
مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور د قطر سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو غوښتي چې بې سرپرستو او یتیمو ماشومانو سره د مرستو سربېره له افغانستان سره د پاکو اوبو د څاګانو کېندلو په برخه کې هم مرستې وکړي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب الدین دلاور دغه خبرې افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مسوول حسین یونس سره کتنه کې کړې دي.
✒️: مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د عوایدو راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کې سوداګریزو فعالیتونو او د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت ته په کتو روان کال کې د تېر کال همدې مودې پر تله ګمرکي فعالیتونو کې ۱۸ سلنې مثبت بدلون راغلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت د ګمرکونو رییس په مشرۍ د هېواد د ګمرکي فعالیتونو د ارزونې په تړاو غونډه کې دغه راز د هېواد د سوداګرۍ څېړنې ښودلې چې روان کال کې هېواد ته د واردېدونکو توکو کچه هم ۳۲ سلنې لوړه شوې ده.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، ځینې ایرانۍ رسنۍ او سیاسیون دغه هېواد کې د افغان کډوالو په تړاو ناسم معلومات خپروي چې په خبره یې، د افغان کډوالو ځورولو ته لاره هواروي.
شېر محمد عباس ستانکزي دغه خبرې د کابل د وچې مېوې د پروسس او صادروونکو ټولنې د رییس او مرستیالانو د پېژندنې په غونډه کې کړې دي.
✒️: د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د ناروې کمېټې له لوري د نږدې ۱۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یوه انسټېټیوټ د جوړولو چارې پیل شوې.
د کاپیسا ولایت رسنیو مرکز د خبرپاڼې له مخې، دغه انسټېټیوټ په ۴ جریبه ځمکه په دوو پوړونو کې له شنې فضا سره جوړېږي او یوه کال کې به یې چارې بشپړې شي.
✒️: د افغانستان د کرېکټ «الف» ملي لوبډلې، د هانګ کانګ، عمان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو ۲۰ اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته پر ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوې غونډه کې د پاکستان د وضعیت په تړاو وايي چې، په دغه هېواد کې نن هغه وضعیت روان دی کوم چې، د شورویانو یا د امریکایانو له راتګ سره په افغانستان کې و.
نوموړی همدارنګه زیاتوي چې، پاکستان نن سیاسي، اقتصادي او حتا امنیتي ثبات نهلري.
✒️: ایران ادعای واشنگتن_پست درباره حملات 7 اکتبر 2023 را رد کرد.
نمایندگی دائم ایران در سازمان ملل متحد درباره ادعای روزنامه واشنگتن پست در خصوص "اسناد محرمانه" مبنی بر آگاهی ایران از حمله 7 اکتبر 2023 و تلاش حماس برای متقاعد کردن ایران برای همکاری در این حمله به خبرنگار آنادولو گفت: این ادعاها را تکذیب میکنیم.
✒️: شمار قربانیان حملات اسرائیل به غزه به 42 هزار و 227 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 52 نفر دیگر در غزه کشته و 128 تن نیز زخمی شدند.
✒️: عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران که به منظور انجام دیدار رسمی به بغداد، پایتخت عراق سفر کرده، ابراز داشت: خواهان جنگ و تنش نیستیم اما برای هر سناریویی کاملا آمادهایم.
✒️: حسن کاظمی قمی، سفیر و نماینده ویژه ایران در امور افغانستان، گفته است که جلوگیری از سیل مهاجرت افغانها و کمک به «طالبان» در مبارزه با هراسافگنی، از موضوعات اصلی ششمین نشست فارمت مسکو بوده است. به گزارش رسانههای ایرانی، آقای قمی افزوده است که کشورهای همسایه در این نشست با هدف کمک به افغانستان برای مبارزه با هراسافگنی و فراهمسازی شرایط لازم برای بازسازی این کشور، در قالب یک ابتکار منطقهای گرد هم آمدند.
✒️: به گزارش رویترز، امروز (یکشنبه) در جریان درگیری میان نیروهای حزبالله و اسراییل، یک نیروی دیگر سازمان ملل نیز زخمی شده است. در این گزارش به نقل از حزبالله آمده است که آنان پس از آن وارد جنگ با اسراییل شد که نیروهای اسراییلی تلاش داشتند وارد روستای رامیا در جنوب لبنان شوند. پیشتر نیز در حمله نیروهای اسراییلی به مقر نیروهای حافظ صلح سازمان ملل در لبنان، دو نیروی حافظ صلح زخمی شدند که واکنشهای زیادی را در سراسر جهان به دنبال داشت.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد به د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرمشریزه کې به د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبیکستان او تاجیکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرمشریزه کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه ګډون وکړي. د شانګهای همکاریو سازمان دغه سرمشریزه کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.
✒️: افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف د فرانسې د وسله والو ځواکونو وزارت له پلاوي سره کتلي دي.
ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کتنه کې د افغانستان اوسني وضعیت او هېواد کې د "ناورین" د حل لپاره د هڅو په اړه خبرې شوې دي.
فرانسوي پلاوي سیمه کې د امنیت لپاره د ازبیکستان پر ونډې ټینګار کړی او افغانستان کې یې د سولې لپاره د ازبیکستان هڅې ستایلې دي.
✒️: علی کاظمی، دبیر مرجع ملی کنوانسیون حقوق کودک وزارت عدلیه ایران، گفته است که ۸۵ درصد کودکان کار در تهران، مهاجران افغان هستند.
به گزارش رسانههای ایرانی، کاظمی افزوده است که مشکل بازماندگی از تحصیل و مسایل مالی موجب میشود این کودکان از سر ناچاری، بر سر چهارراهها بایستند.
✒️: اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، بلوچستان کې یې د یوه کان پر کارکوونکو وروستي برید کې د وژل شویو اوو تنو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو اوو تنو، درې یې پاکستان کې کډوال و چې جسدونه یې کویټه کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
دغه سفارت د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
✒️: امریکا شهروندان تاجیکستان را به اتهام ارتباط با داعش اخراج کرد.
برخی رسانههای امریکایی گزارش دادهاند که مقامهای فدرال این کشور از میان هشت شهروند تاجیکستان که با گروه داعش ارتباط داشتند، چند تن آنان را اخراج کرده است.
بر بنیاد گزارشها، این افراد در انجام حداقل یک حمله در امریکا دست داشتهاند.
این افراد از نیویارک و دو شهر دیگر امریکا اخراج شده و درباره شمار دقیق آنان جزییات داده نشده است.
✒️: اسوشیټډپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان له یوه افغان وګړي چې په دغه هېواد کې پر یوه شکمن برید تورن دی پلټنې کوي. دغه ۲۲ کلن افغان وګړی څو ورځې مخکې د فرانسې په تولوز سیمه کې له دوو نورو کسانو سره نیول شوی و.
د سرچینې د راپور پر بنسټ، دغه کس هوډ درلود چې د فوټبال په یوه لوبغالي یا یو پلورنځي کې د تاوتریخوالي اقدام وکړي.
✒️: د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین له رسنیو سره خبرو کې د پښتنو پر سیمه د چین او امریکا سیالۍ ته په اشارې وویل: «د پاکستان واکمنان د ترهگرۍ د جوړولو لپاره له امریکا ډالر اخلي او د ترهگرو د وژلو په پلمه له چین څخه پیسې اخلي.»
منظور پشتین زیاته کړه چین د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) کامیابول غواړي او امریکا بیا د دې دهلیز د ناکامولو په لټه کې ده.
منظور پشتین وویل: «د بر وطن ستونزې هم په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان لخوا جوړیدې او که دا ځای پښتنو خپل کړ نو دا به خپله د بر وطن د ستونزو حل وي.»