No-IMG

د اکټوبر ځلاند ستوری!

هر ژوندی چي نړۍ ته راغلی هغه به بیرته خپل رب ته ستنـېږي؛ مهمه بس دا ده چي ژوند د مادیاتو په دوکه کي تېر سو او که د خپل خالق په رضا کي د خپل مسلمان ملت د آزادۍ لپاره؟! دا د همداسي یوه زمري د ژوند د وروستۍ صحنې مختصر جریان دئ. دې تحریک (حم.ـاس) د شیخ احمد یاسین څخه نیولې بیا تر یحیٰی عیاش پوري ډېر څه قربان کړل؛ نو خوښ سئ پر هغه سودا چي دوی له خپل رب سره وکړه؛ دوی د عرب دیکتاتورانو په څېر له صهیـ.ونیـ.ستانو سره له سودا کولو (د پېړۍ سودا) ډډه وکړه؛ دوی بهترین خریدار پیدا کړ؛ هغه چي د جنتونو او د هغوی د نعمتونو وعده کوي او هغه په خپله وعده کي صادق دئ. د نوموړي شـ.هادت د زړه ورتیا، مېـړاني او غیرت داسي نادر مثال تازه کړ چي په ډېرو کلونو یا هم پېړیـو کي یو ځل تر سترگو کېږي.

د سنوار په اړه اسرایـ.لي استخباراتي مأمورین څه وایي؟!

یحیی سنوار د ۱۹۸۸-م کال څخه بیا تر ۲۰۱۱-م کال پوري یعني ۲۳-کاله په اسـ.رائیلي زندانونو کي پاته سوی دئ؛ د همدې زندان پر وخت یحیی سنوار اسـ.رائیلي ژبه (هبـ.ریو) زده کړه؛ نوموړي هلته ډېر کتابونه ولوستل، ډېر مضامین ئې ولیکل او ډېر ئې وژباړل؛ حـ.ماس او د هغه جنگیالي د اسـ.رائیلي زندانونو په اړه په دې باور دي چي دا د نظامي زدکړو مراکز دي؛ دوی وایي دا له نږدې د دښمن پېژندلو ښه چانس دئ؛ دوی په بله کومه طریقه صـ.هیونـ.یسټي نظامي او ټولنیزو شعبو ته دومره نږدې نسي پاته کېدلی؛ په اسـ.رائیلي زندانونو کي د نورو فلسـ.طیني تنظیمونو چي په رأس کي ئې حاکم گوند PLO یا الفتح گوند شامل دئ غړي هم بندیان دي؛ د اسـ.رائیل د زندانونو د فائــلونو له مخي په زندانونو کي هم د حـ.ماس بندیانو ځانته منظم تنظیمي سیسټمونه جوړ کړي وي؛ هلته هم د حـ.ماس اتلان خپل تنظیم پر دوو شعبو وېشي؛ یوه ئې سیاسي او بله ئې نظامي څانگه وي؛ د هري څانگي مشر ئې په رأیو ټاکل کېږي او تر ټاکل کېدلو وروسته ئې ټول تفصیلات په ډېره محرمانه طریقه غـ.زې ته انتقالېږي؛ دوی په زندان کي له غـ.زې سره د معلوماتو د رسد او ترلاسه کولو منظم سیسټم هم جوړ کړی وي؛ دا ټول معلومات د رمزونو په شکل د دوستانو، ملاقاتـیانو او وکیلانو په واسطه لېږدول کېږي؛ جالبه دا ده چي په دغو زندانونو کي د مشرانو تر ټاکل کېدلو وروسته په ډېر شدت سره د دغو مشرانو احکامات عملي کېږي؛ دا مشران خپل مؤیدین او غړي پر وخت خوب کولو ته هڅوي او د سهار د لمونځ پر وخت ټول حتماً را پورته کوي، حاضري ئې اخلي او منظم ورزش کولو ته ئې هڅوي؛ برعکس د الفتح گوند بندیان بیا د شپې له مهاله تر ډېره ویښ پاته کېږي، ټلویزیونونه گوري او بې نظمه ژوند تېروي. د یحیی سنوار پر ژوند امریکایي، برټانوي او اسـ.رائیلي ورځپاڼو ډېر څه لیکلي دي؛ په ځانگړې توگه د هغو خبرو په ارتباط چي د ده په اړه به د اسـ.رائیلي جاسـ.وسي ادارې شِـ.ن بېټ مأمورینو او د همدې ادارې د ډاکټرانو د مطبوعاتي کنفرانسونو په نتیجه کي رسنیز کېدل؛ دا معلومات نږدې په ټولو مشهورو غربي او اسـ رائیلي رسنیو کي نشرېدل؛ یو څه مختصر معلومات ئې ذکر کوم:

①    دغــــه رسنۍ دعوه کوي چي کله له یحیی سنوار څخه  تر نیول کېدلو وروسته تحقیقات بشپړ سول تر دې وخته ئې په زندان کي ۱۱-یوولس کاله تېر کړي ول. د ده محققینو په خپلو راپورونو کي لیکلي چي نوموړي ته د عمربند سزا اورول سوې وه؛ په اصطلاح ۴-څلور ځله عمربند. خو هغه د نورو زندانیانو برعکس له خپلو محقیقنو څخه هیڅ نه وېـرېدی؛ هغه به خپلو محقیقینو ته مخامخ ویل چي ډېر ژر به دی له دې زندانه آزاد کېږي او غـ.زې ته به ستنېږي؛ د شِنــبېټ استـ.خباراتي ادارې یو محقق وایي: یوه ورځ چي کله ما له سنوار څخه تحقیق کاوی هغه راته وویل داسي یوه ورځ به هم راځي چي ته به زما پر څوکۍ ناست وې او زه به د یوه حاکم په صفت له تا څخه پوښتني (تحقیق) کوم؛ همدا محقق وایي چي کله د ۷-اکټوبر په ورځ د حـ.ماس جنگیالیو له غـ.زې دباندي پر اسـ.رائیلي ناروا ښارگوټو بریدونه وکړل نو دی هم په همدغو ښارگوټو کي یو ځای مېشت وو؛ دا بالکل ممکن وه چي مـ.جاهدين دي دی هم یرغمال کړي، غـ.زې ته دې یوسي او د سنوار په وړاندي دې په کوم تونل کي پر څوکۍ کښېنوي او د هغه دعوه دې په اثبات ورسولې وه. لکه خواوشا ۱۰۰-نفره نظامي یهـ.ودي یرغمال سوي کسان چي همدا اوس له ورته وضعیت سره مخامخ دي. نوموړی وایي چي کله سنوار دا اخطار راکوی نو په سرو سترگو کي ئې دا وعده ځلېدله.

②    څــــه موده وړاندي د اسـ.رائیلي استخباراتو د یوه تن محقق Dr. Yuval Bitton ډاکټر یووال بېټن مرکه نشر سوې وه؛ پر هـ.آرټس ئې په انگرېزي ژبه کتلی سئ! نوموړی جالبه دعوه کوي؛ وایي موږ اکثر وخت د حـ.ماس او الفتح گوند کارکوونکي له یو بل څخه پر ځینو ځانگړنو جلا کولی سول؛ مثلاً هغوی مو پر غاښونو بېژندل؛ د حـ.ماس غړو سگرېټ، نسوار او خواږه نه خوړل؛ هغوی په ډېر ډسپلین کي ژوند تېروی؛ نوموړی وایي کله چي ماته چانس پیدا سي چي د کوم پنځوس کلن فـ.لسـ.طیني غاښونه وگورم او پوښتنه ترې وکړم چي آیا ته د حمـ.اس غړی ئې؟! او هغه ووایي هو! خو ته څنگه پوه سوې؟ نو زما ځواب به دا وي چي یقیناً له غاښونو څخه ئې. نوموړی بله مهمه څرگندونه دا کوي چي د حـ.ماس غړي تل د شپې پر ۹-نهو بجو د خپلو اطاقونو برقونه بندوي؛ ویده کېږي... د نوموړي مأمور مرکه کتل به بې گټي نه وي؛ که څه هم دی د فل.سطیـ.نیانو سرسخت مخالف دئ او همدا تأثر ئې په مرکه کي له ورایه ښکاري؛ ده نږدې ۸-اته کاله له همدغو سیاسي بندیانو څخه تحقیقات کړي دي او د هغوی په منځ کي پاته سوی دئ. نوموړی نن سبا په اسـ.رائیل او امریکا کي پر حـ.ماس لکچرونه ورکوي.

③    وايــــي په ۲۰۰۴-م کال کي سنوار غـ.زې ته یو مخفي پیغام واستوی؛ دا پیغام شیخ احمد یاسین ته ورسېدی؛ په دې پیغام کي د یو څو مخصوصو اسـ.رائیلي مأمورینو د یرغمال کولو او د هغوی په بدل کي بندیانو آزادولو غوښتنه او پلان ذکر سوی وو؛ د دې پلان د عملي کولو لپاره د شیخ مرحوم څخه د اجازې، د ځانگړو دعاوو او یو نیم لک ډالرو غوښتنه سوې وه؛ شیخ رحمه الله دا پلان سمدستي منظور کړ. خو داسي پېـښه وسوه چي په همدې کال کي شیخ احمد یاسین او د هغه اتل معاون عبدالعزیز الرنتیسي په شـ.هادت ورسول سول او پلان وځنډېدي. خو د حـ.ماس بندي او په غـ.زه کي آزاد مجـ.ـاهدین په همدې هڅو کي لگیا ول چي په کوم مؤثر شکل سره وکولی سي چي اسـ.رائیلي نظامیان یرغمال کړي او بیا د بندیانو د تبادلې پروسه په کار واچوي. دوی ته په ۲۰۰۶-م کال کي دا چانس په لاس ورغی؛ دا وخت له زندان څخه یو ځل بیا د سنوار فعالیتونه زیات سوي وو؛ په ۲۰۰۶-م کي حـ.ماس د اسـ.رائیل له ناروا کرښي څخه تېری وکړ او پر یوه نظامي پوسته ئې زورور برید وکړ؛ په برید کي دوه یـ.هودي پوځیان ووژل سول او یو نولس کلن پوځي چي ټانک ئې چلوی؛ د گـ.یلاد شلېد په نوم ژوندی ونیول سو او حمـ.ـاس له ځان سره یرغمال یووړ. اوږده مذاکرات پیل سول؛ غوښتني وسوې خو نه منل کېدې؛ اسـ.رائیل ډېر فشار وارد کړ خو حـ.ماس تر پایه تسلیم نسو... دلته نږدې د ۱۰۰۰-زرو تنو فلـ.سطـ.یني بندیانو پر تبادلې تفاهم وسو؛ جالبه کیسه دا هم ده چي کله بندیان آزادېدل؛ نو د رسمیت په شکل اسـ.رائیل له بندیانو څخه تعهد (لاسلیک) اخیستی چي بیا به د دوی پر ضد فعالیت نه کوي؛ له حمـ.ـاس سره به نه یو ځای کېږي؛ دا ځان ته یو ډول د اوړو پوزه جوړول ول؛ خو چي کله سنوار ته نوبت ورسېدی؛ هغه منع کړل چي هیڅکله به لاسلیک ونکړم. زه داسي هیڅ تعهد نه کوم او نه ورته پابند یم؛ تر فشار واردولو وروسته چي هم کله هغه تسلیم نسو نو همداسي پرېښودل سو او بیا ئې په اقتداء کي یوه بندي هم لاسلیک ونکړ. ټول آزاد سول او مقدسې غـ.زې ته راغلل.

④    تــــر دې وروسته دیارلس کاله؛ یعني له ۲۰۱۱-م څخه بیا تر همدې کاله د غـ.زې مشرتابه مسؤلیت د همده په غاړه وو؛ حتی د ۷-اکټوبر په تړاؤ هم ویل کېږي چي پر اس..رائیل تر دې مبارک برید فقط یو څو ساعته وړاندي په قطر او مصر کي مېشتو فلسطـ.یني قیادتونو ته د دې عملیاتو د نوعیت او څرنگوالي اطلاع ورکول سوې وه؛ د آتون بطوفانٍ هادر د رمزي شعار (الاقصـ.ی توپان) پلان گذار همدی او د غـ.زې د نظامي څانگي مسئول محمد الضـ یف ول؛ دوی د غـ.زې نور نظامي تنظیمونه هم په جریان کي ساتلي ول؛ خو له غزې څخه دباندي د حـ.زب الله او ایـ.ران په گډون بشپړه نړۍ د دغو عملیاتو د نوعیت څخه بې خبره ول؛ حتی خپل سیاسي مشران ئې هم؛ عرب دیکتاتورانو دا بریدونه ایران ته منسوب کول خو دا مسلّم حقیقت دئ چي د غـ.زې له قیادت پرته نور ټول بېـخبره ول؛ همدا د دوی ابتکار وو... پر دې کار ئې د حـ.زب الله مشر شهید حسن نصـ.ر الله هم د مکمل ملاتړ تر څنگ په یوه ویډیو کي گیله هم کړېده؛ دا عملیات دومره رازداره ساتل سوي ول چي د القـ.سام مـ.جاهدین لا بېخبره ول؛ دوی ته هغه وخت پلان توشیح سو چي کله مصنوعي سرحد ته نږدې مارچ سوي ول؛ تر دې وړاندي ټولو نظامي ځواکونو دا د معمول تمرینات بلل. ما تر دې وړاندي په لیکنه (یحیی سنوار؛ د امت راز او...) کي د دې یادونه کړې وه؛ د دې عملیاتو پر معجزاتي گټو مي هم تر دې لیکني وړاندي بحث کړی دئ. د ۷-اکټوبر حملې د فلسـ.طین قضیه یو ځل بیا د نړئوالو قضایاو سرفهرست کړه؛ تېره ورځ ئې په برِکس غونډه کي هم ښه سمه یادونه وسوه؛ بشپړه نړۍ یا د خلیج پر بحران او یا هم د یوکرائن پر ستونزه متمرکزه ده؛ د فلسـ.طین قضیه هېره سوې وه حتی عرب دیکتاتورانو هم شاته غورځولې وه؛ د پېړۍ سودا روانه وه؛ اسـ.رائیل خپل مرکز یروشـ.لم ته انتقال کړی وو؛ امریکا، سعودي او اماراتو هم رضایت څرگند کړی وو؛ بلکي امریکا خو خپل سفارت هم یروشـ.لم ته انتقال کړی وو. د الـقـ.دس په مقدسه قضیه وروستي مېخونه وهل کېدل خو د ۷-اکټوبر حـ.ماسي بربد داسي مهم وو لکه د اسلامي نړۍ بله کومه مهمه حیاتي غـ.زا؛ له دې پرته بله هيڅه چاره نه وه. څوک چي دا کار غندي او د خواخوږۍ شعار ورکوي هغوی اصلاً له قضیې بېـخبره دي او یا د عرب دیکتاتورانو بیانیه نقل کوي.

⑤    تــــر ۷-اکټوبر وروسته سنوار غالباً درې ځله لیدل سوی دئ؛ په لومړي ځل یرغمال سویو بندیانو اعتراف وکړ چي هغه زموږ خواته راغلی وو او په هبریو ژبه ئې زموږ د خیریت پوښتنه کړې وه؛ دوهم ځل په غـ.زه کي د خپلو ملگرو خواته راغلی وو؛ که څه هم د دې ملاقات ویډیو نسته خو هغه له خپلو جنگیالیو سره مخامخ کـتلي ول؛ په درېیم ځل یوه ويډیو اسـ.رائیلي ځواکونو نشر کړه چي غالباً له کوم موبایل څخه ویستل سوې وه چي سنوار په تونـل کي له خپلي کورنۍ او بچیانو سره حرکت کوي.

بالاخر د امت زمری په څلورم ځل د وروستي ځل لپاره راڅرگند سو؛ دا چي ټول ژوند ئې انسانان هک پک حیران ساتلي ول؛ دا ځل ئې هم په خپل وروستي اقدام خپله فطري مېړانه څرگنده کړه چي په مات وزر ئې خپله لکړه د فرعون په دربار کي پر ولاړو هغو سامري واکمنانو ور وغورځوله چي پر اسلامي نړۍ واکمن او طـ.اغوت (دجـ.ال) ته پر سجده دي. د شیخ یاسین دې بچي که سودا کوله نو دجال به د نړۍ شتمنۍ د ده په پښو کي شیندلي وې؛ ټول غرب به په ورین تندي خپله غېږه ورته پرانیستې وې؛ اقتدار به ئې لاسته لوېدلی وو خو ده د مختصري دنیا د حقیرو مادي گټو پر ځای په داسي حال کي د خدای حضور ته ورتگ پر ځان ومنی چي سر ئې چاودلی وو، جامې ئې ټوټه ټوټه سوي وې، د بدن غړي ئې پرې سوي ول او په یوه سیم ئې خپل مات بازو تړلی وو او په خپله وروستۍ هڅه ئې هم د هغه د دښمنانو پر ضد د موسی په څېر د عصاء وار وکړ... سي اِن اِن دعوه کوي چي هغه کور چي سنوار پکښې شهید سو؛ د اسـ.رائیلي عملیاتو له ساحې څخه پر ۱۰۰۰-زر گامه مسافت واقع وو. د فرعون د لښکرو په مقابل کي یوازي د یو څو تنو مخلصو ملگرو سره ولاړ دا اتل د ۵۷-اسلامي هېوادونو پر درېشي کړیو، چلتاري او پر سینو د جعلي مډالونو ځوړندوونکو جنرالانو، سیاسیونو او د هغوی تر امر لاندي ولاړو لکونو پوځونو او مأمورینو په کراتو غیرت مند وو؛ په وروستۍ شېبه کي چي ئې کله ماتو سویو لاسونو نور کار نه کوی؛ ماشین ئې نسو چلولی نو خواته ئې نږدې لکړه راپورته کړه او ډ.رون ئې په وویشته؛ تر وروستۍ شېبې ئې خپله څېره مخفي وساتله؛ دښمن گمان کاوه چي کوم عادي مـ.جاهد به وي؛ دا چي نوموړي هیڅ تسلیمي نه منله نو دښمن مجبوراً پر کور د ټانک مـ.رمۍ فائـ.ر کړه او کور ئې ړنگ کړ او هملته دې اتل ساه ورکړ... ان لله وانا الیه راجعون. نوموړي مقابله وکړه، مېړانه ئې وکړه او مخامخ په جگړه کي په شهـ.ادت ورسېدی... نوموړی وايي: د سترگي بدل سترگه! د ویني بدل وینه! شرف او عزت یوازي د ج.هاد په میدان کي دئ. تر دې نور شرف څه دئ چي دښمن ئې هم پر مېړانه اعتراف ته اړ دئ.

د یحیی سنوار څخه پاته سوی میراث:

وال سټریټ ژورنال په خپل راپور کي کاږي چي: د حـ.ماس - اسـ.رائیل تر منځ د اوربند په موخه د ترسره کېدونکو مذاکراتو پر وخت یحیی سنوار ته دا چانس ورکول سوی وو چي نوموړی کولی سي غـ.زه پرېږدي او په خوندي توگه مصر ته ولاړ سي؛ خو هغه په ډېر وضاحت سره انکار وکړ. الجزائري خبریال حفیظ دراجي د سنوار پر شهادت خوشاله د سعودي او نورو عیاشو عرب سلفیانو او د دوی د نوي ورژن مدخلیانو په اړه لیکي: ”په دې زمانه کي ژوند کول څومره ستونزمن دي؛ د امت زمریان شـ.هیدان کېږي او سپي له ډېري خوښـيه غاپي. قريش هم هغه وخت خوشحاله سول کله چې د مسلمانانو د لښکر مشر او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره حمــزه په داسي حالت کي په شـ.هادت ورسوی چي پر میدان ولاړ وو او له شاتگه ئې ډډه کړېـوه؛ هلته ظاهراً د مسلمانانو قوت کمزوری سو؛ خو تر دې وروسته د مکې فتحه د الله تعالی په فضل سره ترسره سوه.“ د سنوار شـ.هادت به د اسـ.رائیل د زوال پیلامه ثابتېږي. ان شاء الله تعالی. نوموړي هم شـ.هادت ته پر عارضي ژوند فوقیت ورکړ؛ تر شـ.هادت وروسته د سنوار په میراث کي یوه جوړه تسبیح، د دعاو کتاب، لاسي گروپ، منټوس خوشبویه چاکلېټ، چاکلېټ، نظامي کڅوړي، یو څو نوټونه، یاداښتونو کتابچه او اسناد شامل ول. د نوموړي په اړه دعوه کېده چي یا د قطر په محلونو کي مخفي دئ یا په تونلونو کي د یرغمال سویو بندیانو تر شا پټ دئ؛ دا د اسـ.رائیلي او عربي نړۍ د رسنیو دعوې وې؛ خو داسي نه وه؛ نړۍ ولیده چي حماس/أبوعـ.بیده په خپلو ویناوو کي صادق دئ چي وايي: موږ د عادي مـ.جاهدینو تر قربانیو وړاندي د قائدینو قربانولو ته ژمن یو.

امریکایي خبریال جکسن هنکل وایي: "که مو کال وړاندي چا ته ویلي وای چي یحیی سنوار به یو نړئـوال اتل جوړ سي؛ نو هیچا به نه درسره منله؛ د هغه مرگ دا دعوه په اثبات ورسوله؛ سنوار اتل سو او نټـ.ن یاهو تروریسټ. اسـ.رائیل جگړه بایللې ده."

صـ.هیونیـ.سټان ولي د دغو عملیاتو ویډوگاني نشروي؟!

اسـ.رائیل څه موده وړاندي د غربي تړانگي د یوه ځوان ويډیو نشر کړه چي پر ملعون پوځ ئې د برید په موخه چمتوالی ونیوی او د هغوی پر خوا روان سو؛ خو ډرون وویشتی؛ دا ځوان پر ملا شدید ټپي سي؛ له حرکته ولوېږي؛ ډرون ئې د وروستیو شېبو مکمل ریکارډنگ کوي؛ ځوان د شـ.هادت گوته پورته کوي او په زوره ئې په هوا کي وښوروي او د شـ.هادت کلمه ووایي؛ بیا په ډېر تکلیف شاتني دېوال ته تکیه وکړي او په ډېر زحمت سره ځان پورته کړي او  د سجدې حالت ته ولاړ سي او په همغه حالت کي ساه خپل رب ته تسلیم کړي... دوی دا ویډیو په مـ.جاهدینو کي د مایوسۍ خپرولو په نیت نشر کړه خو الله ته بیا بل څه منظور وه؛ ویډیو په نړۍ کي دومره وائرل سوه چي دوی خپله مجبور سول له رسمي آدرسونو څخه ویډیو حذف کړي. خلکو د هغه مـ.جاهد په تقلید ويډیوگاني جوړولې او یهـ.ودان په خپله کړنه پښېمانه سول.

همداسي ئې د سنوار وروستۍ ويډیو هم په همدې نیت نشر کړه چي اتلان ووېروي؛ مأیوس ئې کړي خو هغوی چي د سنوار اتلولي ولیدله برعکس ئې د شـ.هادت جذبه را پورته سوه؛ نړۍ هغه صحنه انعکاسوي، ماشومان ئې انځوروي او ویډیو دومره وائرل سوېده چي اوس پر دې ویډبو هم دوی پښېمانه دي. دا د شـ.هادت نوې منظره وه؛ د ده په موجودیت کي ډارن دښمن اطاق ته د ننوتلو جرأت نسي کولی، ډرون ور استوي، سنوار په مات لاس پر هغه هم برید کوي، تر دې وړاندي لاسي بمـ.ونه ور غورځوي او بالاخر دښمن له لاچارۍ څخه د ټانک فائـ.ر کوي او پر اتل اطاق نړېږي او په شـ.هادت رسېږي... خلک د داسي مېړاني او شهامت دعاء کوي... رب تعالی د صهیـ.ونیسټـ.انو چال ناکامه کړ. که سنوار له خپلو مـ.جاهدینو سره کوم مخفي ځای کي شهید سوی وای نو ډېر خلک به شکمن کېدل؛ دښمن به حتماً ویل په کوم تونل کي پټ وو په نښه سو؛ یا به چا ویل چي له غـ.ـزې وتلی او نور ورته تهمتونه؛ خو الله تعالی ته بل څه منظور وه؛ الله تعالی ته ئې غیرت خوښ وو او نړۍ ته ئې د ده اتلولي وښوده؛ جالبه نه ده وسائل د دښمن ول او شهرت د سنوار سو؟ الله تعالی د خپلو دوستانو مرگونه هم نه ضایع کوي. داسي مرگ ئې ورکړ چي د بل تلپاتي حیات پیل دئ...

په دې مقدسه جگړه کي د عرب هېوادونو سعودي، اماراتو، مصر، بحرین او مراکش (+ دیکتاتورانو / صـ.هائنـ.ة العرب) کردار:

د سعودي ولي عهد شهزاده خو ډېر په وضاحت سره د فلسـ.طینـ.ي قضیې څخه برائت اعلان کړ؛ نوموړي علی الاعلان وویل زه د فلسـ.طین له قضیې سره علاقه نه لرم؛ اما زما ملت ئې لري. همداسي ئې تر دې وړاندي د وېري احساس او څرگندونه کړې وه؛ چي ممکن د انور سادات په څېر به دی هم ترور سي؛ سادات له اسـ.رائیل سره د کمپ ډېویډ تړون ترسره کړی وو او نوموړی بیا له اسـ.رائیل سره د ابراهیمي تړون ترسره کولو ته منتظر دئ. دا چي د ۷-اکټوبر حملو دا شرموونکی تړون په ځنډ کي واچوی نو ځکه هم سعودي پر فلسـ.طیـ.نیانو ډېر غصه دي.

د سعودي په اړه مرحوم شیخ احمد الراشد جالبه تبصره کوي: ”سعودي به هیڅکله له موږ سره نه وي؛ دا باید درک کړو چي دوی خائن دي. کوم سند چي په لاس کي لرو هغه ښيي چي عبدالعزیز بن سعود له پرسي کاکس (Percy Cox) چي په عراق کي برټانوي پوځي وو څخه وغوښتل چي د سعودي عقیر بندر ته ورسره ولاړ سي. نوموړي په ۱۹۲۰-م کال کي پرسي کاکس ته وویل: ما زر ځله اعتراف کړی دئ چي ستومانه یهـ.ودان په فلسـ.طین کي د یوه دولت جوړولو حق لري؛ او زه به تر قیامته پر همدې وعده ولاړ وم؛ وروسته ئې سند لاسلیک او مهر کړ. اوس تاسي منتظر یاست چي دوی (آلِ سعود) به فلس.طین خپله قضیه گڼي او د یهـ.ودو ضد به وي؟ دا چي د پلار زړه ئې پر ستومانه یهـ.ودانو سوځېدلی وو؛ هیڅکله ممکن نه دي. تاسي دا فکر مه کوئ چي اوس ټرمپ دوی وهڅول نو دوی ئې اطاعت وکړ بلکي دا هر څه له پیلــه همداسي را روان ول. ما یو وخت د فل.سطين په ارتباط یو مضمون ولیکی او په امارتو کي ئې ونیولم؛ راته ویې ویل: پر دې دي نه بندي کوو چي اخـ.وانی ئې! بلکي په دې وجهه چي موږ له یـ.هودانو (اسـ.رائیل) سره د سولي تړون لاسلیک کړی دئ؛ یو سیمه اییز عرب ستراتیژیک تړون؛ له تاسي اخوانـ.یانو پرته چي د فلـ.سطین لپاره مراسم نیسئ نور ټول خلک پرې راضي دي؛ یوازي په دې وجهه چي خلک د اسـ.رائیل پر ضد هڅوئ تاسي بندي کوو.“

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر "برونو ریټیلیو" هم وایي: موږ پر دې غور کوو چي اخـ.وان المسلـ.مین د تروریسـ.ټي تنظیم په لیست کي ونیسو او پابندي ورباندي وضع کړو. له Valeurs Atcuelles سره په همدې مرکه کي وایي: ”د فرانسې لپاره اوس دوه جدي خطرونه موجود دي؛ یو د نشه یي توکو او بل د سیاسي اسلام خطر دئ. موږ باید فرانسه له دغو خطراتو څخه وژغورو... موږ باید په ټولنه کي د اسلام زیاتېدونکی فعالیت وڅارو؛ هغه مختلفو څانگو ته لکه ټولنو، تفریحي کلبونو، مکاتبو او حتی سیمه اییزو سیاسیونو ته هم سرايت کوي. د ۲۰۲۶-م کال بلدیاتي ټاکني را نږدې دي او دا خطر مخ پر ډېرېدلو دئ؛ په هر قیمت ئې باید مخنیوی وسي؛ د اخـ.وان المسلـ.مین نظریه یو حقیقي خطر دئ؛ وخت راغلی چي په ښکاره ئې باید مقابله وسي؛ په دې اړه باید هڅي دوه چنده ډېري سي.“

اماراتو له اسـ.رائیل سره ابراهام تړون (د پېړۍ د سودا سند) لاسلیک کړ، هغوی ئې په رسمیت وپېژندل او د عربانو قضیه ئې شاته وغورځوله؛ یهـ.ودانو پخوا هم په اماراتو کي زښته زیاتي سرمایه گذارۍ کولې؛ خو دا چي هغوی مجبور ول د نورو غربي هېوادونو پر پاسپورټونو به راتلل نو اماراتو د هغوی په رسمیت پېژندلو سره د هغوی دا ستومزه هم حل کړه. د مراکش په اړه به څه ووایو؛ د هغوی کردار ډېر داغدار دئ؛ داسي راپورونه نشر سول چي د دوی پوځیان په اسـ.رائیلي پوځ کي د فلسـ. طین پر ضد جنگېږي او دا دعوې وروسته په حقیقت هم ورسېدلې؛ ځکه زمریانو متعدد مراکشي یـ.هودان په تورو کڅوړو کي ور پارسل کړل. مصر او بحرین خو د یهـ. ودانو ځالي دي؛ حتی په پیل کي د سنوار شـ.هادت پر مصر تاوان سو؛ هغه داسي چي:

څه موده وړاندي دعوه وسوه چي سنوار په دوکه کي په شـ.هادت ورسول سو؛ د اکټوبر پر ۱۴-مه د اسـ.رائیلي استـ.خباراتو شاباک مشر رونین بار مصر ته په پټه سفر وکړ او هلته ئې د مصري استخباراتو له مشر عباس کامل سره مهمه لیدنه ترسره سوه؛ ویل کېږي دا یو منظم پلان وو چي اسـ.رائیل له حـ.ماس سره اوربند ته چمتو دئ، مصر باید سنوار خبر کړي او د هغه باور ترلاسه کړي؛ کامل له سنوار سره اړیکه ټینگه کړه خو ناڅاپه د اکټوبر پر ۱۶-مه مصري دیکتاتور عباس کامل له دندې لیري کړ او د ده پر ځای ئې د استـ.خباراتو نوی فرد معرفي کړ. کامل ئې د ځان (ولسمشر) خاص استازی وټاکی... ځیني اسـ.رائیلي رسنۍ دا دعوه کوي چي مصري استـ.خباراتو د سنوار موقعیت څرگند کړ او دا معلومات ئې اسـ.رائیل ته افشاء کړل؛ کنه وو څنگه ممکن ده چي دې سیمي ته دي سنوار یوازي راسي؛ په داسي حال کي چي دلته له تېرو ۶-میاشتو څخه اسـ.رائیلي ځواکونه مېشت دي؟ آیا سنوار رښتیا هم له کوم لالـچ پرته دومره ستر خطر پر ځان منلی سو؟ د نوموړي د ش.ـهادت خبر ولي یوه ورځ وروسته رسنیز سو؟! برعکس ئې بیا مشهوري اسـ.رائیلي رسنۍ او د اسرائیـ.لي پوځ ویاند هـ.ـگاري هم دعوه کوي: د کور تر ړنگولو وړاندي موږ بالکل خبر نه وو چي سنوار په دې کور کي موجود دئ؛ دا جگړه ناڅاپه پیل سوه. په هر صورت دوهمه دعوه حقیقت ته ډېره نږدې ده؛ که دوی د سنوار له موجودیت څخه خبر وایي په هیڅ صورت ئې دا حماقت نه کوی؛ د هر څومره تاوان په مقابل کي به ئې د هغه د ژوندي نیولو هڅي کولې... درې کسان به د یوه ډلگۍ په مقابل کي څومره وجنگېږي...؟ دا یادونه مې یوازي د دوی تر مشکوک او کرکجن کردار څرگندولو پوري وکړه؛ که مصر داسي معلومات درلودل حتماً ئې له خپلو یـ.هودي حلیفانو سره شریکول... هآرټـ.ـز هم دا دعوه کوي چي سنوار هیڅکله د اوږدې مودې لپاره په تونلونو کي پټ نه وو پاته سوی؛ هغه د زمکي پر سر له خپلو جنـ.گیالیو سره یو ځای گرځېدی.

د اسلامي امت مسؤلیت او د هغوی ناروا سکوت!

أبوعـ.بیده وایي: موږ د امت علماوو ته سپارښتنه کوو چي د ژبني نقد کولو تر پړاوه دي نور تېر سي؛ آیا تاسي د اقـ.صی جومات نړېدلو (شهـ.ید کېدلو) ته منتظر یاست؟!

د غـ.زې جگړه داسي یوه پړاؤ ته ورسېدلې چي په تېر یو کال کي د غـ.زې ۱۷.۵۰-اولس زره پنځوس ماشومان په شـ.هادت ورسېدلي دي؛ په دې کي ۱۷۵-تر زېږېدلو وړاندي شهـ.يدان سوي دي؛ د ۷۱۰-ماشومانو عمر تر یو کال کم وو؛ ۲۵۹۷۳-ماشومان یتیمان سویدي؛ ۱۱۷۰۰-مېرمني په شـ.هادت ورسېدلي؛ ۱۴۵۰۰-نارینه شهـ.یدان سوي دي. د غـ.زې د شـ.هداوو شمېر ۴۲۹۰۰-دوه څلوېښت زره نهه سوه تنه دئ او د ټپیانو شمېر ئې ۱۰۰۵۶۰-یو لک و پنځه سوه او شپېته تنه دئ. د لبناني شهـ.داوو شمېر ئې ۲۶۰۰-تنه دئ. غربي څنډه کي هم تلفات سته؛ د غـ.زې پر کوچنۍ زمکه د بـ.مبارد په موخه ۶۰۰۰-الوتني ترسره سویدي؛ ۱۶۰۰-ځله جاسوسي الوتکو پروازونه کړيدي؛ د دغو الوتنو په رأس کي ئې بریتانیا قرار لري؛ د دغو مجموعی الوتنو ۴۷% اوه څلوېښت فیصده د بریتانیا د الوتکو دي؛ تر دې ور آخوا تر یو کلن قتـ.لِ عام وروسته هم جرمني اسـ.رائیل ته د سلاوو خرڅلاو دوه چنده زیات کړی دئ؛ جرمني په تېرو درې میاشتو کي اسـ.رائیل ته د ۹۴-څلور نوي میلیونه یورو (۱۰۱.۵-میلیونه ډالر) په کچه سلاوي ورکړيدي؛ دا د هغوی د پارلمان لخوا اسـ.رائیل ته د منظور سویو سلاوو دوه برابره دي... امریکا دوه ځله سیمي ته د اسـ.رائیل د دفاع لپاره جنگي بېړۍ واستولې؛ په زرگونو ټنه سـ.لاح وخت پر وخت اس.رائیل ته ورکوي؛ خپل رادارونه او دفاعي سیسټمونه ئې د هغوی په خدمت کي وقف کړيدي؛ د ملگرو ملتونو د راپور له مخي چي غـ.زه د پرمختگ له مخي ۷۰-اویا کاله شاته تللې ده؛ یعني د ۱۹۵۵-م کال دوران ته ستنه سوېده. دا ټوله تباهي یوازي د اسـ.رائیل کار نه دئ بلکي په دې جنایت کې د غربي هېوادونو غوڅ اکثریت شامل دئ. هغه هېوادونه چي د اسلامي نړۍ د یوه احمق مشر په وجهه ئې پر هېـوادونو ډول ډول بندیزونه وضع کوي هغوی د اسـ.رائیل او د هغوی د لومړي وزیر پر جنـ.ایاتو خاموش پاته دي.

دا خو د کـ.فري نړۍ وضعیت دئ؛ البته اسلامي نړۍ کوم کردار لوبوي؟! له شرقه بیا تر غربه د اسلامي هېوادونو سکوت او دوه مخي شرموونکې ده؛ په بشپړه اسلامي نړۍ کي یو د یمن کردار او جرأت د ستایلو دئ او بل د لبنان د حـ.زب الله گوند؛ دوی په دې جگړه کي د حـ.ماس قاطع ملاتړ اعلان کړ، مرسته ئې وکړه او آن حـ.زب الله خپل دوه قیادي مشران (حسن نـ.صرالله - هاشم صـ.في الدین) هم پر همدې موقف قربان کړل... اسـ.رائیل پر لبنان او یمن گڼ بریدونه وکړل؛ نوره بشپړه اسلامي نړۍ یا د اسـ.رائیل په طرف کي ولاړه ده او یا د گونگ شیطان کردار لوبوي او تش د اعلامیو مسلمانان دي. کاشکي دا اعلامیې ئې د دوی په ویاندویانو خوړل سوي وی. سنوار د تحقیق پر وخت صهـ.یونیـ.سټانو ته وایي: "په الله قسم که یو کوچنی مېــږی هم راسره وي بیا به هم له تاسي سره جنگـ.ېږم." دا به یقیناً احساسات وي؛ خو چي کله خبره د عقیدې د دفاع راځي بیا باید مصلحتونه تر یو حده نظراندازه سي؛ جالبه خو دا ده چي اسلامي نړۍ، جاهل او غلام مشران ئې نه جرأت او ترخی لري او نه مصلحت؛ ځکه مصلحت د منظم کېدلو غوښتنه کوي نه د وېرېـدلو. تاریخ پر ریکارډنگ موډ (د ثبتولو پر وضعیت) ولاړ دئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک