يوولسم اکټوبر؛ پښتون د دوو انتهاوو په منځ کي!
لومړی برخه
داسي یو ماحول دئ چي هر پښتون مجبور دئ طرف ونیسي؛ نن سکوت گناه ده. پښتون که په اقلیت کي دئ هم محکوم دئ او که په اکثریت کي دئ هم محکوم دئ. هر قوم اولیتونه لري؛ خو په نړۍ کي ځیني سرگردانه قومونه هم سته لکه: پښتون، بلوڅ، کرد، اېغوریان، روهنگ او... دوی باید په همدې پېړۍ کي د خپل برخلیک پرېکړې وکړي؛ خپل وجود په اثبات ورسوي؛ خپل مسلم حقوق ترلاسه کړي... تر ټولو یوه ستره درغلي چي له دغو قامونو په ځانگړې توگه پښتون سره ترسره کېږي هغه دا ده چي د خپلو حقوقو ترلاسه کول ئې گناه گڼل سوې ده؛ دې قام ته ناسم ذهنیت ورکول سوی؛ خو چا چي له دې خرافاتي احکامو څخه سرغړونه کړېده له بده مرغه چي هغوی هم تر ځینو سرو کرښو تجاوز کړی دئ.
د عصبیت نامکمل او غلطِ مشهور تعریف:
دا باید درک کړو چي اسلام کومه قامپرستي عصبیت او مردوده گڼلې؟! د دې ساده پوښتني نا مناسب یا نامکمل ځواب نن پښتون پر دوو دَړو وېشلی؛ هر هغه عصبیت او خودخواهي د اسلام له نظره مردود عمل دئ چي په هغه کي انسان یوازي خپل قام، نسل یا ژبه پر نورو برتره او افضله وگڼي نه د خپلوانو، خپلو وروڼو او یا خپل محکوم قام لپاره د هغوی فطري او اسلامي حقوقو غوښتنه... د عصبیت په اړه چي کوم مشهور حدیث ذکر کېږي؛ په پای کې چي کله واثلة بن الاسقع رضي الله عنه پوښتنه کوي چي: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! عصبیت څه دئ؟ ویې فرمایل: عصبیت دا دئ چي ته پر ظلم د خپل قام ملاتړ وکړې. ساده خبره ده نن پښتون محکوم دئ او محکوم قام ظالم نه بلکي مظلوم وي؛ نو د مظلوم د حقوقو غوښتنه په کوم کتاب گناه سوه؟ د مظلوم ملاتړ خو تر ټولو ستر اجر او د جهاد اکبر په درجه کي حساب دئ؛ ځکه د مظلوم حساب له ظالم سره تصفیه کېږي او د ظالم پر وړاندي حق خبره جهادِ اکبر ده.
د پښتون سیاسي مشران او قام ته ئې د وفادارۍ کچه:
د پښتون لیډر شِپ جدّي ستونزي لري؛ بار بار ئې دا مظلوم قام دوکه کړی، انتظار کړی او تږی ئې تر اوبو تېر کړی دئ. دا د هر محکوم قام ستونزه ده؛ دوی ټول د مشرتابه له ستونزي کړېږي؛ ښکاره خبره ده چي د داسي قامونو د مشرانو خریداران ډېر وي... د ۱۱-یوولسم اکټوبر د جرگې په تړاؤ ځیني وروڼه پوښته کوي؛ ځکه هم د موقف اظهار مهم دئ. یقیناً د قام پر مسلّمو غوښتنو ننگه کول او د هغوی تر څنگ ودرېدل نه نشنلیزم دئ او نه ئې اسلام بد گڼي؛ خپل قام ته د حقوقو غوښتنه د باایمانه او باجرأته انسانانو کار دئ؛ د "واړه لگیا دي ځیني ځان ځیني جهان جوړوي" مصداق خو همدوی دي. د قام له غوښتنو ملاتړ کوم او د هري سوله ییزي مبارزې ئې هرکلی کوم. الله دي وکړي چي پر دې زمکه د پښتون وینه بهول د تل لپاره ودرېږي... له بده مرغه چي د دې مسلمان قام هر مشر او حاکم دوی محکوم ساتلي او د دوی د حقوقو د دفاع په لړ کي قامپرست تنظیمونه او مذهبي طبقه یو ډول مجرم او دروغجن پاته سويدي... د پښتون قام مشران بِلا استثناء په ډېرو مناسبو قیمتونو خپل ایمانونه گـرَو کړيدي. قامپرستو مشرانو ئې په دروغجنه خواخوږي او مذهبي مشرانو ئې په بې اعتنائي او صرفِ نظر کولو سره له دې قام سره ستره جفاء او نامردي کړېده.
دلته د همدغو دوو طبقو ځینو کمزوریو ته اشاره کوم؛ یوه د قامپرستانو او بله د همدې قام د مذهبي طبقې کمزوریو ته؛ ځکه دا دواړه طبقې د پښتون قام د رهبرۍ مدعیان دي. د مذهبي طبقې ستونزي به د همدې لیکني په دوهمه برخه کي ولیکم؛ د قامپرستانو لویه ستونزه دا ده چي دوی د رهبرۍ له خلا سره مخ دي؛ همداسي دوی د تاریخ په متن کي هم یتیم او بې ریښې را روان دي؛ د تاریخ یو کمزوری اړخ دا دئ چي همدا شی د قامپرستانو په زیان هم تمام سوی؛ تاریخ یوازي بریالي مبارزین ستایي او ثبتوي ئې؛ یعني په تاریخ کي د نوم ثبتولو لپاره دا مهمه ده چي بریالی تاریخ به لري؛ څرگند مثال ئې فقیر اېپي دئ؛ نوموړي که یوه سیمه آزاده کړېوه؛ نن به د ستر قائد په نوم ستایل کېدی؛ خو دا چي له خپلي دعوې لاس پر سر سو؛ د سکوت غېږي ته ئې پناه یووړه؛ په تاریخ کي ئې یادونه خَپ سوي دي؛ خو بل طرف ته بیا منډېلا، گاندي، چي گوېرا/فېډرل کاسټرو او نور ورته نومونه ئې د یادوني وړ دي چي د شهرت اسمان ته پورته سوي... د همدې لاري په ناکامو قامپرستانو کي ئې بل د سر سړی علي شریعتي بللی سو؛ نوموړی د ایران د اسلامي انقلاب څپې ډېر لیري وغورځوی او د خلکو له اذهانو ئې هېر کړ؛ نوموړی په مرموز ډول ووژل سو؛ څه شهرت چي ئې موجود دئ هغه ئې د فلسفي ویناوو له وجهي دئ؛ ډېر خلک حتٰی له دې هم بېخبره دي چي نوموړی مذهبي لیډر وو او که قامپرست...؟!!! ځکه ځیني ئې په تخلص دوکه سوي. همداسي د پاچا خان مرحوم یادونه هم مهمه ده؛ دغو وروستیو دوو کسانو د ناکامۍ له اسبابو یو سبب دا هم دئ چي دوی د خپل قامونو له نفسیاتو او نبض سره اشنا نه ول. د پاچا خان فلسفه خنثاء سوه؛ خدایي خدمتگاران چي څنگه زاړه او مړه سول د دوهم نسل فلسفې ئې یوټرن وکړ؛ ۳۶۰ درجې تغییر؛ دوی له هغو حقائقو منکر سول چي پر هغوی ئې مشرانو زندانونه او جلا وطنۍ تېري کړي وې... موږ نن د دوی د زوال کیفیت گورو.
د قامپرستانو ناسم انتخاب:
تاریخ؛ بالخصوص د قامپرستانو تاریخ یوازي بریالي انقلابیون او قربان سوي سړي ورسره ثبتوي؛ ځکه دا تگلاره انقلابي ده؛ پر دې لاره متذلذل شخصیتونه ورکېږي؛ دوی وخت پر وخت شهیدانو ته ضرورت پیدا کوي؛ کنه وو مفکوره ئې پیکه کېږي؛ همدا لامل وو چي د نويیمي لسیزي په پای کي دوی کوم د پام وړ انقلابي مشر نه درلودی؛ یوازینی سړی چي د دوی دښمن ئې نقد کوی که څه هم هغه پر بل بنیاد دا کار کاوی؛ پښتنو قامپرستانو د دښمن دښمن ته د دوست په سترگه وکتل؛ چي کله ډاکټر نجیب الله اعدام سو؛ تر ټولو وړاندي پښتونخوا ملي عوامي گوند د شهید لقب ورته وکاروی؛ تر دې وړاندي د ډاکټر نجیب په تړاؤ چا دا جسارت نسو کولی؛ همغه وو چي د قامپرستانو تاریخ ته د دوی په قول یو بل شهید ور اضافه سو... دا یادونه اړینه ده چي د رهبرۍ د خلاء تشه د دې باعث سوه چي دوی آن د افغان ملت د ارمانونو پر ضد د روسانو حلیف، د غدار ببرک کارمل ځای ناستی، له پرچم گوند څخه حزب وطن ته ارتقاء کوونکی غدار او وطن فروش کمونیست ولسمشر ډاکټر نجیب د خپل آئیډیالوژۍ سرلاری وټاکي؛ خپل د شهداوو شهزاده ئې وگڼي؛ په داسي حال کي چي تر نجیب داؤد خان ډېر وطنپال وو؛ د پښتونستان د قضیې اصل حامي او ملاتړی هم هغه وو؛ اما دا قامپرستان چي د خپل قام د نفسیاتو او حساسیتونو د درک کولو صلاحیت نلري؛ دوی هغه چا ته د ملي شهید لقب ورکړ چي هم ئې هېواد پلورلی وو او هم ملت؛ هم ئې قتلونه کړي ول او هم نور جنایات او هېواد ئې کورنۍ جگړي ته سوق کړ...
دوی یوازي پر دې اکتفاء ونکړه بلکي د ولسمشر اشرف غني د تېښتي په ورځ ئې هم دا ادعاء وکړه چي که نوموړی پاته سوی وای نو د ډاکټر نجیب الله له برخلیک سره به مخامخ سوی وو؛ د دوی په وینا چي هغه په هیواد کي د پاته کېدلو جرأت کړی وو نو ځکه ولسمشر غني دا جسارت ونکړ او خپل ژوند ئې خطر ته ونه غورځوی. په هر صورت له تاریخه دا بېـخبره طبقه او یا به ووایم چي د افسانوي تاریخ عاشق قامپرستان د حقیقي تاریخ له لوستلو او یا درک کولو څخه عاجز دي. دا ځانگړنه په دوی کي نسته نو ډېر بحث به دلته پر دې نکوم چي ولسمشر غني ولي وتښتېدی او ډاکټر نجیب ولي ونه تښتېدی. دلته همدا یوه جمله کفایت کوي چي ډاکټر نجیب تر هر څه وړاندي د فرار او تېښتي لاره غوره کړه؛ خپله کورنۍ ئې له وړاندي لا له هېواد څخه ويستلې وه؛ خو د ده روزل سوي کمونیستي قوماندان رشید دوستم ئې مخنیوی وکړ او د تېښتي لار ئې ورباندي وتړله او بیا همغه څه پېښ سول چي ټول ترې خبر یو...
د ډاکټر نجیب په اړه سطحي ذهنیت:
د قامپرستانو د سطحي ذهنیت په تړاؤ زما د بحث محوري پوښتنې دا دي چي قامپرستان وایي ډاکټر نجیب ځکه ووژل سو چي د دوی په قول د ډېورنډ د پلورلو پر قواله ئې لاسلیک ونکړ او له همدې امله ووژل سو؛ یو څو پوښتني به وکړو:
• دوی دا خبره نسي درک کولی چي یو څوک په خوښۍ د ډېرو کمو مادي گټو لپاره خپل هېواد پر روسانو پلورلی سي؛ د هغوی په جاسوسي ادارو کي هغوی ته کار کولی سي او له هیڅ وحشت څخه مخ نه اړوي؛ نو هغه به ولي تر دې په یو څه لوړ امتیاز ډېورنډ (یوه ټوټه زمکه) نسوه پلورلی؟!
• دوی دا اعتراف نه کوي چي ډاکټر نجیب روسانو ته دومره گران او وفاداره وو چي هغوی په خپل نازولي ببرک کارمل تعویض کړ؛ تر پایه پر همغه منصب پاته سو؛ کورنۍ جگړه ئې جاري وساتله او له اقتداره ئې د لېري کېدلو تصور نه سو کولی.
• آیا د ډېورنډ ستونزه رښتیا هم په یوه لاسلیک ختمېدلی سوه؟! که داسي وه ولسمشر کرزي به د ورځي یو لاسلیک ورکولی؛ تاسي د همده د بهرنیو چارو د وزیر سپنتا کتاب "روایتی از درون" وگورئ! بیا به د کرزي حیثیت او مقام درک کړئ! یقینا چي دا زمکه د گندمک په شرموونکي تړون کي په یوه لاسلیک له لاسه ورکول سوې وه؛ خو د نړئوال نظم بدلون او نوي قانون د یوه لاسلیک ارزښت او حیثیت صفر کړی دئ. داسي قضیې یا ځواک غواړي او یا ریفرانډم! د مقدسي زمکي او کشمیر نامکمل باب ئې ښه سپیناوی کولی سي!
په دې اړه به یو بل دلیل دا ووایم چي څه موده وړاندي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چي په ۱۸۶۷-م کال کي پر امریکا د الاسکا خرڅلاو 'غیرقانوني' وو او په الاسکا باندي ئې د روسیې د حق ادعا وکړه. په داسي حال کي چي الاسکا په یوه منظم تړون وپلورل سوه او د روسیې اوسېدونکو ئې پر پلورلو هیڅ اعتراض نه درلودو؛ دا چي د ډېورنډ مسئله بېله ده، وضعیت او کیفیت ئې جلا دئ او یو پوره ملت ئې مدعي دئ؛ آیا دا فرضي کرښه په یوه لاسلیک ختمېدلی سي؟! پاکستان به ولي داسي غیر سنجیده کار کوی؟!
ښکاره خبره ده چي د تاریخ مفلسین (قامپرست تنظیمونه) غواړي ځانته یو چگوېرا ولري؛ یو داسي بت چي دوی ئې لمانځنه وکولی سي؛ ځکه د پاچا خان مرحوم پر سر خو دوی اختلاف سره کوي؛ هغه ئې د یوې وړې ټولگۍ مشر وبلی او اوس ئې همغه وړه ټولگۍ چي اکثریت ئې د نوموړي پر خپله کورنۍ مشتمل دئ هم له مفکورې څخه منحرف سويدي. آیا دوی نوي تاریخي لیډرشپ ته ضرورت نلري؟! آیا دا د دوی لپاره ستره خلاء نه ده؟! ځکه هم اوس مجبوراً غواړي یو کمونیست وطن فروش تاریخ ته د اتل په نوم سوق کړي او خپله دا تاریخي تشـه پرې ډکه کړي. همدا جسارت ئې د مذهبي طبقې سره د اختلاف یو بل اړخ هم بللی سو. مذهبي طبقه د کمونیستانو وروستي ولسمشر ته د غدار، قاتل او سازشي خطاب کوي او تر ډېره بریده ئې بیانیه کمزورې هم نده. افغان ملت د کمونستانو په تړاؤ د اسلامپالو د دعوې قاطع ملاتړ کړی دئ. قامپرستان ولي دا نسي درک کولی؟ ځکه افغان ملت د نجیب دوران په خپلو سترگو لیدلی...
قامپرستانو ته سپارښتنه:
دوی ته مشوره دا ده چي حداقل سردار محمد داؤد خو به مو خپل اتل نومولی وای او یا هم بل کوم مطرح افغان یا پښتونـپال سیاستوال چي حدِاقل لاسونه ئې د پښتنو په وینو ککړ نه وای؛ په ارگ کي د دوی همدغه اتل (نجیب یا ئې استاذانو) او ملگرو ئې د کورنۍ د ټولو غړو سره داؤد خان په شهادت ورسوی؛ داؤد خان پښتون هم وو، افغان هم وو او مسلمان هم وو که څه هم په تېروتنه ئې کمونیستان وپړسول. تر نجیب ئې د پښتونستان ستونزه هم ډېره شاربله... وطن دوست هم وو؛ مرگ ئې ومنی خو تسلیم نسو... د ډاکټر نجیب په څېر د ناکامه تېښتي تاریخ هم نلري. خو بدبختانه دوی دا ملت آزاره او مادر آزاره قاتل خپل آئیډیال جوړ کړ! پر دې بیانیه ئې له پوره پښتون قام (افغانانو) په ځانگړې توگه له برنیو پښتنو سره اتحاد ستونزمن دئ. دوی باید ړ خپل قام نبض درک کړي چي غوڅ اکثریت ئې مسلمان دئ.
د قامپرستانو خپلمنځي اختلافات او پر مړو ئې شخړه:
د قامپرستانو خپل په منځ کي اجماع نسته؛ په ښکاره مخالفتونه روان دي؛ داسي اختلافات چي یوازي تخریب کوي نه اعمار؛ د قام دعوه ایسته غورځول سوېده او یوازي پر مشرانو اختلافات جوړ دي؛ پر مــړو ئې سره جگړه ده؛ ر گوندونو په داخل کي ئې سړه جگړه روانه ده؛ د سناتور مرحوم عثمان کاکړ د شناختي ماته تخته د پښتنو قامپرستانو غیرِسنجیدگي او شدید داخلي اختلافات څرگندوي؛ زه پروسږ کال مسلم باغ ته تللی وم د عثمان کاکړ مقبرې ته هم ولاړم؛ دعاء مي ورته وکړه؛ گورم چي د شناختي تخته ئې ماته سوېده؛ له ملگري مي پوښتنه وکړه چي ولي؛ وايي د پښتونخوا ملي عوامي گوند تر ټوټه کېدلو وروسته هره ډله هڅه کوي د شهید کرېډټ ترلاسه کړي او خپل په بیرغ ښکلې سوې شناخته ئې پر قبر ولگوي؛ خپله د شهداوو قافله پرې ستره کړي. د افسوس ځای دئ.
ما تر دې وړاندي له خپلو قامپرستو ملگرو سره کله نا کله پر هغوی یوه طنزي هم نیوکه کړېده؛ زه وام چي تاسي د انقلابي ذهنیت خاوندان یاست؛ مړی، اَخ و ډب مو خوښېږي؛ خو دا چي تگلاره مو بیا سوله ییزه ده نو ځکه د شهادت له مرتبې تر ډېره بریده لیري پاته یاست! که مو په تصادف کي هم سړی په دې لوړه درجه فائز سو نو سمدستي د ملي شهید لقب ورکوئ؛ له بده مرغه چي ستاسي له خپلو ملي شهیدانو سره بیا داسي وضعیت کوئ...!!! په هر صورت پښتنو قامپرستانو لویه دعوه شروع کړېده؛ د داسي دعوو تر انجامه ورسول تر هر څه وړاندي وحدت او پراخه سینه غواړي؛ قامپرستان دي له ماضي څخه را ووځي؛ د شیعه وو په څېر دي د اشخاصو پر سر له خپلو وروڼو سره لاري نه بېلوي... د منظور پښتون یوه مناسبه پالیسي همدا ده چي هغه د بیانیې او شعار لمن ټینگه نیولې؛ تر ډېره بریده پر اشخاصو بې نتیجې بحثونو ته زړه نه ښه کوي؛ په حال کي ژوند کوي او د مستقبل لپاره هیلي او امیدونه لري. یو بل مناسب کار چي نوموړي وکړ او باید وستایل سي؛ هغه دا وو چي د قامپرستانو په صفونو کي ئې اسلام ښه سم وځلوی؛ هغه دعوې ئې مردودي کړې چي قامپرستان ئې سوسیالیزم ته مائل ښودل؛ که څه هم ځیني اشخاص پر هغه طرف کاږه سوي هم ول... خو دا یو حقیقت دئ چي پښتون مسلمان دئ او له اسلام پرته ئې وجود نیمگړی؛ رب تعالی دي وکړي چي د پښتون قام مشران له تېرو زدکړه وکړي او خپلو راتلونکو نسلونو ته یوه سوله ییزه او امن وطن ورغوي... پښتونخوا د امن ځانگو سي... او د وروڼو ملتونو سره یو ځای پرمختگ وکړي...
جاري ده...