No-IMG

احمقانو او بي وقوفه خلکو مشهورول بند کړي !

پدي وروستيو کي امریکا ، کاناډا ، اروپایي هیوادونو او نوري نړي کي د ايلن ډنو کتاب شايع او تشهير شو.

احمقانو او بي وقوفه خلکو مشهورول بند کړی .

هدف يي دا دي چې د معمولي ذهن خاوندانو او کچه خلکو مشهورول پريږدي ، دغه معمولي ذهن خاوندانو خلکو سوشل ميډيا ته راکښلو رجحان د ځوان نسل او کم عمره افرادو اخلاقي اقدار خرابوي چې دا يو اجتماعي او ټولنيز جرم دي .

کله چي د مصنف ټيم لخوا د سوشل میډیا په سائيټونو کي موجود نوي نوي مشهورو څيرو اکاونټونو تفصيلي مطالعه وشوه نو دغه ټولو خلکو منځ کي يو مشترکه نقطه وموندل شوه چې پر هغي د سوشل میډیا انحصار وه او هغه....

ټوپونه ، ناز نخري، ګډا ګاني ، عجيب حرکتونه ، شور، بي هوده او معمولي خبري وي.

دغه مشهور او معروف احمقان په داسې الفاظو خبري کوي چې هيڅ معنا نلري او عجيب عجيب حرکتونه کوي ترڅو مشهور شي او دغه خلکو لپاره تشويقونکي هم ډير موندل کېږی ..

او چې کله دغو خلکو فالوورز تعداد لس لکو 1000000 ته ورسيږي او يا زيات شی بيا نو د ميډيا نورو برخو لخوا ورته د پروګرامونو د ميزباني پيشنهادونه پيل شی او بيا دغه پروګرامونو څخه ورسته...

انساني اخلاقيات او آداب په تيزي سره زوال پذیري لوري ته روان شی او د قومونو او ملتونو فرهنګي اقدار او ارزښتونه په بدترين بديل چلنج شي او نسلونه د يوه ورک شوي سمت او جهت لوري ته راکښل شي

دغه ټول حالاتو ذمه وار څوک دي... ؟

مونږ ټول يو ، زمونږ ټولنه او اداري دي، د معاشري منتظمین او مشران هم بي برخي ندي پاتې ځکه د هغوي ټولنيز او اخلاقي مسولیت هم دي.

مونږ يو چې باید دغه احمقانو پوسټونه شير نه کړو، مونږ باید دغو بي وقوفانو مشهورول پريږدو..

د کاناډا دغه مصنف ايلن ډونو په دغه موضوعاتو تفصيلي څيړنه کړي او خپل کتاب ته يي د بکواسياتو او يا بي هوده نظام نوم ورکړي ۔

محترمو ورونو يقين وکړي چې اوسمهال زموږ د معاشري تر ټولو لوی ناورين چې سوشل میډیا يي په سر راخيستي همدا د غلطو خلکو مشهورول..

چيرته سپين مخې ، چيرته کنځل مار او بي هوده الفاظو او حرکاتو ويونکي او کونکي...

راځي ځان سره محاسبه وکړو..چي..

دغه سپين مخو د ټيک ټاک ، فيسبوک ، انسټګرام.... اکاونټونو په لس هاوو زره فالورز څوک دي؟

دغه ډول خلفو ادا ګانو او بکواس خبرو ته څوک په زرګونو لایکونه ورکوي؟

دغه ډول خلکو څخه چا په مجازي نړي کي هيروګان جوړ کړی ؟

دغه ښايسته انجونو ، هلکانو او کنځل مارو تصويرونو او ويډيو ګانو ته څوک لاندې ماشاءالله ، ښکلي او داسې نور الفاظ ليکي؟

دغه ډول خلکو ځانګړي اداګانو لايک کول او کمنټونو کولو سره يي څوک دومره تشویق او ترغيب کوي؟

دغه ډول خلکو ته دا روحيه چا ورکړه چې تاسو په زرګونو کي مثبت متفاوت ياست ؟

ايا دوي کوم متبحر ، با عمله او حقيقي علماء دی؟ آيا دوي کوم سانس دان او پروفيسور دي؟ آيا دوي کوم مجبوب ليډران او سکالر شخصيتونه دي؟ آيا دغه ډول خلکو کومه ځانګړې علمي کارنامي کړي؟

دا ټول زمونږ هغه مريض او غرضي ذهنيت دي چې د عيبونو ډګ ترجيحات او معيار لري..

که چېرې دغه خلکو اکاونټونو ته ورشي د معاشری هر ډول خلک به ورکي ومومي چي دوي سره به ملګري وي

دا زمونږ د ټولنيز منفی ذهنيت پيداوار دی دا زموږ د اجتماعي عدم مسوليت شيرازه ده ، چې ډير زر به که ته غواړي او يا نه غواړی ستا کور ته هم سرايت وکړي ، ستا نسل او اولاد به هم تري متاثره شي..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک