د پښتون ژغورنې قامي جرګه او د کمونيستانو دوه مخي
غزل ترنم
د پښتون قامي جرګه ؛ دا ځل په داسې حال کې داير شوه چې ؛ په کمونيزم پورې تړليو ډلو يې حمايت ونه کړ ! دوی ځکه دا جرګه تحريم کړه چې د مرګونو وېره پکې وه او کمونيست نه د ننګ سړی دی او نه د قربانۍ !! منم چې د افغانستان کمونيستان يې په چکچکو بدرګه کوي ؛ خو هغه هم هغه خلک دي چې ډېری يې له مرګونو په زرګونو کيلو متره لري ؛ په اروپا او امريکا کې چکر وهي ؛ نه د مرګ له وېرې سره مخامخ دي او نه د قربانۍ په ميدان کې ولاړ ؛ هغوی هم د پاکستان کمونيستانو په څېر د امتياز غوښتونکي او شعاري خلک دي ؛ که امتيازات په لاس ورتلل ؛ او د مرګ وېره نه وه ؛ نو بيا به تر بل هرچا تُند شعارونه ورکوي ؛ خو که د سر خطره وه ؛ نو بيا کمونيست پکې په دوربین ولاکه وليدل شي ؛ ځکه خو ښايي ؛ د حلوا مجنونان وګڼل شي .
همدې حقيقت ته په پام ، د پاکستان کمونيستانو جرګه تحريم کړه ، لا چې د آی ايس آی پر ننګ و درېدل ؛ خو هغه پښتانه
ډلې ، ډلې ورغلل چې د ايمان پر بنسټ پر پښتون خوږيږي ؛ د هغوی پر مخ ټولې دروازې وتړل شوې ؛ گوت څنډنې ورته و شوې ، په مرګ و ګواښل شول ، د زندان له خطر سره مخ شول ؛ خو په شا رانغلل ؛ په غرونو ور وختل ، له پوليسو سره لاس او ګریوان شول ، آن تر دې چې له سرونو تېر شول ، مرګ يې قبول کړ ؛ خو د جرګې د تحريم پېغور يې قبول نه کړ !! له دې نه پته لګولی شئ چې د کمونيست او مسلمان ترمنځ څومره توپير موجود دی ! حقيقت دادی چې مسلمان د قربانۍ سړی دی ؛ خو کمونيست راحت طلب ، شعاري ، دروغجن فريب کار ، د پرديو اجنټ او د شهيدانو له وينو لاسته راغلي امتياز ته په کمين کې
ناست غل !! عجيبه ده چې له دې جرګې نه د پاکستان ټي ټي پي او د عمران خان پښتنو حمايت اعلان کړ ؛ خو په ولي خان او محمود خان پورې تړليو کمونيستانو يې د سبوتاژ هڅه وکړه !!
دوی له ابتدا نه همداسې خلک وو ؛ پر افغانستان د روسانو د يرغل په مهال د روسانو په څنګ کې ولاړ وو ، دراز کوف ټوپک يې ترې واخيستل ، روسانو او نجيب ته يې وعدې ورکړې چې پاکستان ته د مجاهدينو د تګ راتګ لارې به تړي ، وژني به يې ؛ خو مجاهدين پرې ړومبی شول او له سرحد دې خوا يې هغه وسلې ترې واخيستې چې له روسانو او ډاکتر نجيبه يې ترلاسه کړې وې .
دوی هغه مهال هم د پرديو استخباراتو غېږې ته لوېدلي وو ، هم د روسانو غلامان وو او هم د آی ايس آی !! له دوی سره پښتو د امتيازاتو د تصاحب تر بريده مطرح وه ؛ خو په حقيقت کې د پښتنو بنيادي دښمنان وو !! د منظور پښتين داعيه هم دوی بدنامه کړه ؛ د نجيب انځورونه يې په لاس ورکړل ، چې له يوې خوا د پښتون ګټنې داعيه بدنامه کړي ، او له بلې خوا نړۍ ته وښيي چې د پښتون ژغورنې حرکت ؛ اساسي محرکين کمونيستان دي !!
دوی د پښتون ژغورنې له داعيې نه سؤ استفاده کوي او په عين حال کې يې رازونه د آی ايس آی ، سي آی اې ، او کا جي بي تر مېزونو رسوي !!
خدای دې وکړي چې د پښتون ژغورنې منسوبين د کمونيستانو خطر او دوه مخۍ ته متوجه شي او د خپل غورځنګ په ترکيب کې يوازې او يوازې هغو کسانو ته ځای ورکړي چې د پښتون داعيې په وړاندې وړلو کې ؛ هم له سرونو تېرېدای شي او هم په ايمان سنبال وي .