No-IMG

مهم ترين های امروز جمعه

: مسعود پزشکیان، رئیس‌جمهور ایران و ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در حاشیه حضور در همایش بین‌المللی «ارتباط متقابل زمان‌ها و تمدن‌ها-مبنای صلح و توسعه» که به مناسبت سیصدمین سالگرد تولد «مختوم قلی فراغی» در ترکمنستان برگزار شد، دیدار و گفت‌وگو کردند. به گزارش پایگاه اطلاع‌رسانی دولت ایران، پزشکیان در این دیدار گفت: ارتباط ‌ما با روسیه صمیمانه و ‌راهبردی است.

او با بیان اینکه ایران و روسیه ظرفیت‌های متقابل و مکمل خوبی دارند و می‌توانند به یکدیگر کمک کنند، افزود: مواضع ما در دنیا خیلی نزدیک‌تر از دیگران به یکدیگر است.

: ‏د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې چې د دې هېواد پر پلازمینې بېروت ترسره شوي، ۲۲ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.

اخوا د غزې پر جبالیه پنډغالي او یو شمېر نورو سیمو د اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې ۶۳ کسانو خپلو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي.

: ‏امریکا کې توپان ۱۶ کسان مړه کړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا په فلوریډا ایالت کې د میلټن په نوم توپان، چې تېز باد او باران هم ورسره مله دي، ۱۶ کسان مړه کړي. راپورونه زیاتوي، توپان د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې له نورو زیانونو او وېجاړیو سربېره د څه باندې درېیو میلیونو خلکو برېښنا هم پرې کړې.

: ‏د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال صادق امام وایي، افغانستان سره د پولې د پیاوړتیا په برخه کې د ټولیز امنیت د تړون له سازمان سره د تاجیکستان د ګډ پروګرام په تړاو به خبرې روان زېږیز کال کې بشپړې شي.

صادق امام د تاجیکستان او روسیې په بین الپارلماني فورم کې دغه راز ویلي، هېواد یې د ځپل شویو افغانانو لپاره د مرستې غږ پورته کوي او له افغانستان سره د خوړو، برښنا او بنسټیزو اړتیاو په برخه کې مرستې کوي. د نوموړي په خبره، تاجیکستان له افغانستان سره پوله کې سوداګریزه راکړه ورکړه هم پیل کړې ده.

: ‏امروز (جمعه، ۱۱ اکتوبر) برابر با "روز جهانی دختر" است.

در  ۱۹ دسمبر ۲۰۱۱، مجمع عمومی سازمان ملل متحد با تصویب قطع‌نامه‌ای، ۱۱ اکتوبر را به عنوان روز جهانی دختر اعلام کرد تا حقوق دختران و چالش‌های منحصر به فرد آن‌ها در سراسر جهان به رسمیت شناخته شود. امسال از این روز با شعار "دیدگاه دختران برای آینده" تجلیل می‌شود.

: ‏روزا اوتونبایوا، رییس یوناما در افغانستان، به مناسبت روز جهانی دختر گفته که این روز مهم را در افغانستان «با غم و اندوه فراوان» گرامی می‌داریم، زیرا اکنون یک هزار و ۱۲۰ روز از زمان ممنوعیت آموزشی دختران بالای ۱۲ سال می‌گذرد. او در بیانیه‌ای افزوده که بیش از سه سال فرصت از دست‌رفته است؛ نه فقط برای میلیون‌ها دختر، بلکه برای خانواده‌ها و کل کشور. به گفته‌ی او، با گذشت هر روز زندگی دختران بیش‌تر آسیب می‌بیند.

: بر اساس گزارش یدیعوت آخرونوت، جلسه کابینه سیاسی و امنیتی اسرائیل به ریاست بنیامین نتانیاهو، نخست‌وزیر این کشور حدود 4 ساعت به طول انجامید که در آن تصمیمی در مورد حمله به ایران اتخاذ نشده و رأی‌گیری نیز صورت نگرفته است.

هنوز اختیارات لازم در این زمینه به نتانیاهو و یوآو گالانت وزیر دفاع اسرائیل به دلیل عدم تصمیم‌گیری، داده نشده است. همچنین، سفر گالانت به آمریکا برای بررسی این موضوع به تعویق افتاد.

جو بایدن، رئیس‌جمهور آمریکا در مکالمه تلفنی با نتانیاهو در تاریخ 9 اکتبر، از او خواسته تا حملات به بیروت را به حداقل برساند.

: ‏د روسیې د فډراسیون شورا د نړۍوالو چارو رییس ګریګوري کراسین وایي، منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره خبرې اړینې دي.

ګریګوري کراسین دغه خبرې تاجیکستان کې د منځنۍ اسیا سیمه ییز امنیت په تړاو غونډې ته کړې دي. تر دې وړاندې د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي و چې په نږدې راتلونکي کې به اسلامي امارت روسیه کې  د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي.

: ‏یو شیا یونگ نماینده ویژه چین برای افغانستان با احمد نسیم ورایچ، مسوول امور افغانستان و آسیای غربی وزارت خارجه پاکستان، در حاشیه نشست فارمت مسکو دیدار کردند. یو شیا یونگ گفته که در این دیدار دو طرف بر تقویت کمک‌ها در زمینه بازسازی و صلح در افغانستان توافق کرده‌اند.

: ‏رویټرز راپور ورکړی چې د حزب الله یو لوړپوړی غړی وفیق صفا د اسراییل له برید ژغورل شوی دی.

راپور کې د درېیو امنیتي سرچینو په حواله لیکل شوي چې پر مرکزي بېروت د اسراییل د تېرې ورځې (پنجشنبې) د بریدونو موخه وفیق صفا و چې شاوخوا ۲۲ تنه یې پکې وژل شوي دي. اخوا ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې لبنان کې د دغه سازمان کارکوونکي له جدي ګواښ سره مخ دي.

: ‏رویټرز د درېیو عربي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونه له امریکا غواړي چې د ایران د تېلو پر زېرمو د اسراییل د احتمالي برید مخه ونیسي.

راپور کې راغلي چې دغه عربي هېوادونه اندېښمن دي چې که اسراییل د ایران د تېلو پر زېرمو برید وکړي نو د ایران ملاتړې ډلې به یې په غبرګون کې د دغو عربي هېوادونو د تېلو پر زېرمو برید وکړي. د عربي هېوادونو دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کیږي چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و چې پر اسراییل د ایران د برید په ځواب کې د دغه هېواد د تېلو پر زېرمو د اسراییل پر احتمالي برید بحث کوي.

: ‏د بلوچستان په ډاکي سیمه کې د ډبرو سکرو پر یوه کان د برید په پایله کې د درې افغانانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه برید د لاسي بمونو او راکټونو په وسیله نن (جمعه) سهار وختي ترسره شوی دی.

راپور کې راغلي چې بریدګرو د دغه کان ټوله ماشینري هم سوځولې ده. د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د مالوماتو لمخې، دغه هېواد کې د روان زېږیز کال له پیله تر دې دمه په امنیتي پېښو کې ۱۵۳۴ تنه وژل شوي چې دغه شمېرې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۳ وې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک