No-IMG

د اووم اکتوبر عملیات په انتهائي رازدارۍ سره ترسره شول

اسامه حمدان وایي: ”چي کله مو مشرتابه (سنوار) د ۷-اکټوبر د مقدسو عملیاتو د اجراء کولو پرېکړه وکړه نو هیڅ یو اتل له دې پرېـکړي خبر نه وو؛ تر برید فقط څو ساعته وړاندي چي کله ۱۴۰۰-څوارلس سوه تنو اتلانو ته د دغو خطرناکو عملیاتو د اجراء او په هغوی کي د گډون کولو د اختیار اجازه ورکول سوه؛ باور وکړئ له دغو ۱۴۰۰-کسانو څخه ئې یو اتل هم پر شا نسو...“

ما په لاندینۍ لیکنه کي هم دعوه کړې وه چي دا عملیات په انتهائي رازدارۍ سره ترسره سول؛ حتی په ترکیه او مصر کي هم د دوی سیاسي قیادتونه د دغو عملیاتو له څرنگوالي او تفصیل څخه بې خبره ول؛ خبره د هغوی پر وفادارۍ د شک کولو نه وه؛ بلکي د خبرونو د رسد د انتهائي احتیاط وه... همداسي وسوه؛ د عملیاتو تر اجراء کېدلو فقط څو ساعته وړاندي د ترکیې او مصر سیاسي هیئتونو او د هغوی مخلصو مشرانو ته خبر ورکول سو او هغوی هم له زړه څخه د خوښۍ څرگندونه وکړه؛ د اکټوبر پر ۷-مه چي کله شهیـ.د اسماعیل هنیـــ.ـة پر الجزیره عملیات څارل نو د شکر او حمد سجده ئې وکړه؛ سلفیان دي دا درک کړي چي نه دا تېروتنه وه او نه ده. دا یو بهترین فرصت وو چي اتلانو اعظمي استفاده ترې وکړه؛ دا د کلابندي سیمي د ټولو تنظـ.یمونو مشترکه نظریه او مشترک پلان وو... هغوی د ح-ماس په دې ابتکار ویاړي او د لومړۍ ورځي په څېر ئې ملاتړ او ملگرتیا کوي... د دغو بريدونو ایران او د هغوی پراکسیز ته منسوب کول یوازي د عرب دیکتاتورانو او د هغوی برېن واشډ سویو نظریه کېدلی سي نه د بل کوم مؤمن...

که څوک د مقدسي سیمي له تاریخ او وضعیت څخه خبر وي هغوی حتی د همدردۍ پر اساس هم د دومره حماقت اظهار نکوي؛ دا کسان یا یقیناً بېـخبره دي او یا هم مطلق دوه مخي منافق. دوی په مرگونو مسلمان وېروي او هغوی ته سپارښتنه کوي چي خاموش به پاته کېدلی؛ په داسي حال کي چي پر دغه سکوت ئې هم دوی ته د ژوند ضمانت نه سي ورکولی؛ بس د حال په ژبه همدا دعوه کوي چي د پخوا په څېر به لږ لږ وژل کېدلی نه د اوس په څېر په ډلو ډلو... خو دوی نه دي خبر چي دا مرگ د بریا لومړی گام دئ...

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک