No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏برېښنا شرکت پر اېکس لیکلي چې د دغه شرکت اجرايي رییس، عبدالباري عمر او مسوولینو له ایراني پانګوالو سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې عبدالباري عمر یادونه کړې چې برېښنا شرکت ټولو بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه او فرصت برابروي او د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي. اخوا ایراني پانګوالو بیا په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د برېښنا شرکت د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

: ‏ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نړۍ وال نندارتون پرانیستل شو.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د معلوماتو لمخې، په دغه نندارتون کې په ١٣٢ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، چې ٣٢ یې د هېواد د نورو ولایتونو اړوند دي. پانګه والو او صنعتګرو د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره دا ډول نندارتونونه مهم یادوي او د لا دوام غوښتنه یې کوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد وزارت په لبنان کې وروستي بریدونه چې پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه بې ګناه وګړو ژوند له لاسه ورکړ، غندي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي،  "په غزه کې د صهيونيستي غاصب رژیم لخوا نسل‌وژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي چې رژيم د ټولې سيمې امنيت له گواښ سره مخ کړي."

: ‏وزارت صحت لبنان: شمار قربانیان حملات اسرائیل به لبنان از روز گذشته تاکنون به 558 نفر از جمله 50 کودک و 95 زن رسید.

: ‏ادامه مقابله با مهاجرت‌های غیرقانونی در مرز ترکیه و ایران.

شهر مرزی وان که طولانی‌ترین مرز با ایران را دارد، یکی از حساس‌ترین مناطق به لحاظ امنیتی است و نیروهای امنیتی ترکیه برای تضمین آرامش و امنیت شهروندان تلاش می‌کنند تا مرز را تحت کنترل نگه داشته و از هرگونه اقدام غیرقانونی جلوگیری کنند.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه د اندېښنې وړ بللي دي.

نوموړي ویلي چې افغان ښځې له جنسیتي تبیعیض سره مخ دي.

اسلامي امارت بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏اسراییلو د لبنان په سویلي او ختیځو سیمو کې سلګونه هوايي بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې ۴۹۲ تنو ژوند بایللی او څه دپاسه ۱۶ سوه نور ټپيان دي.

دا له ۲۰۰۶ کال راهیسې په لبنان کې د ملکیانو تر ټولو درنه مرګ‌ژوبله یاده شوې ده.

: ‏گروهی از قانون‌گذاران جمهوری‌خواه امریکا که ادعا دارند از کمک‌های امریکا در افغانستان استفاده سو می‌شود، در حال معرفی لایحه‌ای جدیدی هستند تا این کمک‌‌‌ها را به افغانستان توقف دهند.

به گزارش فاکس نیوز، آنان گفته‌اند که "این قانون ضروری است تا اطمینان حاصل کنیم که دیگر هیچ‌یک از دالرهای مالیاتی ما به‌گونه‌ی غیرمسوولانه در افغانستان استفاده نمی‌شود."

پیش از این، امارت اسلامی ادعا‌های مبنی بر دخالت در کمک‌های بشری در کشور را بی‌بنیاد خوانده بود.

: ‏لبنان کې د اسراييل په برید کې د وژل شویو شمېر څه کم ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

په دغه هېواد کې د حزب الله ډلې چارواکي وايي، د اسراييل په برید کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۹۲ تنو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس د حزب الله ډلې د سرچینو له قوله ویلي د دغو بریدونو له امله زرګونه کسانو خپلې سیمې او کورونه پرېښي دي. اسرايیل تېره ورځ ادعا کړې وه چې په دغو بریدونو کې یې د حزب الله ۸۰۰ موخې په نښه کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک