرکتونه خو د بچت هیڅ یو چانس له لاسه نه ورکوي؛ ناقص کار، بې توجهي او نور ورته افعال کوي او دا د هر تجارتي شرکت اولویت وي چي څنگه کولی سي پروژه آن تر اټکلونو هم په ټیټه بیه سرته ورسوي؛ په همدې موخه ئې د کار کوونکو، انجینیــرانو او افسرانو تر منځ مسابقه پیل وي... خو دوی څه شی او څنگه څاري؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک