د سترې مبارزې اتل صایم صاحب دنګ منار ونړېد
عبد الصبور غفورزی
د دوو جهادونو سنګر او فکری مبارزې دنګ چنار ونړېد
زما ورک اتل صایم صاحب له دی نړی کوچیدلی خپل روح يي سپیڅلی رب ته سپارلی
د اسلامي تحریک کړیدلي او ارمانجن لاروي صائم صاحب په یاد کې:
د لغمان ولایت مبارز او مجاهد شخصیت حاجی صاحب غلام دستګیر (صائم صاحب) د اسلامي دعوت او د کمونیزم او سیکولریزم پر خلاف د اوږدې مبارزي له کړاونو ډک ژوند څخه وروسته پر ملکوتي سفر له دنیا رخصت شو، د اسلامی مبارزاتو له پیل څخه د شهید مولوي حبیب الرحمن همسنګره ملګری و، شهید مولوی صاحب خپله او ټول ملګري یې د داود رژیم په پیل کې هجرت ته مجبور کړای شول، صائم صاحب د همدې لومړۍ قافلې غړی و، او د هغه نظامي عملیاتي ډلې غړی و چې په متعددو ولایاتو کې په (١٣٥٤) هش کال تر سره شول، خپله بیرته پاکستان ته ستون شو خو پلار او کورنۍ يې د وخت حاکم له خوا زنداني او تعذیب شوه، په دې عملیاتو کې د صائم صاحب رول اساسي و، تر عملیاتو پنځه ورځې دمخه پلار مې د خط په ذریعه له صائم صاحب معلومات وغوښتل چې زه ولاړم او د خط ځواب مې پلار ته راوړ، په سبايې صائم صاحب خپل زوی محمد آصف راولیږه، چې نوی معلومات يې راوړل او د عملیاتو بل کلیدي عضو ملا سحرګل شهید جامې او نور امانتونه يې له مونږ څخه یووړل.
صائم صاحب د ثور له کودتا وروسته د مجاهدینو لومړني (١٣) کسیز ګروپ غړی و چې د چترال او نورستان له لارې تر یوې میاشتې زیات اوږده او ستونزمن سفر وروسته د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ ته ورسیدل او د اسلام او کمونیزم تر منځ مقدسه جګړه پیل شوه چې صائم صاحب يې تر پایه پورې فعال غړی پاتې شو.
نوموړی د ډیرو نیکو صفاتو خاوند و لکه: سالمه عقیده، تقوی، حلم، تواضع، أمانتداري، صبر، فقیرانه ژوند، له علم او علماو سره مینه، استغناء او نور ... همدارنګه له هر رنګه قومي، سکتوري او ژبني تعصب څخه پاک شخصیت و له نورو جهادي تنظیمونو او أشخاصو سره یې ښې اړیکې لرلې او د خپلمنځي وحدت لپاره یې هڅې کولې.
د یادونې وړده چې د صائم صاحب ورور غلام سخي واثق د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي محصل چې د تحریک خورا فعاله غړی و له ده سره یوځای د (٥٤)هش کال د نظامي عملیاتو ګډونوال و چې تر عملیاتو وروسته ونیول شو، لومړۍ له نورو ملګرو سره د کابل په دهمزنګ او بیا د پلچرخي زندان کې په ابد حبس زنداني و، چې د ١٣٥٨ هش کال د جوزا په ٨ د اسلامی تحریک مخکښانو (١١٣) کسیز ګروپ سره په یوه شپه تر یو سلسله مسلحانه مقاومت وروسته په شهادت ورسید.
د(٥٥_٥٨)هش کالونو ترمنځ مې د دهمزنګ زندان کې د پلار او تره ترڅنګ د دوی ځینې ملګری هم لیدل، له هغه جملې یو هم واثق صاحب و، د ده سپین، نازک، لوړ او نورانی څهرې تصویر مې اوس هم په سترګو کې دی، نوموړي هم د شهید مولوی حبیب الرحمن او ورونو یې: عزیزالرحمن، فضل الرحمن او تره زوی یې ګلرحمن او نورو لسګونو زندانی ملګرو په څیر د مجردۍ په حالت کې بې له کوژدې او واده د شهادت جام نوش کړ.
د صائم صاحب، واثق صاحب او نورو شهداوو ملګرو روح دې ښاد وي، لاره یې له لارویو ډکه او آرمانونه یې محقق شه.
انا لله و انا الیه راجعون.