No-IMG

يوولسم اکټوبر؛ پښتون د دوو انتهاوو په منځ کي! - دوهمه برخه

د لیکني په لومړۍ برخه کي د جرگې تر ملاتړ وروسته د عصبیت تعریف وسو؛ مذهبي طبقه دا تعریف ناسم او نا مکمل انعکاس کوي؛ تر تعریف وروسته د قامپرستانو پر ناسم انتخاب او مخکنیو سیاسي مشرانو هم انتقاد وسو؛ اوس د مذهبي طبقې خوا ته راځم؛ زه ځکه بار بار د مذهبي طبقې اصطلاح کاروم چي د اسلامپال توری ډېر ستر راته ښکاري؛ اسلام پال هغه دي چي اسلام ئې په پوره معنی پاللی او عملي کړی وي؛ دا اصطلاح زما په فکر د مذهبي طبقې لپاره کارول غوره نه ده. دلته خامیاني سته. په کوم هدف چي زه پر دوی د نقد جسارت کوم هغوی د اسلامپال توري مصداق نسم گڼلی؛ که هغوی واقعاً هم اسلامپال وی بیا د انتقاد جواز موجود نه وو.

د پښتانه قام د جرگې په ارتباط به دومره ووایم چي جمعیت علماء اسلام ئې ملاتړ اعلان کړ او مولانا صاحب د خپل هیئت ورلېږلو وعده وکړه؛ د جماعت اسلامي مشر پرېکون ورسره اعلان کړ او د پښتنو جرگه ئې د بېـلتون پالو بلوڅانو سره تشبېه کړه یا ئې حدِاقل په هغه درجه کي راوستله؛ او د پښتنو په جرگه کي ئې د جماعت د کارکوونکو پر گډون هغوی ته د سزا گوتڅنډنه هم وکړه. زه ئې دا اقدام د معلوماتو په کمښت تعبیروم. وضاحت ئې بې اساسه گڼم. د برنیو پښتنو د پام وړ نمایندگي موجوده نه وه؛ ځکه هم په دې غونډه کي د ملي بیرغ پورته کول نسم توجېه کولی. دا کار به الله مکړه منفي اثرات ولري. زموږ د وطن د ټولنیزو رسنیو مبارزین یو ځل بیا پر دوو ډلو وېشل سوي؛ یوه ډله قاطع ملاتړ او بله بِلا قید و شرط پرېکون ترې اعلانوي.

 

د جرگې ځیني پرېـکړي:

د جرگې په پای کي د جرگې پرېکړي منظور پښتون په خپله واورولې؛ ما ته ئې یو څو پرېکړي بیا بیخي جالبي او ډېري د قدر وړ دي؛ زه ئې پر سیاسي پرېکړو لکه مخالفینو ته د دوه میاشتني مهلت Altimatum او له سیمې د وتلو وخت ورکول؛ د سرحدي دروازو پر پخواني طرز پرانیستلو پرېکړه او نورو... بحث نه کوم؛ ځکه د لیکني دا برخه د مذهبي طبقې نیمگړتیاوو په گوته کولو ته ځانگړې ده. زه یوازي مهمي پرېکړي او مختصر وضاحت ذکر کوم؛ که چېري دا پرېکړي عملي سوې باور وکړئ چي په پښتون بېلټ کي به یو انقلاب راسي:

•    د پښتنو د خپلمنځي بدیو او ستونزو حل کولو ته مؤثره جرگه (کُمېټه) جوړول؛ دا به پښتانه له هغو محکمو را وگرځوي چي په کلونو کلونو ئې د پرېکړو صادرېدلو ته منتظر وي او ډېر کله ئې تر مرگونو وروسته فیصلې صادرېږي. دا پرېکړه ډېره له حکمته ډکه ده؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کي تر هر څه وړاندي د اوس او خزرج قبیلو تر منځ سوله راوسته. د جرگې دا پرېکړه به د جرگو پخوانی حیثیت اعاده کړي...

•    په بدیو کي به د نجونو ورکړه ودرول کېږي؛ که کوم مشر داسي اقدام کوي؛ هغه به په قامي لېول ملامت/بائیکاټ کېږي او...

•    له موجوده افغان حکومت څخه غوښتنه کېږي چي د مېرمنو حقوقو ته ژمن واوسي او د هغوی فطري او اسلامي حقوق هغوی ته ورکړي.

راځم د لیکني دوهمي برخي ته؛ باید یو څه محتاط واوسم؛ احتیاط د الفاظو په انتخاب کي نه بلکي باید هڅه وکړم په پوره امانت سره هغه څه ووایم چي همدا اوس زموږ د ټولني ترخه حقائق دي. د چا د خوابدون پروا ونکړم. دا سمه خبره ده چي دلته نږدې په هر نقد کي د افراط extremism ځاله جوړه وي؛ ځیني بیخي له نویو تعریفونو سره اشنا کېدل نه غواړي؛ نه د چا توبه مني او نه چا ته د پښېمانۍ جواز ورکوي؛ خپله هره ستونزه د خپل نفس مطابق حل کوي خو د خپل مخالف ستونزه بیا د هغه متشدد عدالت (نفس) مخ ته ږدي چي یوازنی حکم یا د تکفیر او یا هم د تذلیل ترې صادرېږي... داسي خلک چي کله خپله انتقاد کوي هم د اسلام لارښووني په پام که نه نیسي او چي کله د بل نقد ته غوږ نیسي؛ هغه اورېدل او د هغه په ارتباط پرېکړه ئې هم د اسلام له اوصولو سره په ټکر کي وي. له بده مرغه چي خپل دغه افراطي عدالت ته د "اسلام" عنوان وضع کوي! خو اسلام له افراط او تفریط دواړو څخه بري دئ. دا د اعتدال دین دئ او اعتدال هغه دئ چي په ځینو مواردو کي ئې قامپرستان او مذهبیان دواړه لمن پرېږدي. له پښتون قام سره ظلم داسي یو شکل غوره کړی چي په هیڅ ډول نه توجیه کېدلی سي او نه هم نظر اندازه کېدلی سي. د دې ظلم په ارتباط د چا بې تفاوته پاته کېدل په گناه تعبیروم. په دې گناه کي د ډېرو تر څنگ مذهبي طبقه هم پوره ملامته ده. دوی نه پښتون ته د هغوی فطري حقوق ورکړي او نه ئې هغوی ته د اسلامي حقوقو ورکولو مؤثره هڅه کړېده. داسي ښکاري لکه دوی چي د پښتون ستونزي اصلاً درک کړي نه دي؛ په داسي حال کي چي بار بار حتی د اقتدار لوړو څوکیو ته ورسېدلي خو لومړیتوبونه ئې نور غوره کړي او خپل قام ته ئې شا اړولې ده.

د پښتون قام سره د مذهبي طبقې بې پروا برخورد:

په دې اړه به د مذهبي طبقې له لاابالۍ څه ووایم؟! زموږ د مذهبي طبقې مثال د یوه کور د هغه بې پروا ځوان دئ چي له خوبه غرمه را پاڅي؛ د کور له هیڅ ستونزي سره سر و کار نه لري؛ خو جنگ جگړه ئې بیا د کلي له بدماشانو سره وي؛ کله ئې دی ټکولی وي کله ئې هغوی ځغلولي وي؛ ماښام بیا د کلي پر کومه چوتره د خپل شهامت کیسې کوي؛ نور نه د کورنۍ په اړه سوچ وهي؛ نه خپله نرمي کوي نه د نورو سره د تعامل فلسفه لري؛ نه مسؤلیتونه پېژني؛ خپلو وروڼو ته وایي په ټول کلي کي څوک چَپ نسي درته کتلی؛ له کلي د وتلو مېړانه بیا تاسي مه کوئ! او د ماښام د خوړو پوښتنه/غوښتنه به هم زما څخه نه کوئ!

دا یو تریخ حقیقت دئ چي زموږ مذهبیان د سیمي له ستونزو بېخبره دي؛ بلکي په بې خبرۍ به برائت نه ورکوم؛ غیر ضروري دعوې ئې کړيدي. له بده مرغه چي هغه دعوې ئې هم بریا ته نه دي ورسېدلي؛ ممکن یو سبب ئې دا هم وي چي دوی داخلي محبوبیت او د خپلو ولسونو قاطع ملاتړ نه دئ ترلاسه کړی. چي څه ورته وایې وایي وطن مو درته آزاد کړی یا مو مدارس درته ساتلي او یا مو هم د گرانیو پر سر د وخت له حکومتونو سره ډغري وهلي؛ خلاصه هغوی یوازي د وطن آزادۍ، د مدارسو ساتني او خوراکي توکو د قیمتونو کنټرول ته ژمن دي نــه د خپل ولسونو آزادۍ، امن او اقتصاد ته؛ دا یو تریخ واقعیت دئ. دلته مي اشاره درېیو مذهبي گوندونو ته ده. تر ژبي لاندي ئې نکوم؛ پر قامپرستانو په جرأت نقد کوم نو دا هم مېړانه او انصاف نه دئ چي د مذهبي ډلي ملامتۍ دي بیا نظراندازه کړم...

د مذهبي طبقې حساسیتونه:

د دوی سیاستونه ډېر ژر تغییر کوي؛ پرېکړي ئې مجهولي وي یا ډېري مغلقي؛ عوام ئې په فلسفه بیخي نه پوهېږي. فتواوي او فلسفې ئې ډېری ژر ژر اوړي را اوړي؛ د سیاست همغو مردودو تعریفونو ته قائل دي چي هغه هیڅ اسلامي نه دي؛ کوم کار چي ئې مخالف کوي هغه بد او کوم چي دوی کوي هغه عینِ اسلام؛ بلکي دوی تر قامپرستانو یو قدم وړاندي ځي؛ د تکفیر اختیار هم ورسره ساتي. دین ئې مسلکي Professionalized کړی؛ محدوده کړۍ ئې پر را گرځولې ده؛ له دوی پرته بلچا ته اختیار نسته چي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نوم واخلي؛ آه که په داسي داعي کي کومه ظاهري تېروتنه موجوده وه بیا خو نو... دا خبره د بشپړي سیمي د مذهبي ډلو په تړاؤ کوم؛ کوم خاص ټولگی مي هدف نه دئ؛ آیا موږ ونه کتل چي وایي د ډاکټر/انجینیر ئې له قرآن سره څه؟! یا وایي قرآن خپله مه گورئ چي گمراه نه سئ؟! (العیاذ بالله) دا د هدایت د عظیم کتاب په حق کي جفاء ده.

په همدې تړاؤ به یو بل مثال هم ووایم؛ ډاکټر رضوان اسد خان صاحب وایي: ”نن سهار مي له خپل پخواني همصنفي سره ولیدل چي اوس ملحد سوی دئ؛ د درسِ نظامي متخصص دئ او د قادریه سلسلې له یوه مشهور پیر سره پر بیعت هم پاته سویدئ. نن چي مي خبره ورسره وسوه نو د علمای سوء او مذهبي طبقې له رویې څخه مرور وو؛ ځوروونکی حقیقت دا دئ چي په دوه ساعته خبرو کي چي ئې څه وویل په هغه کې یوه هم داسي خبره نه وه چي ما دې دفاع ترې کړې وه. د یوه ضعیف حدیث توري دي چي عُلَمَاؤُهُم شَرُّ مَن تَحتَ أَدِیمِ السَّمَا... په صحیح حدیث کي هم راځي چي دا امت به کټ مټ د بني اسرائیل پیروي کوي؛ داسي ښکاري چي همدا هغه زمانه ده... خپله یوه پخوانۍ لیکلې جمله را په یاد سوه... د الحاد راتلونکی به مذهبي طبقه په خپله رویه سره روښانه کوي.“

له ډېري مودې څخه مي همدا شی ځوروي؛ هغه خلک چي په ښاري ټولنه کي ژوند کوي د مذهبي بلکي په ځینو مواردو کي د دیني مقدساتو په اړه د هغوی ملاحظات نسبتا تر هغو زیات دي چي په یوه اطرافي ټولنه کي مقید ژوند تېروي؛ زه ډېر داسي کسان پېژنم چي ډېر وړاندي ئې اسلام ته الوداع ویلې او اوس یوازي نمایشي مسلمانان دي؛ هغوی دا جرأت په ځان کي نه دئ لیدلی چي له کوم مذهبي شخصیت څخه دي د پوښتني جسارت وکړي؛ د ډاکټر ذاکر نایک راتگ او له هغه څخه بِلاخوف و حراس پوښتني او استدلال زما د دعوې ملاتړ کوي. مستند راپورونه ښيي چي د ایران او سعودي خلک په ریکارډ کچه د اسلام له مقدس دین څخه مرتد کېږي؟! زه په خپله ټولنه کي داسي کسان وینم چي د افرادو په تېروتنو دین ته بای بای وايي او ترې ځي... یا په شخصي مجالسو کي د مذهبي طبقې په گناه اسلام تر پوښتني لاندي راولي؛ دا یقیناً د هغوی جهالت دئ خو په دې اړه د مذهبي طبقې بې غَورۍ نه سي نظراندازه کېدلی. آیا دا جدي ستونزه نه ده؛ مذهبي طبقې د دې کار د مخنیوي په اړه کوم اقدامات کړيدي؟! دوی ولي هغه ستونزي نظراندازه کوي چي هغه د یوه سرطان حیثیت خپلوي؟! مذهبي طبقې د تشکیک د دفعِ په هکله څه کړي دي؟! دا ستونزي به اوس پټ پټ ذکر کېږي؛ الله مکړه که دا فتنې عادي سي بیا ئې مخنیوی ممکن نه دئ. خیر دلته مي یوازي د مثال په ډول دا خبره وکړه؛ پر دې موضوع به بیا تفصیلي بحث کوم...

د مذهبي طبقې لخوا د قامپرستۍ ناسم تعریف:

د لیکني په لومړۍ برخه کي ما پر تعریف مختصر بحث وکړ؛ نن مي پر ټولنیزو رسنیو د مذهبیانو غيرسنجیده بحثونه وکتل نو یو ځل بیا وضاحت کوم چي د مذهبي طبقې لخوا د قامپرستۍ تعریف همغه دئ چي مخکي مې یادونه کړېده؛ دوی د قام د روا دیني او فطري حقوقو مطلق غوښتنه هم په عصبیت سره تعریف کړېده؛ سره له دې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلّم وضاحت/تعریف دا تعبیر ردوي؛ دا نسبت که ځینو قامپرستو سیاسي گوندونو او مشرانو ته ئې وسي؛ ممکن سم به وو؛ البته د هغو کسانو په اړه هیڅ صدق نه کوي چي هغوی د امن ژوند غواړي؛ د خپلو مسلّمو اسلامي او انساني حقوقو غوښتنو په پار د خپل قام سره یو ځای سوله ییز احتجاج او جرگې کوي؛ د دوی جرگې عین شورایي سیسټم دئ او شوری د اسلام تر ټولو ښکلی صفت دئ... په دې اړه به یو څه عرائض موجود وي؛ ممکن دا کار به تر دې هم په احسنه توگه ترسره کېدلی سو خو له سره د دې دعوې سره اختلاف د پښتون قام په حق کي لغړه جفاء ده. بې عدالتي ده. مطلق ناپوهي یا ړوند حسد دئ. جرگه ختمه سوه؛ پرېکړي ئې صادري سوې؛ مضمون ډېر اوږدېږي پر همدې اکتفاء کوم.

الله تعالی دي پر مظلوم پښتون قام او ټولو مظلومو مسلمانانو رحم وکړي؛ رب دي د انصاف جرأت راکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک