No-IMG

د مشر سنوار وصیت!

زه یحیٰی یم؛ د کـډوال زوی؛ چي پردیتوب ئې لنډمهاله وطن گرځولی او خوب ئې په ابدي مبارزه تبدیل کړی. زه دا توري کاږم او دا وخت زما د ژوند هره شېبه زما د سترگو په وړاندي پرته ده؛ په کوڅو کي مي تېر کړی ماشومتوب، بیا د زندانونو اوږده کلونه او بیا د وینو هر څاڅکی چي پر دې خاوره بهول سوی. زه د خان یونس په کمپ کي په ۱۹۶۲-م کال کي زېږېدلی یم؛ دا هغه زمانه وه چي زما هېواد یوازي یو یــاد وو چي تار تار ئې کړ؛ محضِ یو څو نقشې وې چي د سیاست پوهانو پر مېزونو په هــېر سوي حالت کي پرتې وې.

زه هغه سړی یم چي خپل ژوند مي د اور او سکـارو په منځ کي تېر کړ او ډېر پخوا مي دا درک کړه چي د غاصبانو په سایه کي د ژوند تېرولو معنٰی د تل لپاره په یوه زندان کي د اوسېدلو سره مترادف دئ. ما په ډېره کم عمرۍ کي دا درک کړې وه چي پر دې زمکه ژوند کول ساده خبره نه ده؛ څوک چي دلته پیدا کېږي هغه به په خپل زړه کي نه ماتېدونکې سلاح پورته کوي او باید دا درک کړي چي د آزادۍ لاره ډېره اوږده ده. تاسي ته زما وصیت له دې ځایه پیل کېږي.

له هغه هلک څخه چي پر یرغلگر ئې لومړۍ ډبره وغورځوله او چي دا ئې زده کړه چي دا هغه لومړني توري دي چي موږ د هغوی پر مټ خپله خبره هغه نړۍ ته اورولی سو چي زموږ ټـپـونه گوري خو بیا هم خاموشه پاته ده. ما د خپل وطن پر څړکونو دا زده کړه چي انسان د هغه د عمر د میاشتو او کلونو په تېرولو نه اندازه کېږي بلکي له دې اندازه کېږي چي هغه د خپل وطن لپاره څه شي وړاندي کوي. زما ژوند له دغو شیانو څخه عبارت وو: زندانونه، جگړې، تکلیفونه او امیدونه.

ما تر ټولو وړاندي په ۱۹۸۸-م کال کي په زندان کي گام کښېښودئ او د عمر بند سزا راته واورول سوه؛ خو ما وېره ځانته نږدې پرې نـښوده. په هغو تیارو کوټو کي به مي په هر دېوال کي دننه کلکینان لیدل چي له هغو څخه به مي لېري اُفق تر سترگو کېدئ. له هري شیشکي (د پنجرو اوسپني) څخه به مي رڼا د خپرېدلو په حال کي لیدله چي د ازادۍ لاره به ئې روښانه کوله.

ما په زندان کي دا زده کړه چي صبر یوازي یو اخلاقي صفت نه دئ بلکي دا یوه سلاح ده؛ یوه ترخه وسله لکه څوک چي د سیند توروې اوبه څاڅکي څاڅکي وڅیښي. تاسي ته زما وصیت دا دئ چي له زندانونو څخه وېره مه کوئ! زندان خو د آزادۍ تر منزله د ورسوونکو لويو لارو یوه برخه ده.

زندان ماته را وښودل چي آزادي یوازي یو حق نه دئ چي غصب سوی وي؛ هغه خو یو فکر وي چي د تکلیف له رِحم څخه زېـږې او په صبر سره تـېز (سوان) سوی وي. چي کله په ۲۰۱۱-م کال کي "د احرارو وفاداري" په نوم تبادل کي له زندان څخه را ووتلم نو زه د پخوا په څېر نه وم پاته سوی. چي کله زه را ووتم زما شخصیت قوي سوی وو او پر دې خبره مي یقین زیات سوی وو جي موږ چي څه کوو هغه یوازي یو موقت کشمکش نه دئ بلکي دا زموږ نصیب دئ چي موږ به ئې د خپلو وینو تر وروستي څاڅکو شرف خوندي ساتو.

زما وصیت دا دئ چي ټوپک مو ټینگ درسره ونیسئ؛ یعني په هغه عظمت سره چي په هغه کي هیڅ نوع سودا موجوده نه وي او په هغه خوب سره چي هیڅ کله د مرگ مخ ونه گوري. دښمن غواړي چي موږ له مقاومت څخه لاس واخلو او خپله قبضه هغو مذاکراتو ته پرېږدو چي هیڅکله به نه ختمېږي. خو زه تاسي ته وایم: څه چي ستاسي حق دئ پر هغه مذاکرات مه کوئ! هغوی ستاسي تر سلاوو ډېر ستاسي له استقامت څخه په وېره کي دي. مقاومت یوازي سلاح نه ده چي موږ اوچته کړې ده؛ مقاومت خو د فلسطین لپاره زموږ مینه ده چي زموږ له هري ساه سره تازه کېږي. مقاومت خو زموږ دا اراده ده چي موږ به د حصار (کلابندۍ) او ظلم باوجود هم باقي پاته کېږو.

زما وصیت دئ چي تاسي بس د شهداوو وینو ته وفادار اوسئ! هغوی ولاړل او موږ ته ئې دا ازغنه لاره پرېښوده؛ هغوی په خپلو وینو سره موږ ته د آزادۍ لاره هواره کړه؛ د سیاستمدارانو د گټو په خاطر او د ډیپلوماسۍ په لوبو کي د هغوی هڅي مه ضایع کوئ! زموږ کار دا دئ چي مخکنیو چي کوم کار پیل کړی هغه تر پایه ورسوو او له هغې لاري بالکل منحرف نه سو؛ ولو که د هغه لپاره هر څومره ستره بیه پرې کړو. غزه د استقامت مرکز او د فلسطین درزېدونکی زړه مخکي هم وو او وروسته به هم وي؛ ولو که دا پراخه زمکه زموږ لپاره هر څومره تنگه هم سي.

ماته چي کله په ۲۰۱۷-م کال کي په غزه کي د حماس مشرتوب را ورسېدی نو هغه یوازي د مشرتابه بدلون نه وو بلکي د مقاومت تسلسل وو چي له ډبري څخه پیل سوی وو او په ټوپک لا هم جاري وو... په کلابندۍ کي زما د محصور قوم درد زه هره ورځ ځورولم؛ زه پوهېدلم چي د آزادۍ پر لور زموږ هر پورته کوونکی گام قیمت غواړي. خو زه تاسي ته وایم: د ماتي منلو قیمت به تر دې ډېر ستر وي؛ نو ځکه هم په دې زمکه پوري ونښلئ همغسي لکه ریښې چي له خاورو سره نښلي. کوم ملت چي د ژوند کولو پرېـکړه کوي نو هیڅ باد نسي کولی هغه مات کړي.

د الاقصی توپان د جگړي پر وخت زه د کوم (ځانگړي) گوند یا تحریک مشر نه وم؛ زه خو د هر هغه فلسطیني ږغ وم چي د آزادۍ خوب په خپل زړه کي ساتي. زما ایمان ماته دا لاره را وښودله چي مقاومت یوازی یوه اختیاري لاره نه ده بلکي دا یوه فریضه ده. ما وغوښتل چي دا جگړه باید د فلسطین د کشمکش په کتاب کي د نوي پاڼي په صفت ولیکل سي، ټول مقاومتي گروپونه متحد سي، ټول د یوه خندق ملگري سي او د هغه دښمن سره مخامخ (وجنگېږي) سي چي هیڅکله ئې د ماشوم او سپین ږیري او یا د ډبري او درختي فرق ته ونه کتل.

ما هیڅ شخصي میراث پرې نه ښودئ بلکي زه اجتماعي میراث تر شا پرېږدم. د هر هغه فلسطیني لپاره چي د آزادۍ خوب ئې لیدلی، هري هغې مور ته چي خپل شهید زوی ئې پر خپلو اوږو پورته کړی، هر هغه پلار لره چي خپله لور ئې د دښمن په مرمۍ ټپي او تپېدونکي حالت کي ولیده او د غم له شدته ئې وژړل. زما وروستی وصیت دا دئ چي تل یاد ساتئ چي مقاومت بې معنی پالتو کار نه دئ؛ دا محضِ یوه مرمۍ نه ده چي فائر سوه؛ بلکي دا خو یو ژوند دئ چي موږ ئې په عزت و عظمت سره تېروو. زندان او کلابندۍ ماته را زده کړل چي دا مقاومت اوږد مهاله دئ، لاره ستونزمنه ده خو ما دا هم زده کړي چي کوم ملتونه چي د ماتي له منلو انکار کوي هغوی په خپلو لاسونو معجزې تخلیق کوي.

له نړۍ څخه هیلي مه ساتئ! چي هغوی به ستاسي سره انصاف کوي. ما په خپل ژوند کي په خپلو سترگو وکتل چي نړۍ څنگه زموږ دردونه په آرامه گوري. انصاف ته منتظر مه اوسئ! بلکي تاسي خپله انصاف جوړ سئ. په خپلو زړونو کي د فلسطین خوب وساتئ، له هر ټپه مو سلاح جوړه کړئ او اوښکي مو د هیلو په چشمو واړوئ!

دا زما وصیت دئ: خپله سلاح چاته مه سپارئ، ډبري مه پرېږدئ، خپل شهداء مه هېروی او پر هغه خوب (ارمان) مو هیڅ نوع سودا مه کوئ چي ستاسي حق دئ. موږ به دلته باقي پاته یو؛ پر خپله زمکه، په خپلو زړونو کي او د خپلو ماشومانو په راتلونکي کي.

زه تاسي ته وصیت کوم چي د فلسطین خیال ساتئ! له هغه زمکي سره چي ما له هغې سره د مرگ تر حده عشق ساتلی؛ د هغه خوب چي ما پر خپلو اوږو لوړ ساتلی؛ د هغه غر په څېر چي نه ټیتېــږي.

که زه غوځار سوم نو تاسي له ما سره مه را لوېږئ! بلکي زما له لاسه هغه بیرغ پورته کړئ چي تر ننه پر زمکه نه دئ غورځېدلی. زما په وینو یو پُل جوړ کړئ چي د هغه قوي نسل د تېرېدلو لاره پرې جوړه وي چي زموږ له سکرو پیدا کېږي.

چي کله یو ځل بیا توپان راپورته سي او زه ستاسي په منځ کي نه وم نو پوه سئ چي زه د آزادۍ د څپو لومړی څاڅکی وم او زه ځکه ژوندی پاته سوم تر څو تاسي د سفر د بشپړولو په حالت کي وگورم.

د دوی د ستوني ازغـــي سئ! داسي توپانونه سئ چي را وگرځېدل ونلري او تر هغه وخته آرام نه سي چي تر څو نړۍ دا درک نه کړي چي موږ پر حق یو. موږ په خبرونو کي لیسټ سوي شمېرې نه یو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک