زده کړي که مهمي نه وې نن به د اسمان کنگرې زموږ په اختیار کي وې
دا هغه قوم دئ چي د سواد کچه ئې ۹۷.۸% فیصده ده؛ هغه ټولنه چي نارینه ئې ۹۹% سلنه او مېرمني ئې ۹۶% سلنه لوستې ول؛ هغه ټولنه چي دښمن ئې تقریباً ۹۰% سلنه مکاتب او تعلیمي ادارې له خاورو سره خاوري کړې؛ هغه قوم چي په دومره مصیبتونو کي هم چیغي وهي چي د بچیانو یو مکمل تعلیمي کال ئې ضایع سو... دا هغه قوم دئ چي یو ماشوم ئې تر ټنونو کانکرېټو لاندي بند پاته دئ؛ خو بیا ئې هم په لاس کي پنسل موجود وو... د جبالیا په تورو خاور کي پټ غمی... د نړئوالي ټولني په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو او د هغوی د جعلي قانون پر ټنډه تور داغ. هغه قوم چي د خپل تاریخ او راتلونکي پر سر هیڅ ډول معامله نه کوي...
خو موږ: زدکړي که مهمي نه وې نن به د اسمان کنگرې زموږ په اختیار کي وې؛ د اشغال اشغال د بې وسۍ چیغي به مو نه وهلې... خو داسي ښکاري لکه په خپلو لویو لویو دعوو کي چي ریښتیني نه یو. رب دي مو انصاف روزي کړي...