ټاپي پروژه؛ ځغلنده کتنه!
شير خان
ټاپي پروژه (TAPI) د یو ستراتیژیک نل لیکي پروژه ده چي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، او هند ترمنځ د طبیعي ګازو انتقال لپاره پلان شوې ده. دا پروژه په ۱۹۹۰مو کلونو کي پیل شوه، خو په رسمي توګه یي تړون په ۲۰۱۰ کال کې د یادو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو. د ټاپي پروژې موخه د ترکمنستان له "ګالکینیش" ګاز میدان څخه ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسول دي.
د ټاپي پروژې شالید:
د ټاپي پروژې په اړه لومړی نظر په لومړي ځل په ۱۹۹۵ کال کي وړاندي شو کله چي ترکمنستان د خپلو پراخو طبیعي ګازو زېرمو ته د نړیوالو بازارونو د موندلو هڅي پیل کړې.
نړیوال ملاتړ: ټاپي پروژې د سیمهییزو او نړیوالو ادارو ملاتړ ترلاسه کړی، په ځانګړي ډول د اسیا پراختیایي بانک (ADB)، چي مالي او تخنیکي ملاتړ ئې په غاړه اخیستی.
د پروژې تړون او لاسلیک او د نل لیکي اوږدوالی او مسير: په ۲۰۱۰ کال کي د څلورو هیوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، او هند) ترمنځ تړون لاسلیک شو، چي له مخي ئي د ۱۸۱۴ کیلومترو په اوږدوالي نل لیکه د جوړېدو په پلان کي شامله شوه.
ټاپي نل لیکه له ترکمنستان څخه پیل، د افغانستان له هرات، فراه، هلمند، او کندهار سیمو څخه تېرېږي، بیا پاکستان ته ننوځي او په آخر کي هندوستان ته رسېږي.
افغانستان ته ګټي: افغانستان به د دې پروژې له لاري د ترانزیټ حق په توګه کلني شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي. همدارنګه د ګازو ۵ سلنه برخه به د انرژۍ اړتیاوو لپاره ورکول کېږي. همداراز لسګونو زرو کسانو ته به د روزګار په برابرولو کي مهم رول ولوبوي.
سیمهییز امنیت او همکاري: دا پروژه د سیمي په کچه د اقتصادي پرمختګ او سیمهییزي همکارۍ لپاره یوه مهمه هڅه ده چي د افغانستان په ګډون د ټولو غړو هیوادونو لپاره اقتصادي او سیاسي ثبات زیاتوي. ټاپي پروژه د سیمي لپاره یوه تاریخي او ستراتیژیکه هڅه ده چي د انرژۍ منابعو ته لاسرسی، اقتصادي پرمختګ، او سیمهییزه همکاري پیاوړې کوي.