دا ماشوم یتیم؛ ابراهیم یحیٰی سنوار (۱۱-کلن) دئ
هغه د خپل پلار لاره تعقیبوي؛ د مقدسي زمکي مقاومت همداسي خلکو ته په میراث پاته کېږي؛ له یاسینه بیا تر سنواره ټول له همدغسي محرومیتونو سره مخ ول؛ په همدغو ستونزو کي را ستر سويدي؛ خو دا تکلیفونه هغوی ته قوت وربخښي...
دا تنگ او تاریک تونلونه د دوی مدرسې دي؛ نظامي پوهنځایونه ئې دي؛ د سلاوو د جوړولو شرکتونه ئې دي؛ همدا د دوی مساجد او خانقاوي دي؛ همدلته دوی خاپوړي زده کوي او لکه پړانگان د خپل ښکارونو په تعقیب پسې را وځي... موږ ولیدل چي څنگه د مـ.رکاوا پر ځنځیرونو مایـ.ـنونه ږدي او څنگه له یو بل سره د دغو ویاړونو پر سر چنې وهي... موږ شاهد یو چي دوی څنگه د ډبرو له ویشتلو څخه د الیٰـ.ـسین ویشتلو ته ارتقاء وکړه؟ دا نظریه له نسلونو څخه نورو نسلونو ته انتقال سوېده؛ یو نوی امت تیار سوی دئ؛ د اردن، لبنان، یمن او عراق مسلمان ځوانان په ډلو ډلو قربانیو ته تیار ولاړ دي؛ دا چي خلیج په ډېر سیسټماتیک ډول د عرب دیکتاتورانو او غربي سازشیانو په مټ یرغمال سوی دئ. خو تر څو به داسي وضعیت وي؟! تر څو به دوی داسي محکوم وي؟!