شته داسي څوک چي د خپلو سیاسي بتانو گرېوانونو ته لاس واچوي چي تا جناب د امت لپاره څه کړيدي؟!
هغه بتان چي په سیاست، اقتصاد او نظامي څانگه کي نا اهله دي خو بیا ئې هم با افتخاره نوي اوږدې چپني او لویي بگړۍ پر سر ایښي.
کوم با اثره او مقتدر عالم او سائنس پوه د جـ.هاد د فرضیت اعلان کړی دئ؟! د مقدسي زمکي د غصب په حالت کي ئې کومو جنجالونو ته لومړيتوب ورکړی؛ آیا هغه ستونزي دومره ستري دي چي مقدسه داعیه پرې هېرېدلی سي؟! که وایي امکانات نلرو خو همدا مو نا اهلي ده!
آیا زموږ (مسلمانانو) سیاستوال پر خپله دغه نا اهلۍ دومره جسارت نسي کولی چي له خپلو څوکیـو گوښه سي؛ چا خپل پوځونو ته امر کړی چي سنگرونو ته ووځئ؛ له چاوڼیو او اکاډمیو څخه ووځئ! یا مقاومت وکړئ یا موږ هم زندانونو ته واچوئ! ځکه موږ هسي هم تر زندانونو همدا اوس ډېر ځورېږو... همدومره زدکړي مو کافي دي؛ اټوم او ورته مهارتونو ته مو والله که لاسرسی پیدا کړ؛ ځکه د علم سره لاس و گرېوان یاست!!! د کومي ورځي لپاره چمتوالی نیسئ چي هیڅ ئې درک نه سته؟! د کوم دښمن پر وړاندي ځانونه قوي کوئ په داسي حال کي چي له هر دښمن سره مو سازشونو ته لبیک ویلی؟!
که وایاست دا ئې وخت نه دئ! یمن همدا اوس همدا غیرت کوي... د نړئـوال استکبار پر وړاندي په پوره مېړانه ودرېږي! الله دې حافظ و ناصر وي.
زموږ شیوخ او جنرالان یوازي په رتبو او بستونو کي لوړېږي؛ نور ئې هيڅه توره نه ده کړې... چا د دې پېړۍ د دې غیرِمعمولي قیامت څخه د وتلو لاره را ویستلې ده؟! چا د امت د ځوانانو منسجم کېدلو ته واقعاً کار کړی او چا د هغوی پر عقلونو او ماغزو باندي د شعور سازۍ وَر ټکولی؟!
زموږ د شیخ الأسلام او اِمام سیاست او نور القاب دروغجن دي؛ بلکي دا سمي نشه یي گولۍ دي؛ دوی لا ویده کوي... دوی حق پرست نه بلکي مصلحت پرست دي! د سعودي زندانونه د ابن تیمیه رحمه په بچیانو ډک دي؛ زموږ د امام احمد بن حنبل وارثین هلته هر وحشت د حق پرستۍ او حق وینا په سبب پر ځان تېروي خو زموږ د درباریانو په څېر د مصلحت سرینده نه وهي.
هر خوا ته د امام ابوحنیفه د وارثینو خولې تړل سوي؛ هغوی د سکوت تیارو ته غورځول سويدي. د خپلو وروڼو لپاره حتی ږغ پورته کول هم دلته جرم حسابېږي...
د مظلوم ملت هر تصویر زړونه څيري! رب دي مو د واکمنانو په گناه نه نیسي...