No-IMG

ولې د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې د تاجکستان کرکټ‌ لیګ ته لوبغاړي نه پرېږدي؟

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې د تاجکستان کرکټ‌ لیګ ته لوبغاړي نه پرېږدي. دلیل یې دا دی: "...ځکه دغه هېواد د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد نه دی، له نړیوالې شورا د لیګ ترسره اجازه نه لري چې د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو پر بنسټ به موږ خپلو لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورنکړل شو. "

تور نه لګوم خو وایم چې دا پرېکړه د شخصي عقدو په اساس شوې ده، هغه هم د تاجکستان د جنرل سکرتر اسدالله خان (پخوانی افغان لوبغاړی) سره په بورډ کې د ځینو چارواکو د اختلاف له کبله. ډېر ځوروونکی دی. ماته د بورډ دلیل هېڅ قانع کوونکی نه دی. ولې؟

۱-آیا ټي ۱۰لیګ په اوله کې د نړیوالې شورا سره رسمیات لرل چې زموږ او د نړۍ مشهورو لوبغاړو په کې لوبې وکړې؟

۲-ټي۱۰ د کوم هېواد رسمي لیګ و چې تاسو ورته لوبغاړي واستول؟

۳-آیا د هانګ کانګ لیګ رسمیات لرل چې لسګونو نړیوالو لوبغاړو په کې لوبې وکړي؟

۴-ځينې داسې نور لیګونه هم شته چې د کرکټ د نړیوالې شورا سره رسمیات نلري خو نړیوال لوبغاړي په کې لوبیږي.

۵-آیا افغانستان د آی سي سي غړی و چې لوبغاړي یې د پاکستان په داخلي رسمي لوبو کې لوبېدل؟

۶-تاجکستان لیګ ته سوپر سټارز مه ورلېږئ، د ۱۹کلنو لوبډلې، کلبونو او زونونو لوبغاړي ور واستوئ، هم به تجربه ترلاسه کړي، هم به څه ناڅه پېسې وګټي او هم به پر تاجکستان د افغانستان احسان بار وي.

۷-که تاسو دا کار ونکړ، پاکستان به یې وکړي او یا کوم بل هېواد به یې وکړي. لطفآ، شخصي عقدې مه پالئ، د وطن د ګټو مسئله ده!

۸-افغانستان باید تاجکستان سره مرسته وکړي ‌چې په پښو ودریږي او رسمي‌ شي. د آسیا په شورا کې د غړیتوب په اخیستلو کې پاکستان او د کرکټ په نړیوالې شورا کې د غړیتوب په اخیستلو کې هند د افغانستان ضمانت کړی و. افغانستان کرکټ بورډ یې ولې نه زده کوي؟

د بورډ اعلامیه وايي: ".... نو د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوازې کولی شي چې له یاد هېواد سره د کرکټ په تخنیکي ډګر کې مرسته وکړي. "

له تخنیکي مرستو څخه مو هدف څه دی؟

چې لوبغاړي نه ورلېږئ، تخنیکي مرستې ولې ورسره کوئ؟

سړی حیران پاتې شي، بیا هم وایم، لطفآ د شخصي عقدو له کبله د دغه وران ویجاړ هېواد ګټې مه تر پښو لاندې کوئ. یو څو ځوان لوبغاړي ور واستوئ، والله که تاوان وکړئ. زه یې له درده وایم، موږ باید ستراتیژیک فکر وکړو، لنډ فکر باید ونلرو. دا لیګ د افغانستان لپاره خورا زیاتې ګټې لري، هېڅ تاوان نلري. ستاسو سترګې ولې د وطن ګټې نشي‌لیدلی؟  لطفآ تاجکستان ته یو شمېر ځوان لوبغاړي پرېږدئ، سوپر ډوپر ستارز مه ور لېږئ، خو لوبغاړي ور ولیږئ.

د تاجکستان کرکت سره مرسته وکړئ. لوبغاړي‌ور واستوئ‌ او د خپلو شخصي عقدو او ګټو لپاره د افغانستان ګټې مه تر پښو لاندې کوئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟