پښتانه او ړوند قضاوت؛ له ډاکټر نجيب تر کرزي
پشتانه او ړوند قضاوت زما دی کتاب عنوان دی چه پړاو په پړاو به تاسو ته وړاندی شي هيله لرم چه خاطری مو پری درنی نه شي .
افغانستان دی ټولو ورونو قومونو ګډ کور دی.خو په دغه کور کی پښتانه دی مشر ورور حيثيت لري که پښتون آرامه وي نو ټول وطن کی به امن وي.که پښتون پاچا وي نو دی هيڅ قوم سره به ظلم نه کيږي.همدا سبب وو چه څلويشت کاله پښتون وژل کيدو دی پښتون کور ورانيدو پښتون له تعليم څخه بی برخه وو.وطن وران شو.
راځی پرته له کوم شخصي يا حزبي دشمنيو څخه يوه ژوره او بی پری څيړنه سره دی شواهدو وکړو چه تر ټولو زياد دی پښتون دی تباهی،بربادی،بی عزتی سبب څوک وو.
څوک وو چه دی پښتنو دشمنان يی پيژندل خو خپل ضمير يی خرڅ کړی وو او دی هغو تر څنګ ولاړ وو چه دی پښتو ژبی.پښتون قوم،او دی پښتون له تاريخ سره يی دشمني درلوده.
له داکټر نجيب نه به يی شروع کړو.
کمونستان په دوو برخو ويشل شوي وو خلقيان چه اکثريته پښتانه وو او رهبري يی نور محمد تره کي کوله او پرچميان چه اکثريت يی له تاجکانو څخه جوړ وو او مشر يی ببرک کارمل وو .دی دغه ډلو تر منځ دی شروع څخه سخت مخالفت روان وو خو دی داود خان خلاف کودتاه لپاره روسانو دی هغوی تر منځ روغه جوړه وکړه او له داود خان وروسته خلق او پرچم په ګډه حکومت جوړ کړو چه خلقيان له پرچميانو څخه مقتدره وو ځکه کودتاه دی خلقيانو په مټو بريالی شوی وه.خو له لږ ځنډ وروسته دغه ايتلاف ړنګ او سختو مخالفتونو په نتيجه کی يو بل ووژل حتا تر دی چه له وطن څخه يی تبعيد ته اړ کول.
حفيظ الله امين په خپل مشر تره کي او نجيب په خپل مشر کارمل کودتاه وکړه.
داکټر نجيب دی پرچم ډلی غړی وو او دی دغه ګوند غړي ډير کارمل ته وفاداره وو حتا دی کارمل ورور بريالی او ترور زوی يی وکيل احمد او نور متعصبه پرچميان لکه مزدک،کاوياني او نظامي پښتون ضد څيری لکه اعظيمي،بابه جان،جلال رزمنده او داسی ګڼ شمير کسان دی نجيب تر څنګ پاتی شول داکټر نجيب هم خپل مخ په هنداره کی ليدلی وو همدی لپاره يی بعضی پښتانه خلقي جنرالان لکه تڼی،آصف شور،جمعه اڅک ،او نور دی کارمل طرفداره ملګرو لپاره له ځان سره کړل خو بيأ هم نحيب په خلقيانو ډير باور نه کولو همدی لپاره دی دفاع وزارت تر څنګ يی دی دوستم،جباری قهرمان او نور ګڼ شمير مليشی جوړی کړی.دی وخت دفاع وزير په خپلی مرکی کی وايي چه ما بار،بار له نجيب څخه غوشتنه وکړه تر څو دغه ياغي مليشی ته دومره امکانات مه ورکوی چه سبا زمونږ لپاره مشکل جوړ کړي تاسو خو دی دفاع وزارت تر څنګ يو بل قوت جوړه وی چه دا به ډير خطرناک عواقب ولري آن تر دی چه دی دغو مليشو معاش دی دفاع وزارت له منسوبينو څخه لوړ وو داسی ورځ راغله چه دی دوستم مليشو ټولی هغه اسلحی درلودی چه دی دفاع له وزارت سره وی يوازينی شی چه هغه سره نه وو هغه سکاټ وو چه وروسته زما او دی نجيب تر منځ اختلافاتو سبب شو هغه دا چه کله دوستم دارلامان ته دی دفاع وزارت ته راغلو او نجيب دی سکاټ توغنديو امر ورکړی وو ما هغه رد کړو هماغه وو چه دی نجيب قهر او غوسه راوپاريده.
خو نجيب له دی بی خبره وو چه دی دوستم شاته ډيری خطرناکه پښتون ضد څهری دي چه هغه ته دغه مشوری ورکوي تر څو له پښتانو جنرالانو دی دفاع وزارت خالي کړي ځکه دی نجيب تر څنګ ټولی سياسي چوکی دی متعصبو پرچميانو په لاس کی وی غوشتل يی نظامي اړخ کی هم نجيب ضعيفه کړي.
کله چه نجيب قدرت تر لاسه کړو شپږ مياشتی په مسلسله توګه يی دی پشتنو ولايتونه دومره په وحشت سره بمبارد کړل چه په زرګونه عام وګړی ماشومان،زنانه او په زرګونه څاروي تر خاورو لاندی شول او په لکونه خلک يی هجرت ته مجبوره کړل.سکات توغندي چه خاص دی بهرنيو جګړو لپاره وو .هره ورځ به يی به پښتنو باندی توغول او دی نجيب خاصی مليشی چه دی ګلم جمو په نوم مشهوره وی او په هره لويشت جنګ باندی پيسی اخيستی او په وحشت کی يی نوم درلودو چه مشری يی جنرال دوستم کوله دی نجيب له خواه پښتون ميشتو سيمو ته ليږدول کيدل او دی پښتنو دی سر او مال ورته اجازت وو. هغه وحشتونه چه دغو مليشو په پښتون ميشتو سيمو کی تر سره کړي حتا وحشي ځناور هم هغه اعمال نه کوي او دی هر وحشت او ظلم په مقابل کی به نجيب دی مليشو مشر دوستم په مډالونو او نظامي رتبو باندی نازولو.نجيب تر آخری حده کوشش کولو چه روسانو ته دا ښکاره کړي چه هغه دی کارمل څخه روسانو ته وفاداره ده.همدی لپاره يی لمړی پښتون ميشتی سيمي له خاورو سره برابری کړی خو دغه وحشت هيڅ لاسته راوړنی نه درلودی او اتحاد جماهير شوروي چه دی افغانانو دی قربانيو له برکته په روسی بدله شوه دی سخت اقتصادي ناورين سره مخامخ وه همغه وو چه دی وخت جمهور ريس ميخايل ګرباچف نجيب مسکو ته اوغوشتلو او ورته وی ويل چه مونږ نور له افغانستان څخه ځوو تاسو هغه جنګي پاليسي بدله کړی او ملي مصالحه اعلان کړی.خو دغه فورموله هم ناکامه شوه او حزب وطن په نوم جوړ شوي ګوند هم اختلافات داسی حد ته ورسيدل چه بيرته خلقيان په يو صف کی او پرچميان په بل کی سره يو ځای شول.
تر څو چه دغو متعصبو پرچميانو ته موقع په لاس ورغله او دی نجيب او تڼي مخالفت په نظامي جګړی باندی بدل شو او هغه پاتی پښتانه جنرالان چه هر يو يی ارکانی حرب وو دی آصف شور په شمول تر ديرشو ډير جنرالان دی جلال رزمنده،بابه جان او دی پنځم رياست دی خاديستانو له خوا ووژل شول او ټول قدرت دی کارمل ملګرو لاس ته ورغلو او نجيب تش په نوم جمهور ريس وو چه هيڅ قدرت ورته پاتی نه وو.مطلب دا وو چه دی پرچميانو په لاس هغه اردو چه اکثريته يی پښتانه وو ختمه شوه.او په آخره کی نجيب دومره ناتوانه وو چه کله هغه دی مجاهدينو سره دی ملل متحد په منځګړیتوب صلح وکړه دی کارمل طرفدارانو دی هغه مخالفت وکړو او دی احمدشاه مسعود سره يی په جبل السراج کی ايتلافی حکومت رامنځ ته کړو او دی نجيب نږدی ملګري لکه يعقوبي دی امنيت وزير،جنرال باقي دی دوولسم رياست دی خاد رپس،مير شهباز خان په شمول ګڼ ملګري ووژل شول. او دی نجيب له خوا په آخری ساعتونو کی جنرال رفيع دی وخت دفاع وزير دی لوګر سرخ آب ته وليږلو تر څو حکمتيار له دغی کودتاه څخه خبر کړي .
نجيب دومره ناتوانه وو چه همغه مليشی چه هغه کلونه،کلونه پشتانه ورباندی وژل او دی هغه په لاس روزل شوي وو. له ميدان هوايي څخه راستون کړو او دی تګ اجازه يی ورنکړه.دی نجيب لويو اشتباهاتو داسی حالت رامنځ ته کړو چه په شمال کی دی پښتنو په سر او مال چور ګډ وو او په کابل کی پښتانه دی دوستم او مسعود دی لنډه غرو دی لاسه هجرت ته مجبور شول.
او همغه دی جنرال تڼی خبره په رشتيأ بدله شوه.اردو ختمه شوه.ټول نظامي تجهيزات دی مسعود او دوستم لاس ته ورغلل.دی داکټر نجيب اشتباهات دومره لوی وو چه پښتون قوم يی دومره ناتوانه کړو چه ګلزمان به هم په سندرو کی دوستم او استاد سياف به په شعرونو کی مسعود ستايلو.