د جمهوريت د زوال لاملونه؛ طالبان دې د هغوی اشتباه نه تکراروي
غزل ترنم
سرباز د انګېـزې د شتون په صورت کې جنګېـدی شي، که مطمئین شي ، چې جګړه یې سپېڅلې ده ؛ مرګ یې د شهادت دی ؛ په مقابل لوري له دیني او اخلاقي پلوه برتري لري ؛ نو بیا به نه له مرګه وېـرېـږي اونه به له جنګه تېښته کوي ؛ خو که د جګړې په تقدس ناباوره وي ؛ مشران په فساد کې لتاړ وویني ، طبیعي ده چې ماته به خوري او وړوکی ټولګی به پرې غلبه مومي. تېـر نظام په لوی لاس له سربازه انګېـزه واخیسته ؛ بداخلاقه پېـغـلې یې پرې مسلطې کړې او/ یا یې د هغو کمونیستو جنرالانو داد ته وسپارل، چې هم په وطن معامله کوي ؛ هم په اسلام ؛ نه په تهذیب باور لري ؛ اونه عاطفه پېـژني !! د دې ډول نا سنجیده مدیریت پایله دا شوه چې د ټولو باد ووت ؛ ابۍ مړه ، تبه یې پرې شوه!!
اوس دا موضوع طالبانو ته هم متوجه ده ؛ که يې د خپلو منسوبينو او سربازانو ايمانونه وخت په وخت صيقل کړل ؛ له ګناهونو يې را وګرځول ؛ نو له سربازانو سره به يې د مقاومت انګېـزه ژوندۍ پاتې شي ، ملت به يې هم له بغاوت نه ډډه وکړي ؛ خو که يې د سربازانو او منسوبينو تقدس زيانمن شو ؛ نو هرو مرو به په زوال محکومېـږي او سقوط به يې د ټول مجاهد قوم په زيان ځکه تمامېږي چې طالب د مسلمانانو وروستی الترناتيف دی !! طالبان او د هغوی مشران دې خپل عملونه و ارزوي ؛
څومره يې خپله مقدس مآبي په اثبات رسولې؟
څومره يې نظام د ملت په داخل کې مشروعيت موندلی ؟
په کومه اندازه يې د شعار او عمل ترمنځ همغږي شته ؟
څومره يې د مشرانو او کشرانو ترمنځ تعادل ساتلی ؟
څومره يې د بې وزله افغانانو ستونزې حل کړې ؟
دا ډول بلها نور سوالونه هم شته چې طالبان بايد د هغو په رڼا کې خپل ځانونه و ارزوي او بيا په دې باندې فکر وکړي چې له سربازانو سره به يې د مقاومت انګېـزه پاتې وي او که يه ؟
دمګړۍ خو د ملت انګېرنه داده چې طالب له نن او پرون سره ډېر توپير لري !! طالب نن د څلورو ښځو او مجلل کور په فکر کې غرق دی !! طالب د خپلو افرادو ترمنځ تعادل نه دی ساتلی !! سرباز يې د پرون په څېر بې وسه مجاهد دی ؛ خو مشران يې په پيسو باندې لوبې کوي !! همدا راز د ملت او طالب ترمنځ ورځ تر بلې واټن زياتېـږي ؛ ملت خپل ځای د طالبانو په منځ کې نه ويني ، طالب بدبختانه انحصاري روحيه خپله کړې !! که ( خدای مه کړه ) ملت نور هم له طالب نه نهيلی شو او طالب مشرانو ورسره د مور ميرې سلوک ته دوام ورکړ ؛ طبيعي ده چې له دې ډول حالت نه به دښمن اعظمي استفاده کوي ، او له محرومو طالبانو سره به د پرون په څېر د قربانۍ روحيه او انګېزه هيڅکله ژوندۍ پاتې نه شي !!
زه نه وايم چې ټول مطرح طالبان د امکاناتو د تصاحب په فکر کې غرق دي ؛ په طالبانو کې خورا ستر ، ستر بزرګان شته ؛ خو بدبختانه ځينو يې مجللو ماڼيو او د امکاناتو را ټولولو ته کار ويلی او د ښو طالبانو رنګ يې هم بد کړی دی !! موږ په طالبانو وروڼو ځکه دا ډول نيوکې کوو ، چې خپل يې ګڼو ؛ خوا مو پرې بدېږي ، او زموږ برخليک ورسره غوټه شوی !! که ( خدای مه کړه ) هغوی د جمهوريت په سرنوشت اخته شول ؛ نو معنا به يې دا وي چې ؛ د مسلمانانو وروستۍ ډله هم د حکومتولۍ په آزموينه کې ناکامه شوه .
څاروان روان شو ترکستان ته د کعبې په ګُمان
حسرت په حال يې د لار ورکې قافلې راځي .