No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏محمد یونس مهمند معاون اول اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در دیدار با تاکایوشی کورومایا سفیر جاپان در کابل، درباره راه‌های توسعه روابط بازرگانی میان افغانستان و جاپان، بحث و گفت‌وگو کرده است.

 آقای مهمند در این دیدار خواستار ایجاد یک دهلیز جدید ترانزیتی از طریق ولایت ولادیوستوک روسیه به جاپان شد. در این دیدار بر نیاز رفع موانع موجود در مسیر تجارت، از جمله تسهیلات ویزای تجاری، برای افزایش تعاملات تجاری بین دو کشور تاکید شد.

سفیر جاپان نیز از سکتور خصوصی افغانستان خواست تا با هم‌کاری بیش‌تر، روابط اقتصادی میان دو کشور را تقویت کنند.

: ‏د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمیسیون غونډه وشوه.

غونډه  کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال محمد ابراهیم صدر هم ګډون درلود چې د وروستیو سیاسي او امنیتي پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په سپیدار ماڼۍ کې په دغه غونډه کې په بهر کې د میشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او د افغان کډوالو لپاره د لازم چمتووالي په اړه هم بحث شوی دی.

: ‏د پنجشېر والي د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له محتسبانو غوښتي چې، په دغه ولایت کې له خلکو سره «نېک چلند» وکړي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون په دې اړه ویلي چې، د دغه ولایت والي د هغه څلور ورځني سیمینار په پای کې چې، د دغې ادارې کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت د نوي قانون په تړاو روزنه ورکول کېده، د امر بالمعروف د نوي قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

: ‏د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې ناسته کې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي له امله د رضایت ښودلو سربېره، له افغانستان سره د جاپان د مرستو د ډېروالي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په موخه له یوناما سره د کاري ګروپ په اړه خبرې شوې دي.

: ‏رئیس‌جمهور ایران یکشنبه عازم نیویورک می‌شود.

مسعود پزشکیان، رئیس‌جمهور ایران یکشنبه، 22 سپتامبر به‌منظور حضور و سخنرانی در مجمع عمومی سازمان ملل متحد، عازم نیویورک خواهد شد.

: ‏شمار قربانیان حملات اسرائیل صهيونيست به غزه به 41 هزار و 252 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 26 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 84 تن دیگر نیز زخمی شدند.

: ‏راپورونه کاږي چې اسراییلو د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له کبله یې ۳۸ فلسطینیانو ژوند بایللی او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

ورته مهال؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا غزه کې د اوربند ټینګولو هڅو په موخه مصر ته سفر کوي.

: ‏د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هغه افغان کډوال چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري - خپل هېواد ته به واستول شي.

نوموړي یوې خبري غونډې ته ویلي چې ناقانونه کډوال باید قانون مراعات کړي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان بس پاکستان ته تللی او هلته یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر عاصم منیر سره کتلي دي.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او همدارنګه اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

: ‏د زمبابوې د ځنګلونو ادارې مسوولان وایي، دغه هېواد غواړي، چې د لوږې کچې د ټیټولو په موخه ۲۰۰ فیلان و وژني او غوښه یې د وچکالۍ له امله پر ځپل شویو ټولنو و وېشي. د افریقا سوېلي برخه له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې وچکالۍ ځپلې، چې ۶۸ مېلیونه خلک یې د کرنې کمښت له امله د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

تر دې وړاندې نمېبیا هم د لوږې کچې ټیټولو په موخه ۸۳ فیلان وژلي وو.

: ‏د امریکا پوځ د تېرې دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د افریقا په لویدیځ کې له پراته هېواد، نایجیر یې خپل ځواکونه ایستلي دي. د رویټرز د راپور پر بنسټ، د نایجیر پوځي حکومت په اپریل میاشت کې امریکا ته خبرداری ورکړی و، چې خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

: ‏د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین امر کړی چې د دغه هېواد پوځ دې له ۱۸۰ زرو، ۱ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.

رویټرز خبري اژانس د کرملین ماڼۍ له لوري د خپاره شوي فرمان له قوله ویلي، د روسیې ټول وسله وال ځواک دې ۲ اعشاریه ۳۸ میلیون ته لوړ شي چې یو نیم میلیون پکې باید یوازې سرتېري وي.

راپور زیاتوي که روسیه د پوځ شمېر یو نیم میلیون ته لوړ کړي دا به له چین وروسته د نړۍ په لوړ شمېر پوځ بدل شي.

: ‏د هند بهرنیو چارو وزارت پدې هیواد کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه یي څرگندونې د نه منلو بللي او ویلي یې دي «هغه هیوادونه چې د اقلیتونو په اړه خبرې کوي باید خپل ریکارډ ته وگوري

تر دې مخکې آیت الله خامنه یي پر خپلې اکس پاڼې لیکلي وو: «که په میانمار، غزه، هند او یا کوم بل ځای کې د مسلمانانو له کړاوونو څخه غافل وو ځان مسلمان نشو گڼلی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک