د اورښت او یخنۍ راتلونکی څپه / موج بارندگی و سردی پیشرو
د اورښت اوسنی څپه له پرون راهیسې زموږ په هیواد کې فعاله شوې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درېیو ورځو کې به د هیواد په شمال ختیځو سیمو کې د باران او په مرتفعو غرنیو سیمو کې د واورې سبب شي.
په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، بامیان، لوګر، غزني، میدان وردګ، غور، بغلان او پروان ولایتونو کې د باران اورښت امکان شته (لکه څنګه چې په نقشه کې په شنه او آبي رنګ ښودل شوي).
د تودښو درجه څومره ټیتږی؟
په دویمه نقشه کې د سه شنبی او چهارشنبی ورځو لپاره د یخنۍ تر ټولو ټیټه درجه ښودل شوې ده. هغه سیمې چې په آبي رنګ نښه شوي، ترمنفی ۵ درجې یخنۍ تجربه کوي، او دا سیمې زیاتره د بدخشان ولایت په لوړو غرونو کې دي.
شنه رنګ د تودښو تر ۳ سانتي ګرېډ درجی پورې ښيي چې د هیواد په مرکزي لوړو سیمو کې پراخه ساحې تر پوښښ لاندې راولي.
ژېړ او نارنجي رنګونه د ۱۰ څخه تر ۲۵ سانتي ګرېډ پورې د حرارت درجه ښيي، چې د هیواد شمال او جنوب برخې پکې شاملې دي.
دغه معلومات ښايي د هیواد بزګرانو ته په دې کې مرسته وکړي چې د خپلو مېوو حاصلات ښه مدیریت کړي. باید یادونه وشي چې د باران او یخنۍ څپه موقتي ده او راتلونکې اوونۍ کې به تودوخه بیا تر نورمال حالت لوړه شي.
---
موج بارندگی و سردی پیشرو:
موج بارندگی از دیروز در کشور ما فعال گردیده و قرار است تا ۳ روز دیگر در شمال شرق کشور باعث بارش باران و در ارتفاعت باعث برف باری گردد.
احتمال بارندگی در ولایات بدخشان، نورستان، کنر،لغمان، پنجشیر، بامیان، لوگر، غزنی، میدان وردک، غور، بغلان، و پروان ( طوری که به رنگ آبی و سبز نشانی گردیده است) میرود.
آیا خطر یخبندان نیز میرود؟
در نقشه دوم سردترین درجه حرارت که در روز های ۳ و ۴ شنبه احتمال دارد اتفاق بیفتد نشان داده شده است.
ساحات به رنگ آبی تا منفی ۵ درجه سردتر خواهد شد، این ساحات بیشتر در ارتفاعت ولایت بدخشان قرار دارد.
رنگ سبز درجه حرارت تا ۳ درجه سانتی گیرید را نشان می دهد که ساحات وسیع در ارتفاعات مرکز کشور را تحت پوشش قرار می دهد.
رنگ زرد و نارنجی درجه حرارت بین ۱۰ تا ۲۵ درجه سانتی گیرید را نشان می دهد که شمال و جنوب کشور شامل آن می گردد.
این معلومات شاید دهاقین کشور را در مدیریت حاصلات میوه شان کمک کند. قایل یادآوری است که موج بارندگی و سردی موقتی است و هفته آینده درجه حرارت دوباره گرمتر از حالت نورمال می گردد.