د امام یوسف القرضاوي رحمه الله منتخبي ویناوي!
زما یو آئیډیال (مثالي) شخصیت امام یوسف القرضاوي رحمه الله هم دئ؛ ډېر کتابونه مې مطالعه کړي؛ د زکات، فقر، سیکولرزم، تعلیم او نورو موضوعاتو په ارتباط ئې قلم ډېر جالب لیکل کړي. که وخت وي او څوک په انگرېزي، اردو او یا هم عربي ژبه پوهېږي حتماً دې ولولي؛ باور وکړئ هغه څه به ترې زده کړئ چي په تلاښ کي ئې یاست. دوه کاله وړاندي د سپټمبر پر ۲۶-مه اسلامي امت خپل دا ستر امام له لاسه ورکړ. انا لله وانا الیه راجعون
تېره ورځ ئې دوهم تلین وو؛ خو پر وخت مي لاندینۍ لیکنه نشر نکړی سوه؛ په لاندینۍ لیکنه کي مي د نوموړي ځیني ویناوي را نقل کړيدي؛ ډېري ویناوي ئې د وخت عکاسي کوي او ځیني خو ئې دومره مهمي دی چي باید د سرو زرو په اوبو ولیکل سي:
• زه په ټینگار سره وایم چي که چيري شل کاله د تشدد له پالیسۍ څخه ډډه وسي؛ هلته به حتماً یو خاموش انقلاب څرگند سي؛ چي د خپل نوعیت له مخي به تر ټولو نوی وي؛ دا به د سلامتۍ او ثبات زېری وي؛ دا به یو فکري، روحاني او اخلاقي انقلاب وي؛ د دې لپاره به نه د سلاح اړتیا وي او نه د جهاد اعلان.
(أین الخلل؟!)
• اسلام هر مسلمان ته د آبادۍ سپارښتنه کوي؛ نه د تخریب. همداسي حکم ورته کوي چي: اذیت رسوونکي شیان له لاري لېري کړي د دې پر ځای چي هغه کسان ورټي چي دا شیان ئې په لاره کي اچولي دي.
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• جومات د اسلام په پیل کي د خلکو کلتوري او د نفس د تهذیب او تزکیې پوهنځی وو؛ د مشورو او خپلمنځي تفاهم پارلمان وو؛ د یو بل د پېژندگلوي، د خپلمنځي میني محبت او د سیاست زده کولو ستر مرکز وو.
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• شمولیت یو له هغو ځانگړنو څخه دئ چي اسلام له نورو ټولو دینونو؛ یعني فلسفي مکتبونو، مذهبونو او دینونو څخه ځانگړی کوي. دا لغت پراخه معناوې او بعدونه لري؛ د اسلام شمولیت ټولې زمانې، ټول ژوند او ټول بشري جوړښت رانغاړي.
(اسلام د ژوند نظام)
• ځیني علماء په کتابونو کي ژوند کوي؛ نه په حاضر وخت کي. دوی د حاضر وخت له پوهي څخه لېـري دي؛ یا داسي وایه چي د حاضر وخت پوهه له دوی څخه لېري ده؛ دا ځکه دوی د ژوند کتاب په هغه شکل نه دئ لوستی لکه څنگه چي دوی د مخکنیو زمانو د خلکو کتابونه لوستي دي.
• په فکر و تدبر سره چي داعي د قرآن د تلاوت اهتمام کوي؛ په دې خبره قوت ترلاسه کولی سي چي د اړتیا پر وخت له قرآني شواهدو استدلال وکولی سي؛ یعني په کوم قول سره چي داعي د خپل فکر او سوچ تائید ترلاسه کول غواړي؛ په دې توگه هغه ته الهي انتساب ورپه برخه کېږي.
(فکری تربیت کے اہم تقاضے)
• د مسلمانانو تکفیرول یوه دیني، علمي او سیاسي تېروتنه ده؛ دا مناسبه ده نه چي مسلمان دي دې کندي ته ولوېږي؛ موږ باید په دې مسئله کي محتاط اوسو؛ او تر هغه وخته چي په يوره یقین سره مو څوک نه وي لیدلي چي د قرآن له آیتونو او د عقیدې له اوصولو څخه منکر سوي وي؛ موږ ئې د تکفیر حق نه لرو.
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• امیر المؤمنین عمر فاروق رضي الله عنه د مصر والي عمرو بن العاص رضي الله عنه ته وویل؛ چي دا جمله ئې د تاریخ په پاڼو کي نقش سوېده: "تاسي کله خلک غلامان کړل؟! په داسي حال کي چي مېندو ئې آزاد زېږولي دي!"
دا هغه توري دي چي اوس د انساني حقوقو اساسي قانون او بشري حقونو منشور ترې صادر (اقتباس) سوی دئ. دا جمله باید د سرو زرو په اوبو ولیکل سي:
"متٰی استعبدتم الناس وقد ولدتهم امهاتم احراراً."
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• تر ټولو ضعیف فکرونه او پلانونه هغه دي چي د منلو لپاره ئې له تاوتریخوالي او زور څخه کار اخیستل کېږي. ځکه دوی پر خپل حقیقت باور نه لري او غواړي په دې لاره کي پښو ايښولو ځای پیدا کړي او په دې نه پوهېږي چي په قوت او تحکّم سره په داسي وخت کي واک او تسلّط هیڅ ځای نه نیسي.
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• که چېري موږ د نامسلمانانو سره په غوره طریقه او مناسبه تگلاره د خبرو اترو غوښتونکي یو؛ نو تر دې هم ډېره غوره، ډېره مناسبه او ډېره مهمه دا ده چي مسلمانان دي هم په خپلو منځونو کي په احسنه توگه خبري وکړي. (رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• بیـ.ت المقـ.دس یوازي د فـ.لسـ.طینیانـ.و مِلکیت نه دئ؛ که څه هم دوی ئې ډېر حقدار دي؛ او دا یوازي په عربانو پوري هم اړه نه لري که څه هم دوی ئې د دفاع تر ټولو ډېر مستحق ملت دئ؛ بلکي دا د هر مسلمان قضیه ده. هغه که د زمکي په ختیځ، لوېدیځ، په شمال او یا هم جنوب کي مېشت وي؛ هغه که حاکم وي او که محکوم؛ تعلیم آفته وي که بې علمه؛ شتمن وي که غریب؛ نارینه وي که ښځينه؛ هر يو ئې د خپل وړتیا او استعداد په کچه مسؤل دئ. (رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• زموږ په منځ کي له غرب څخه متأثر داسي ځیني کسان موجود دي چي هیڅ دلیل ئې نسي قانع کولی؛ هغوی د خپلي خوښي اسلام غواړي؛ بلکي داسي ووایاست: د مستشرقینو، مِشنـریانو (د عیسائیانو دعوتي تنظیم) او کمونسټانو د خوښي اسلام. دوی د خپلي فلسفې او فکر مطابق یا په غربي او یا هم په مارکسي تأثراتو رنگ سوی اسلام غواړي. (رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• هغه دیـن چي په قـرآن او سنـتو کي بیان سوی؛ هغه اســلام چي تـل اسـلامي امت (د اصل په توگه) پېژندلی... دا یو مکمل دیـن دئ چي یوازي تر یو څو جزئیاتو پوري محدود نه دئ. نو ځکه هم دا اسـلام مـعنوي او اخلاقي هم دئ او اجتماعي، مدني، ټـولنیز او سیـاسي هم.
(التربية السياسية عند الإمام حسن البناء. پاڼه: ١٧)
• هغه ملت چي مقاومت وردغاړي(ورته مجبور) وي خو بیا هم له جـ.هاده وېـره لري؛ هغوی یوازي ځانته قبر کېندي او د ځان په اړه خپلو اولادونو ته ذلت لیکي (په میراث پرېږدي) چي (دا ذلت به ئې) تر وروستۍ ورځي به ختم نسي.
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• فتح د الله سبحانه وتعالٰی له لوري راځي؛ هغه چي د چا مرسته وکړي نو هېڅکله به ماتــه ونه خوري؛ که څه هم په ډلو ډلو خلک د ده پر وړاندي راټول سي؛ او څوک چي هغه (الله تعالٰی) پرېږدي نو هيڅکله به بریالي نه سي؛ که څه هم ډېر شمېر (خلک) او (پرېمانه) وسایل ورسره وي.
(رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• مېرمنه د اسلام له نظره د نارینه سياله نده؛ بلکي د نارینه ژوند بشپړوي او د ژوند برخه ئې ده؛ همداسي نارینه د ښځې د ژوند برخه ده. په قرآن عظيم الشان کي الله تعالی فرمايي: [ تاسي د يو بل څخه ياست (آل عمران: ۱۹۵) ] - د يو بل برخې ياست- او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ښځي د نارينه وو همساري دي.
• کله چي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ميلاد په یاد کي اُمت ته د هغه خوږ سیرت، عظیم شخصیت او تلپاتی رسالت؛ چي الله تعالی د عالَمونو لپاره رحمت گرځولی؛ ورپه یاد کړو؛ نو په دې کي د بدعت او گمراهۍ نښه چېري ده؟! (رسمي ټویټر پاڼه ئې)
• دا مهمه ده چي عرب او نور ټول مسلمانان له خپلمنځي اختلافاتو ډډه وکړي؛ د اوسپني دېوال په څېر سي او یو بل محکم ونیسي؛ ستره جگړه پېښه ده؛ نو ځکه هم جائز نه ده چي دا واړه واړه اختلافات مو په غفلت کي واچوي.
• خلکو ته سپکې سپورې ویل: (خبیث، لعنتي، فاسق، فاجر، گمراه) که گنهگاران هم وي؛ دا کار نه هغوی اصلاح کوي او نه ئې خیر ته ورنږدې کوي؛ بلکي نور ئې هم له دین څخه لیري او متنفر کوي. تر دې منفي چلند غوره دا ده چي خپل گنهگار ورور ته ځان ورنږدې کړې؛ سمې لاري ته ئې دعوت کړې او یا هم دعاء ورته وکړې چي الله هدایت ورته وکړي؛ او پرېـنږدې چي د شیطان ښکار سي.
• فقر دین، ایمان او اخلاقو ته خطر دئ؛ که په یوه ټولنه کي فقر پراخېږي مسؤلیت ئې د حاکمانو پر غاړه دئ؛ لکه څنگه چي خوراک لوږه له منځه وړي همغسي زکوة (بیت المال) د فقر د مخنیوي لپاره دئ او دا د فقیرانو حق گڼل کېږي.
(مصدر: په اسلام کي د غریبۍ علاج)
• اسلام زدکړي، روزني او لارښووني ته د قانون جوړوني په پرتله لومړیتوب ورکوي؛ ځکه قانون ټولنه نسي جوړولی؛ بلکي مستمرې زدکړي، روزنه او ژوري لارښوونې دي چي ټولنه جوړوي.
• الله تعالی قرآن د دې لپاره نه دئ رالېږلی چي مړو ته دي تلاوت سي؛ بلکي پر ژوندیو د امر کولو لپاره ئې را لېږلی. او دا ئې د دې لپاره نه دئ نازل کړی چي دېوالونه دي پرې سینگار سي؛ بلکي باید خلک پرې سینگار (تربیه) سي.
• د دې پر ځای چي پر تیارو لعنت ووایاست؛ د لاري د روښانه کولو لپاره شمعې بلې کړئ!
• اسلام ډېر ښه دین دئ او د خلکو لپاره ئې آسانۍ پیدا کړيدي؛ کوم شی چي ئې پر موږ حرام گرځولی د هغه بدیل ئې حتماً راکړی؛ داسي یو بدیل چي د خلکو ضرورتونه هم پوره کوي او له حرامو هم پرې بې نیازه کېږي.
• داسي مفتیان د فتوی حق نه لري چي ډډي ته سوي؛ له عوامو پرې سوي او د موجوده حالاتو او زمانې له اړتیاو سره نا بلده وي؛ فلهذا پر هر با بصیرته مفتي لازمه ده چي له حالاتو نه ښه خبر وي؛ تر څو د انساني ژوند سره مطابقت لرونکې فتوی ورکړي؛ دا ځکه د مفتي کار یوازي د خپلي رأیي لیکل او په هوا کي غشي ویشتل نه وي.
• ځیني خلک غواړي له ژوند څخه د تل لپاره ماتم (غم) جوړ کړي؛ نو له همدې کبله هیچا ته اجازه نه ورکوي چي زړه ئې خوښۍ او خندا؛ لاسونه ئې چک چک او ژبه ئې ټوکه او یا یوه خندوونکې خبره ووایي. دوی غواړي چي انسان باید تل خفه او غمجن ژوند وکړي او له خلکو سره په تروشه ټنډه او خشن اسلوب مخامخ سي. دغه کار له فطرت او شریعت دواړو خلاف دئ.
• ځیني ځوانان چي یو څو دیني کتابونه ولولي نو کبر او غرور پیدا کړي؛ دوی فکر کوي چي یوازي د ځینو دیني کتابونو په لوستلو سره مفتیان سوي او د دې وړتیا لري چي د لویو لویو امامانو تېروتنې درک کړي او ووایي چي: نحن رجال و هم رجال. همدا د سطحي او نیمگړي علم ستونزه ده؛ ځکه نیمه پوهه تر جهل (ناپوهۍ) ډېر تخریب کوي.
• هیڅ مسلمان دا جواز نه لري چي بل مسلمان د یوې گناه په کولو سره له اسلام څخه وباسي؛ اگر که کبیره گناه هم وي. ځکه چي کبیره گناهونه اسلام خدشه دار کوي خو په کلي ډول ئې له منځه نه وړي.
• د اسلامي شریعت یوه ځانگړنه دا ده چي د هغه په اوصولو او ضوابطو کي انعطاف، پراخي او د حالاتو بشپړ رعایت موجود دئ؛ چي د ژوند د نوي تگلاري او په هغه کي د موجودو خنډونو سره د مقابلې لپاره د معقول حل او مؤثر علاج په موندلو سره شریعت ځان خودکفیل (تضمین کوونکی) جوړوي.
• هغه مصیبت چي الهي دعوتونه ډېر ځلي ورسره لاس و گرېوان کېږي د همدغو حیله گرو دئ چي دعوت خپلو اهدافو، طمعو او خواهشاتو ته د ورسېدلو لپاره ځینه بولي؛ ظاهراً تقوی کوي او په خوږو خبرو سره له احساساتو نه گټه پورته کوي؛ دوی دننه وران او زړونه ئې تش د هوا ډک وي.
هغه عظیم انسان چي د عمر لویه برخه ئې دعوت او اسلامي ذخیرې غني کولو ته وقف کړې وه؛ عمر ئې په هجرت او جلا وطنۍ کي تېر سو؛ په ډېر مظلومیت او له هېواد او خپلوانو په بېلتون کي؛ د هر فرعون پر وړاندي لکه غر ثابت قدم پاته سو او تل ئې د مظلومانو لپاره ږغ پورته کړ... د مصر دیکتاتور ئې آن له انټرپول څخه د نیولو غوښتني کولې او غائبانه محکمې به ئې پر وړاندي ناروا پرېکړي صادرولې... په پورتنیو لیکنو کي به ئې ممکن ځیني نیمگړی پیغام ولري هغه یوازي زما د انتخاب د سلیقي کمزوري بللی سو؛ که موضوع پوره ولوستل سي نو دا به درک کړئ چي قرضاوي مرحوم د موضوع هر اړخ په پوره تفصیل سره څېړي او ځوابوي...
رب تعالی دې قبر د جنتونه یو باغچه وگرځوي...