No-IMG

‏د لبنان له محور څخه د صهیونستي رژیم او حزب الله تر منځ د جګړې د سطحې لوړېدل

‏د لبنان له محور څخه د صهیونستي رژیم او حزب الله تر منځ د جګړې د سطحې لوړېدل دوه مهمې خبرې لري

‏» د حزب الله ډلې د څو مهمو مشرانو له وژلو وروسته په حسن نصر الله برید په دې مانا دی چې د حزب الله او رژیم تر منځ جګړه له محدود حالت څخه بالفعل ټکر ته داخلېږي. له تېرې دوشنبې راهیسې تر ننه پورې رژیم له ۷۰۰ زیات لبنانیان وژلي. هوايي عملیات پرله پسې روان دي او امکان شته چې رژیم د بفر (حایل) جوړولو لپاره د لبنان ځینو ساحو کې ځمکني عملیات هم پیل کړي.

‏»‌ د جګړې د دې نوي پړاؤ له تولو مهم او ستراتیژیک تأثیر پر امریکا او ایران دی. دا دوه هیوادونه په داسې حالت کې قرار لري چې له یو اړخه د جګړې میدان ته مستقیم ملاتړ ورکوي، له بلې خوا کوښښ‌ کوي چې جګړه داسې حالت ته داخله نه شي چې د کنترول واګې یې د دوی له لاسه پرې شي. دغه پېچلي حالت د دې دواړو هیوادونو د نړیوالې داعیې مشروعیت له لویې ننګونې سره مخ کړی. امریکا له یو اړخه ځان د بشر د حقوقو ټېکدار بولي، له بله اړخه داسې رژیم ته مالي او سیاسي بسپنه ورکوي چې د تاریخ په مسیر کې یې د بشر د حقوقو د دښمنۍ مثال نشته. بل طرف ته ایران دی چې له یوې خوا په خپل بهرني سیاست کې د فلسطین د مسئلې داعیه لري او له بل اړخه مجبور دی په روانه جګړه کې له مستقیم تکر څخه ځان وساتي.

‏صهیونستي رژیم د امریکا او ایران په دې ضعف ډېر ښه پوهېږي. دوی د امریکا د انتخاباتو نازک حالت او دایران د قدرت محدودیت ډېر ښه پېژني. دوی درک کړې چې ښايي په لنډ راتلونکي کې رژیم لپاره د جګړې د پراخولو له دې ښه فرصت پیدا نه کړي.

‏له همدې امله د رژیم کوښښ دا دی چې جګړه سیمې ته وغځېږي، کوښښ‌ دا دی چې ایران د جګړې میدان ته راکاږي. دمشق کې د ایرن په سفارت حمله، تهران کې د اسماعیل هنیه شهادت، پېجرونه، د حسن نصر الله د وژلو هڅې په دې جګړه کې د ایران د راګډولو قوي هڅې دي. ایران چې د جګړې برخه شوه د منځني ختیځ ټول هیوادونه د ایران او صهیونستي رژیم تر منځ د انتخاب حالت ته درېږي. امریکا او ملګرو ته یې له دې پرته بل انتخاب نه پاتې کېږي چې د ایران مقابلې ته د مستقیمې جګړې برخه شي. ایرانیان په دې محاسبه ډېر ښه بلد دي.

‏صهیونستي رژیم کوښښ کوي‌ چې جګړه پراخه شي خو د روان حالت د کنترول اساسي واګې د امریکا او ایران په لاس کې دي. د دې دوه هیوادونه راتلونکي تصامیم د منځني ختیځ په آیندې فیصله کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک