د فقر او غربت کمولو لاري چاري!
شير خان
د افغانستان اوسنی حکومت کولی شي چي د فقر او غربت له منځه وړلو لپاره لاندي اساسي ګامونه پورته کړي.
1. اقتصادي ودي او د کارموندني فرصتونه:
حکومت باید اقتصادي ودي ته لومړیتوب ورکړي او خلکو ته د کارموندني فرصتونه زیات کړي. دا کولی شي د مختلفو پروژو له لارې ترسره شي، د بېلګي په ډؤل:
زیربنایي پروژې:
د سړکونو، برېښنا، او اوبو رسولو سیستمونو پراختیا به خلکو ته د کار فرصتونه برابر کړي او اقتصادي فعالیت به زیات کړي.
د تولیداتو او صادراتو زیاتول:
په کور دننه تولیداتو او صادراتو ته وده ورکول به اقتصاد پیاوړی کړي او د عاید سرچینې به زیاتي کړي، چي بالاخر د خلکو په اقتصادي حالت مثبت اغېز پرې باسي.
2. د ټولنیزو خدمتونو پراختیا:
دا چي افغانستان يو جنګ ځپلی هيواد دئ او ډېری کورنۍ ئې عايداتي مدارک نه لري. همدارنګه هيواد له کونډو، يتيمانو او بورو ډک ده. له همدې کبله د فقر کمولو او د مستحقو کورنيو د لاسنيوي لپاره حکومت بايد د خوړو، روغتیا، تعلیم، او ټولنیزو خدماتو پراخول جدي ونيسي او باید ټولنیزو خدماتو او آسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی آسان کړي.
روغتیايي خدمتونه:
په ټولو سیمو کي خصوصاً په وروسته پاته او اطرافي سيمو کي روغتیایي مرکزونه عيارول او خلکو ته د لومړنیو خدماتو اسانتیاوي برابرول، ترڅو خلک لومړنيو طبي او تغذيوي خدماتو ته لاسرسی ولري.
تعلیم ته لاسرسی:
د تعلیم لپاره فرصتونه برابرول، په ځانګړي ډول د هغه نجونو او نارینه وو لپاره چي ښوونځي او پوهنتونونو ته په آسانه لاسرسی نه لري او بې وزلي او غربت ځپلي دي. دوی ته بايد وړيا تعليمي خدمتونه وړاندي کړی شي.
3. کرنیزي او صنعتي پراختیا ته وده ورکول:
حکومت باید د کرني او کوچني صنعتونو پراختیا لپاره جدي ګامونه پورته کړي، ځکه ډېری خلک په نوموړو برخو کي کار کوي. دا کولی شي د خلکو د عاید زیاتولو او د فقر په له منځه وړلو کي مهم رول ولوبوي.
د کرنیزو اسانتیاوو برابرول:
بزګرانو ته تخنیکي او مالي مرستي برابرول، چي د حاصلاتو کچه لوړه او تولید زیات کړي. همدارنګه د بزګرانو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر د بازار موندني مواقع فراهمول.
د کوچني صنعتونو ملاتړ:
د لاسي صنایعو او نورو کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو او تمویل برابرول ترڅو د خلکو د عاید سرچینې په نوموړې برخه کي پراخي شي.
دا درې ستراتېژۍ په مجموع کي د افغانستان د اوسني حکومت لپاره لومړنۍ او اساسي عملي لاري چاري دي چي د فقر د کمولو او خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ډېر مهم دي.