ترکيه د استخباراتو ټولې زړې ودانۍ يې پرېښودې او نوي ودانۍ يې جوړې کړې
ما يو وخت د ترکيې د بهرنيو چارو اوسني وزير هاکان فيدان په اړه لوستي و، کله چې دی ترکيې د استخباراتو رئيس شو نو لومړی کار يې دا وکړ چې د استخباراتو ټولې زړې ودانۍ يې پرېښودې او نوي ودانۍ يې جوړې کړې، داسې چې ټول وسايل په کې د ترکيې خپل جوړ کړي و، له وسلو، دوربينونو نيولي، تر اتصالاتي وسائلو... نو ما هغه مهال دا خبره مبالغه ګڼله، خو په لبنان کې د اتصالاتي وسائلو د انفجار له لارې د ح - ز - ب اللّٰه ګڼ شمېر غړو په نښه کېدلو وروسته پوه شوم چې د ترکيې د استخباراتو خبره عادي يا مبالغه نه وه.
کله چې غربيان او يا د وسايلو جوړوونکي هېوادونه د اتصال يوه ساده وسيله د ټيکنالوژۍ او استخباراتي مهارت پر مټ د يوې وژونکې وسيلې په بڼه کارولی شي، نو څه فکر کوئ، د هغوی په لاس جوړ شوي ټانکونه، جهازونه، آخري موډل موټرونه، زيرک تيليفونونه، کمپيوټرونه او نور برقي او عصري وسائل به محفوظ وي؟
د انلاين اړيکو نيولو وسايل، لکه فيسبوک، واټس اېپ، ټيليګرام، ايکسپانه، وايبر او دا نور خو په خپل ځای پرېږدئ!